ولې غزه له خلافت او د هغه له پوځ پرته، بله حل‌لاره نه لري؟
06/02/2025 | یوسف ارسلان

Print


د غزې ناورین نور یوازې د انساني یا د بشري حقونو اړوند یوه مسله نه ده؛ بلکې یوه بنسټیزه، عقیدوي او سیاسي شخړه ده، چې ځواب یې باید په شرعي نصوصو، سیاسي واقعیت او نبوي بشارتونو کې په ژوره توګه ولټول شي. دلته په دریو محورونو خبرې کوو او دا څرګندوو چې ولې دعاګانې، د قرآن ختمونه، لاریونونه او د اسلامي خاورو حکامو او ملګرو ملتونو ته رجوع کول، د غزې د ژغورلو لاره نه ده او یوازینۍ واقعي حل‌لاره یې د اسلامي خلافت د لښکرو جهاد دی.
شرعي طریقه: په الهي سنتو کې د هر هدف لپاره ځانګړې طریقه ټاکل شوې ده. د لوږې د ختمولو لپاره خواړه دي، د ناروغ لپاره درمل دي او د ظلم د مخنیوي او د دین د اظهار لپاره جهاد دی. لکه څنګه چې الله سبحانه وتعالی له مظلومانو سره د مرستې لاره جهاد بللې ده: « وَما لَكُمْ لا تُقاتِلونَ في سَبيلِ اللَّهِ وَالْمُسْتَضْعَفينَ» (النساء: ۷۵)
مهم ټکی دا دی چې دعا د عمل ځای نه نیسي. که چېرې د رزق لپاره یوازې دعا نه کوو او کار هم کوو، نو د غزې د ژغورلو لپاره هم یوازې دعا بسنه نه کوي. پیغمبر صلی الله علیه وسلم د بدر په غزا کې ټوله شپه په دعا تېره کړه، خو سهار بیا د جګړې ډګر ته وتلی و، هغه یوازې په ویناوو بسنه ونه کړه.
لاریونونه، کمپاینونه او هغو سازمانونو ته رجوع کول چې بنسټ یې د استعماري ګټو پر اساس ولاړ وي، نه مشروعیت لري او نه اغېزناک کېدلی شي. دغه تګلارې یوازې لنډمهاله رواني فشار رامنځته کوي، خو د ظلم جوړښت ته زیان نه رسوي. یوازینۍ مشروع او واقعي لاره هغه ده چې شریعت ټاکلې ده: د اسلامي دولت تر امر لاندې جهاد کول.    
د یادونې وړ ده چې دعا په اسلام خپل ارزښت او مقام لري، ان «د عبادت مغز» بلل شوې ده؛ خو د مظلومانو د ژغورنې طریقه نه ده. لکه څنګه چې د توکل او تدبیر په بحث کې هم څرګندېږي: توکل او تدبیر دوه خپلواک شرعي احکام دي. څوک چې توکل کوي، هغه له عملي چمتووالي څخه نه خلاصېږي او څوک چې تدبیر او هڅه کوي، هغه هم له دعا او توکل څخه نه بې‌نیازه کېږي. د قرآن ختم همداسې دی؛ خپل ځای لري، خو د جهاد ځایناستی نه کېږي، لکه څنګه چې جهاد باید د دعا او توکل ځایناستی نشي.
الله سبحانه وتعالی د مومنانو دعا قبلوي او موږ مکلف یو چې په هره چاره او ستونزه کې له هغه څخه مرسته او نصرت وغواړو. خو دغه اجابت په دې پورې مشروط دي، چې موږ هم باید د الله سبحانه وتعالی دعوت قبول کړو. لکه څنګه په بقره سورت کې راغلي دي: «أُجِيبُ دَعْوَةَ الدَّاعِ إِذَا دَعَانِ ۖ فَلْيَسْتَجِيبُوا لِي» یعنې زه د دعا کوونکي دعا قبلوم، هغوی هم باید زما دعوت ومني.
