Print


حزب التحریر
مطبوعاتی دفتر
ولایه افغانستان
 
ګڼه: ح.ت.افغ 21/۱۴۴۵ یکشنبه د شوال ۲۵، ۱۴۴۵هـ 04/05/۲۰24م

 

مطبوعاتي اعلامیه
د حزب التحریر دعوتګران تاسو د کامل او شامل اسلام پلي کولو ته رابولي؛ ایا ستاسو ځواب زندان دی؟

د حزب التحریر یو شمېر دعوتګران په کابل او کاپیسا ولایتونو کې خلافت او د امت یووالي ته د دعوت په «جرم» زنداني شوي دي. دوی له څو میاشتو راهیسې بندیان دي، خو تراوسه له خپلو کورنیو سره د لیدنې اجازه نه ده ورکړل شوې. په داسې حال کې چې د نظام نظامي مخالفین، برمته کوونکي، قاتلین او لارشکوونکي له خپلو کورنيو سره د ليدلو اجازه لري. دا ادعا هسې بې‌بنسټه توجیه ده، چې ګواکي د تحقیق پروسه یې نه ده بشپړه شوې. د نظام د رهبرۍ فرمان دا دی، چې «تورن کس» باید تر نیول کېدو لس ورځې وروسته محکمې ته معرفي شي. خو نه یوازې دا چې دغه فرمان تر پښو لاندې شوی، بلکې پر دعوتګرانو او د هغوی پر کورنیو بېلابېل فشارونه هم راوړل شوي.
موږ د نظام هغو مسوولینو ته چې د مسلمانو دعوتګرانو پر وړاندې دغه ډول ناروا او تبعیضي چلند او ښکاره ظلم کوي، تذکر ورکوو چې د حزب التحریر فعالیت له شرعي اړخه «جرم» او حرام عمل نه دی، بلکې هغه کسان حرام عملونه کوي، چې دعوتګران زنداني کوي او بیا پر دوی او کورنیو یې رواني او فزیکي فشارونه راوړي. هغه کسان چې په هر دلیل دغه کار ترسره کوي، د اسلام له نظره مجرمان دي او باید له الله سبحانه وتعالی څخه ووېرېږي، ځکه چې همدغه عملونه به د اخرت په ورځ د دوی پر ضد شاهدي ورکوي.
د حزب التحریر دعوتګران د امر بالمعروف او نهی عن المنکر او د حکامو د محاسبې په برخه کې د خپل تکلیف په ادا کولو سره، تاسو رابولي چې اسلام باید په افغانستان کې په هراړخیز ډول پلی شي او بیا د نړۍ نورو ملتونو ته ولېږدول شي، ایا هغه کسان زنداني کوئ، چې تاسو د خیر لوري ته رابولي؟ د حیرانتیا خبره ده، چې د دعوتګرانو له خیرغوښتنې څخه اندېښنه لرئ، خو له هغو کسانو څخه اندېښنه نه لرئ، چې تاسو د نړیوال کفري نظم په لوري او له استعمارګرو هېوادونو او د هغوی له مزدورو سازمانونو سره نږدې کېدو ته رابولي؟ برعکس د نظام ځینې مسوولین له هغو سره نږدې کېدل لاسته راوړنه بولي، په داسې حال کې چې هغه لار، چې دوی دعوت ورته کوي، دوزخ ته تللې. د حزب‌التحریر دعوتګران له تاسو څخه یوازې د اسلام بشپړ پلي کول او لېږد غواړي، له شک پرته که چېرې دغې غوښتنې ته لبیک ووایئ، تاسو به پر سیمه‌ییز او نړیوال قدرت بدل شئ. خو که چېرې د الله سبحانه وتعالی احکام په بشپړه توګه پلي نه کړئ، دغه دعوتګران به چوپ نه شي، امر بالمعروف او نهی عن المنکر به کوي او د حکامو د محاسبې مکلفيت به ادا کوي که څه هم په دې لار کې ډېرې سختۍ او کړاوونه وګالي.
د نظام مخلصینو ته زموږ تذکر دا دی چې رسول الله صلی الله علیه وسلم فرمایي:

«كُلُّكُمْ رَاعٍ وَمَسْئُولٌ عَنْ رَعِيَّتِهِ، وَالإِمَامُ رَاعٍ وَمَسْئُولٌ عَنْ رَعِيَّتِه» (رواه بخاري)
ژباړه: تاسو هر یو شپون (مسول) يئ او د خپل رعيت پوښتنه به درڅخه کېږي. امام شپون (سمبالوونکی) دی او د خپل رعیت پوښتنه به ترې کېږي.

د دغه حدیث پر اساس مسولین د خپل رعیت او تر لاس لاندې کسانو په اړه مسول دي. نو دا د مسولینو مکفلیت دی چې د هغو کسانو مخه ونیسي، چې د مسلمانو دعوتګرانو پر وړاندې ناروا او فتنه اچوونکي عملونه ترسره کوي، ځکه دوی به د خپل رعیت او تر لاس لاندې کسانو په اړه الله سبحانه وتعالی ته د اخرت په ورځ ځواب وایي. بناءً هغه کسان چې داسلام، ايمان او جهاد ادعا کوي، بايد د حکومتولۍ په ټولو برخو کې د اسلام احکام پلي کړي او افکار، اعمال، سياستونه او کړه وړه يې بايد له ظالمانو او اشغال‌ګرانو سره توپير ولري، په ځانګړې توګه د استخباراتو او قضايي نظام په برخه کې.

د حزب التحریر – ولایه افغانستان مطبوعاتي دفتر




   ارسال نظر