Print


حزب التحریر
مطبوعاتی دفتر
ولایه افغانستان
 
ح.ت.افغ ۱۸/۱۴۴۱ پنجشنبه ۱۶ ذوالحجه، ۱۴۴۱هـ ۰۶/۰۸/۲۰۲۰م

امریکا، برېټانیا او ناټو په قصدي ډول افغانان تروروي؛
ایا کوم دولت شته چې د وینو دفاع یې وکړي!؟

د برېټانیا د پوځ افشا شوي پټ اسناد ښيي چې ددغه هېواد نظامیانو په تېرو شلو کلونو کې په افغانستان کې جنګي جنایتونه کړي دي. ملکي او ډېر عمر لرونکي وګړي چې دوی ته یې هېڅ ډول ګواښ نه پېښاوه، په قصدي ډول وژلي دي. دوی په همدې لړ کې په هلمند کې د یوې کورنۍ ټول غړي وژلي دي.
حزب‌التحریر - ولایه افغانستان د لوېدیځ د جنایتونو په اړه لاندې ټکې د پام وړ ګني:
لومړی: افغانانان پوهیږي چې د لوېدیځ اېتلاف پیغام چې مشري یې امریکا کوي، له جنایت او وحشت څخه ډک دی. که څه هم لوېدیځ ښکېلاکګر ظاهراً د انسان‌دوستۍ او بشري حقونو له پیغام سره دلته راغلل، خو د ایمان او بصیرت خاوندان نه اغوا کېږي. نن موږ پوهېږو چې د نړۍ لویې ډیموکراسۍ د نړۍ ستر جنایتکاران دي. له دې ډلې یوه هم برېټانیا ده چې ددې خاورې د اولادونو په وژلو سره خپله اصلي (منفوره) څېره ښکاره کوي. برېټانیا د افغانستان له مجاهدو خلکو سره پخوانۍ کینه لري. که برېټانیا تاریخ نه هېروي، باید پوه شي چې اوسنی نسل د همغو مجاهدینو اولاد دی چې په ځلونو یې د برېټانیا مکار تندی په خاورو موښلی دی او د خپل تاریخ د تکرار لپاره تر برېټانوي ځواکونو ډېر لېوال دي.
دویم: د افغانستان حکومت تر خپلو بادارانو ناوړه کار کوي. غربي جنایتکاران وحشت کوي، خو دا حکومت غلی دی. تر دې وړاندې هم د امریکا، اسټرالیا او نورو هېوادونو د نظامیانو د جنګي جنایتونو په اړه هم اسناد افشا شول، خو چارواکو هېڅ غبرګون ونه ښود، ځکه چې دوی د خپلو ګټو او د بادارانو د رضایت په لټه کې دي او په دې هڅه کې دي چې ددې خاورې وګړي له مرګ سره مخ کړي، څو واشنګټن او لندن امن شي. له دې امله تېر کال ډونالډ ټرمپ دوه امریکايي سرتیري چې په افغانستان کې د جنګي جنایت له امله مجرم پېژندل شوي وو، په ډېر ویاړ سره وبښل او نظامي رتبې یې بېرته ورکړلې.
درېیم: د افغانستان مسلمانو خلکو باید درک کړې وي چې په افغانستان کې په وروستیو کلونو کې د ځنځیري او هدفمنو وژنو پړه پر امریکا، برېټانیا او د ناټو پر نورو غړو ده. دغو هېوادونو د خپلو موخو پر اساس د ترور لېست لاره، چې په هغو کې د هغو کسانو نومونه راتلل چې دوی ته ګواښ ګڼل کېدل. څو کاله وړاندې د جرمني شپېګل مجلې دا مسأله رسوا کړه. له همدې امله په تېرو دوو لسیزو کې تر همدې پالیسۍ لاندې ډېر مهم شخصیتونه، قومي مخور، سیاسي رهبران، د جوماتونو امامان، عالمان او تحلیلګران په مختلفو نومونو ترور او په سیستماتیک ډول له صحنې و ایستل شول؛ ځکه لوېدیځ پوهېږي مسلمانان سیاسي قدرت او مرکزیت نه لري چې د دوی پوښتنه وکړي.
نو اې د افغانستان مسلمانانو! موږ تر بل هر وخت د خلافت دولت تر چتر لاندې د اسلام حاکمیت ته اړتیا لرو، څو دا مقتدر دولت د اسلامي ارزښتونو او د هر مسلمان د وینې ساتنه وکړي او د لوېدیځ د تکبر ښکر مات کړي.

د حزب‌التحریر - ولایه افغانستان مطبوعاتي دفتر




   ارسال نظر