دغه آیت له بني‌اسرائیلو څخه اسلامي امت ته د رسالت د لېږد په سیاق کې راغلی دی؛ هغه امت چې الله سبحانه وتعالی ترې غوښتي دي، ترڅو د خلیفه په ټاکلو او د لښکرو په جهاد سره اسلام اظهار او په نړیوال حاکمیت یې بدل کړي. له همدې امله د دغه امت دعا هم هغه مهال قبلېږي، چې پخپله د الهي ماموریت په لوري ګام پورته کړي او په عملي ډول د الله سبحانه وتعالی دعوت ومني، ترڅو الله تعالی د هغوی دعوت او دعا قبوله کړي.
د یادونې وړ بل ټکی دا دی؛ کله چې موږ لاریونونه حل‌لاره نه بولو، ښايي ځینې کسان ووایي: تاسو (حزب‌التحریر) هم لاریونونه کوئ. هو، موږ لاریونونه کوو، خو د یوې ډلې په توګه. موږ پر دولتونو ځکه نیوکه کوو، چې د هغوی دنده د لاریونونو کول نه دي، بلکې د لښکرو خوځول دي. زموږ لاریونونه بل هدف لري: د اسلام پر بنسټ د ټولنې راویښول، د شرعي حل‌لارو بیانول او په عامه افکارو کې یې عامول دي. زموږ لاریونونه ډیموکراتیک نه دي، چې خپله غوښتنه له ملګرو ملتونو څخه وکړو، بلکې د امت پوځونه مخاطبوو او د استعمار، سازمانونو او مزدورو حکامو خیانتونه بربنډوو. همدارنګه موږ په لاریونونو کې حکام محاسبه کوو، ترڅو خپل شرعی مکلفیتونه هېر نه کړي.
بل مهم ټکی دا دی چې اوسني دولتونه د خپل شرعي مکلفیت خلاف، ځانونه له ډلو او حزبونو سره برابر ګڼي. د دې پر ځای چې د یوه دولت په توګه د جهاد مسوولیت پر غاړه واخلي، له ډلو څخه تمه لري چې جهاد وکړي او خپله یوازې لاریونونه جوړ کړي. دغه ډول د مسوولیت برعکس کېدل، په حقیقت کې د فکري انحطاط او سیاسي ماتې نښه ده، چې د دولت-ملت په نظم کې په طبیعي ډول رامنځته کېږي.
سیاسي واقعیت: له غزې څخه تر کشمیر او ختیځ ترکستان پورې، هغه څه چې پر مسلماناو تېرېږي، یوازې یو بومي (سیمه‌ییز) ناورین نه دی؛ د اسلام پر ضد د نړیوالې جګړې ښکارندویي کوي. اسرائیل یوازې یو هېواد نه دی، بلکې د اسلامي نړۍ په زړه کې د غرب نظامي اډه ده. دغه رژیم د امریکا او اروپا د بشپړ ملاتړ او د مزدورو اسلامي حکامو د مستقیم خیانت له امله پر پښو ولاړ دی.
   د مصر او اردن تړلې پولې، د خلیج هېوادونو د اړیکو عادي کول، د اسلامي ډلو ځپل او د امت دښمنانو ته د هغوی د طبیعي سرچینو سپارل؛ له دغو ټولو څرګندو دلایلو څخه ښکاري چې د غزې دښمنان یوازې اسرائیل نه دي، بلکې نړیوال نظام دی چې له کورنیو خاینانو سره یو ځای شوی دی. 
له همدې امله د دغه ناورین له منځه وړل یوازې هغه وخت امکان لري، چې د دښمن د قدرت ځنځیرونه پرې شي او دا د افرادو او ډلو مسوولیت نه دی او نه هم په چریکي جنګونو سره حل کېدلی شي، بلکې یوه قدرتمند اسلامي دولت او د هغه مجاهدو لښکرو ته اړتیا لري. لکه څنګه چې خلافت د تاریخ په اوږدو کې د سترو امپراتوریو پر وړاندې درېدلی و، نن ورځ هم یوازې خلافت کولی شي چې د امت د سرچینو په راټولولو، د اسلامي لښکرو په منظمولو او د رښتینو نظامي اقداماتو په ترسره کولو سره، د دښمن نقشه له منځه یوسي.
