درې غوايان، چې یو سپین، بل ژيړ او بل تور و؛ ټول په یوه ځنګل کې اوسېدل. ډیر وخت وروسته ځنګل ته یو
زمری راغی؛ غوايان یې چې ولیدل، غوښتل یې ویې خوري، خو ویې لیدل چې هغوی درې دي او دی یوازې دی او زور یې نه پرې رسېږي. نو پرېکړه يې وکړه چې تر منځ یې تفرقه واچوي. تور او ژيړ غوايانو ته یې خبر ورساوه چې زما او ستاسو د پوستکي رنګ ورته
دی، له سپین غوايي سره بد ښکارئ، پرېږدئ چې ویې غورم.تور او ژيړ غوايي ومنله، زمري یې د سترګو پر وړاندې سپین غوايي وخوړ. څه وخت وروسته یې ژيړ غوايي ته وويل چې زموږ د پوستکي رنګ بیخي یو شی دی، پرېږده چې دا تور
غوايي وخورم؛ هغه هم ومنله. څو ورځې وروسته زمری بیا وږی شو، له څه خبرې او ستونزې
پرته ژيړ غوايي ته راغی او ورته ویې ویل چې اوس ستا نوبت دی، غواړم ودې خورم. ژيړ غوايي وویل دومره مې پرېږده چې درې ځله ناره وکړم؛ زمري هم اجازه ورکړه. غوايي وویل: زه هغه ورځ وخوړل شوم چې سپین غوايي وخوړل شو... (یعنې که مې هغه ورځ سپین غوايي یوازې نه وای پرېښی، نن به زما نوبت نه وای رارسېدلی). د اسلامي امت کیسه هم همداسې درواخلئ؛ دښمن سره بېل کړو
او په کوچنیو ملي دولتونو یې وویشلو؛ بیا یې زموږ په خوړلو پیل وکړ. باید پوه شو،
نن ورځ چې فلسطین، ختیځ ترکستان، کشمیر او د امت نورې برخې د وحشيانو لخوا داړل کېږي او خوړل کېږي؛ مه وايئ چې پر موږ یې څه! کله چې دښمن بېکاره شي، هغو ټولو کسانو پسې
به ورشي چې په سخته ورځ یې د یو بل
مرسته ونه کړه. هو، که یو موټی نه شو؛ یو یو به مو وخوري. البته دا وحدت له راشده خلافت پرته ناشونی دی.