کله
چې پيغمبر (ص) نړۍ ته سترګې وغړولې، د کسرا ماڼۍ ولړزېده او د فارس اورخونه خاموشه
شوه. دا پېښه نړيوالو ته سياسي پيغام و؛ داسې چې د حق په ظهور سره باطل حکومتونه لړېزږي
او له نابودۍ سره مخ کېږي. د هغه (ص) پيغام د هر ظالم ځواک ماتول و چې د اسلام او
د هغه د نړيوال حاکميت په لار کې به خنډ و. په همدې خاطر د دعوت له پيله دښمنانو د
هغه (ص) د دعوت د درولو کولو لپاره ټولې هڅې وکړې. تر دې چې هغوی ايتلاف وکړ او پر
مسلمانانو يې بندېزونه ولګول؛ هغه بندېزونه چې درې کاله يې دوام وکړ. په دغه موده
کې آن مسلمانان دې ته اړ شول چې د ونو پاڼې او د څارويو پوستکي وخوري او د وږو د
زګيرويو اواز به تر لرې سيمو پورې اورېدل کېده.
ايتلاف
کوونکو تمه لرله چې په دغو بندېزونو سره به مسلمانان له خپلې موخې او مبارزې څخه
را وګرځوي. خو مسلمانان دومره با ثباته او قوي وو چې بندېزونو، وېرې، فقر يا مرګ د
دوی مورال کمزوری نه کړ. بندېزونه مات شول او مسلمانانو خپلې لارې ته ادامه ورکړه،
تر دې چې د څو کالو په اوږدو کې واک او قدرت ته ورسېدل او دولت يې تاسيس کړ. په
همغو لومړيو کلونو کې د جهاد حکم نازل شو؛ هغه جهاد چې هيڅ جغرافيوي پوله يې نه
پېژندله او نه درېدونکی و. دا په داسې حال کې وه چې د مسلمانانو شمېر زرګونو تنو
ته هم نه رسېد، خو دښمنانو يې په هر ځای کې شتون درلود. حتا مسلمانان د دښمن له
وېرې د شپې له تورو سره ويده کېدل.
کله
چې د جهاد او د الله دين ته د نصرت کولو په اړه د الله تعالی فرمان راغی،
مسلمانانو د ځان څنډې ته کولو لپاره بهانې نه لټولې، ځکه دښمن ته يې د مصونيت او
خونديتوب وعده نه وه ورکړې. هغوی و نه ويل چې زموږ شمېر کم دی يا دا چې دښمن مو تر
موږ ځواکمن دی. ويې نه ويل چې دا کار د اوسنيو واقعيتونو خلاف دی او د قدرت د له
لاسه ورکولو له وېرې يې له دښمن سره جوړجاړی و نه کړ. له شک پرته، په لنډه موده کې
يې د واک او ځواک لړۍ پراخه شوه او د روم او فارس لويو امپراتوريو دروازو ته
ورسېدل.
کله
چې قدرت ته ورسېدل، د الله تعالی پر نصرت د مسلمانانو ايمان لا زيات شو. په همدې
دليل، هيڅکله نړيوال نظم ته تسليم نه شول او له دښمن څخه يې مرسته و نه غوښته، ځکه
د جهاد له لارې يې د اسلام نشر خپله لويه دنده ګڼله او پر ټولو اديانو او نظامونو
يې د اسلام غالبول خپل رسالت باله. هغوی د الله تعالی د رضايت او دښمنانو د رضايت
تر منځ د الله تعالی رضايت غوره کړ او د فقر او بندېزونو له ګواښونو و نه وېرېدل.
ځکه يوازې شيطان دی چې د فقر او ماتې وعده ورکوي او مومنان له دغسې وسوسو څخه الله
تعالی ته پناه وړي؛ هغه ذات چې پر ټولو چارو برلاسی دی. هغه مسلمانان هم زموږ په
څېر انسانان وو، خو په هر ډول شرايطو کې يې پر الله تعالی او د هغه پر نصرت ايمان
درلود. همدا لامل و چې پيغمبر (ص) به غږ کاوه چې «مه درېږئ، ځکه جنت ستاسو د تورو
تر سيوري لاندې دی». د هغوی همدغه ټينګ درېدل وو چې غوره بېلګه شول او د واک او
ځواک لړۍ يې پېړۍ، پېړۍ پاتې شوه. د کسرا ځواک ونړېد، د روم امپراتوري پر ځمکه را
پرېوته او د پيغمبر (ص) د تولد نښې په حقيقت بدلې شوې. خو نن ورځ امت په داسې حال
کې د پيغمبر (ص) د ميلاد په اړه غږېږي چې له خلافت څخه محروم دی او د خپل عظمت او
قدرت پر زړو کنډوالو ناست دی. دا امت په داسې حال کې د پيغمبر (ص) د تولد په اړه
غږېږي چې د مداين سپينه ماڼۍ ړنګه شوې، خو د واشنګټن سپينه ماڼۍ باداري کوي!