نبوي زیري: رسول الله صلی الله علیه وسلم ژمنه کړې، چې له یهودو سره وروستۍ جګړه به د جهاد او قتال پر محور وي: «تُقاتِلُكم اليهود فَتُسَلَّطون عليهم...» (صحیح بخاري) دغه حدیث په ښکاره توګه د قتال یادونه کوي، نه د توکو د تحریم یا لاریونونو او نه هم له نړیوالې ټولنې او د اسلامي خاورو له خاینو حکامو څخه د مرستې د غوښتنې. همدارنګه په احادیثو کې راغلي چې شام به د دارالاسلام مرکز وي «عقُر دار الإسلامِ الشام». دارالاسلام د خلافت دولت په واسطه د اسلام د حاکمیت په معنا دی، لکه څنګه چې په یوه بل حدیث کې یې زېری ورکړل شوی دی چې « إن هذا الأمر -يعني الخلافة-كائن بعدي في المدينة ، ثم في الشام، ثم في الجزيرة، ثم في العراق ، ثم في المدينة ، ثم في بيت المقدس ، فاذا كان ببيت المقدس فثَم عقر دارها ، ولن يخرجها قوم فتعود اليهم أبدا» یعنې بیت المقدس به په راتلونکي کې د اسلامي خلافت پلازمېنه وي: «دا چاره (خلافت) به په مدینه کې وي، وروسته په شام، بیا په جزیره (عربستان)، وروسته په عراق، بیا په مدینه او وروسته به په بیت المقدس کې وي. کله چې بیت المقدس وټاکل شي، نو هلته به د تل لپاره وي او کوم قوم چې هغه (خلافت) لاسته راوړي، هېڅکله به یې له لاسه ور نه کړي.»
له دې څخه ښکاري چې وروستۍ ژمنه په حقیقت کې حاکمیت او سیاسي قدرت ته د اسلام بېرته راګرځېدل دي، نه دا چې مسلمانان د تاریخ په څنډه کې په دعا او محکومیت سره ژوند وکړي. لکه څنګه چې نبوي ژمنې د فارس او روم په اړه پوره شوې، د فلسطین د ازادۍ ژمنه به هم له دې لارې پوره کېږي: د خلافت تر امر لاندې جهاد.
له ټولو شرعي، واقعي او تاریخي دلایلو څخه څرګندېږي، چې د غزې د ناورین حل‌لاره نه په ختمونو کې ده، نه په لاریونونو، نه په استعماري سازمانونو او نه هم په ملي دولتونو پورې په محدودیت کې؛ بلکې یوازې د اسلامي خلافت په تاسیس او د هغه د لښکرو په خوځولو کې نغښتې ده. له دې پرته بله هره لاره یو خیال دی او یوازې له ناورین سره مرسته کوي. د غزې د خلکو په اړه زموږ بې‌پروایي، مخکې تر دې چې دوی ته زیان ورسوي، موږ سوځوي؛ ځکه چې رسول الله صلی الله علیه وسلم فرمایلي دي: «لَا يَضُرُّهُمْ مَنْ خَذَلَهُمْ» – «څوک چې هغوی (مجاهدین) پرېږدي، دوی ته زیان نشي رسولی». ‌موږ د غزې د خلکو په پرېښودلو سره هغوی ته زیان نه رسوو، بلکې خپل ځان زیانمنوو. دغه بې‌پروايي د قدرت خاوندان رسوا کوي، هغوی د خاینانو په کتار کې دروي او په پایله کې یې د الهي عذاب مستحق ګرځوي.




   ارسال نظر