مطبوعاتي اعلامیه
د افغانستان او
پاکستان ترمنځ د مسلمانوژنې فتنه د امریکا او هند د سیمهایزو سیاستونو په ګټه ده
د افغانستان په پکتیکا او خوست
ولایتونو کې د پاکستاني ځواکونو د هوايي بریدونو په پایله کې یو شمېر ملکیانو ته
مرګ ژوبله اوښتې. د دغو بریدونو په ځواب کې د افغانستان پوځیانو د ډیورنډ کرښې په
اوږدو کې د پاکستاني لوري پر پوستو بریدونه کړي او تلفات یې ور اړولي. د دواړو
هیوادونو د ټولنیزو رسنیو فضا له نشنلستي او یو بل څخه د غچ اخیستنې له احساساتو څخه
ډکه ده.
د حزب التحریر – ولایه
افغانستان مطبوعاتي دفتر د دواړو لورو د مسلمانانو ترمنځ روانه جګړه غندي او په
اړه یې لاندې ټکي د یادونې وړ بولي:
لومړی: د ډیر تاسف او شرم ځای
دی چې د اسلامي نړۍ تر ټولو پیاوړی پوځ او د اټومي وسلو لرونکی د «ترهګرۍ پر
وړاندې مبارزې» په نامه د روژې په مبارکه میاشت کې په افغانستان کې ملکي خلک،
ماشومان او ښځې د خپلو بریدونو هدف ګرځوي. په داسې حال کې چې له پنځو میاشتو
راهیسې د پاکستاني جنرالانو د سترګو پر وړاندې یهودي دولت د فلسطین د خلکو د وینو
ویالې بهوي او ټولوژنه یې کوي؛ خو د پاکستان خاین نظامیان پرته له دې چې کوچنی
غبرګون وښيي، په ډیر ذلت د دغه وحشت ننداره کوي.
دويم: پاکستان په سیمه کې د
امریکا مزدور دولت دی. د پاکستان دولت ځکه دا ډارن اعمال کوي چې امریکا په سیمه کې
یوه نوې دنده ورته سپارلې. امریکا د پاکستان له پوځ څخه غواړي چې په قبایلو کې د
پاکستان له مسلمانانو او د ډیورنډ کرښې په اوږدو کې د افغانستان له مجاهدینو سره
ښکېل او بوخت وي. دلته دوه مسلمانان سره جنګېږي؛ هلته د مودي هندوپاله دولت، پرته
له دې چې کوم مزاحمت ورته وشي، د هند دننه د مسلمانانو ځورونه او اذیت کوي او
کشمیر اشغالوي. دا ټولې هڅې د دې لپاره کېږي چې هند د پاکستان له اړخه اندېښنه ونه
لري او وکولی شي چې د چین د مهار لپاره د امریکا په سټراټيژۍ کې خپله دنده ترسره
کړي. نو د دوو مسلمانو اړخونو ترمنځ د وروستیو نښتو ریښه د سیمې لپاره د امریکا په
سیاستونو کې ده چې د پاکستان خاین حکام یې پلي کوي.
درېیم: د افغانستان مجاهدین، د
قبایلو مجاهدین او د پاکستان په پوځ کې مخلص جنرالان باید له یو بل سره د جګړې، په
کاذبو نشنلستي او وطني احساساتو کې د ښکېلېدو او یو د بل د هدف ګرځولو پر ځای د
خپل ټوپک شپېلۍ سمې خواته ونیسي. په دغه حساس وخت کې د فلسطین د خلکو تر دفاع او د
اشغال شوي کشمیر تر ازادولو بل مهم کار نشته. نو واجب ده چې د دغه ستر ماموریت
لپاره ډیورنډ سرطاني کرښه له منځه یوړل شي او خپل قوت او انرژي د مسجدالاقصی او د
فلسطین او کشمیر د خلکو د دفاع لپاره سره یو کړي. جزئي مسایل باید مسلمانان سره
ونه ویشي او روانه فتنه باید د هند او امریکا په ګټه ختمه نه شي.
نو تر هغه چې د سیمې سیاسي
نقشه د دولت-ملت له نظم څخه خلافت دولت ته وا نه وړي او د خاینو حکامو او لاسپوڅو
جنرالانو لاس د امت له برخلیک څخه پرې نه شي؛ داسې فتنې به روانې وي. د تل لپاره د
دغو ویجاړوونکو، اوږدو او تاریخي نښتو پای ته رسولو اساسي حللاره دا ده چې
افغانستان، پاکستان او منځنۍ اسیا د نبوت پر منهج خلافت تر چتر لاندې سره یو شي.
هغه خلافت چې د سیمې فکري، سیاسي، نظامي او اقتصادي ظرفیت سره یو کوي او مسلمانان
پر نړیوال قدرت بدلوي.
﴿وَأَطِيعُوا اللَّهَ وَرَسُولَهُ وَلاَ
تَنَازَعُوا فَتَفْشَلُوا وَتَذْهَبَ رِيحُكُمْ﴾ [انفال: ۴۶]
ژباړه: د الله سبحانه و
تعالی او د هغه د رسول [قران او سنتو] اطاعت وکړئ او له یو بل سره منازعه مه کوئ، ځکه
چې په منازعې سره پاشل کېږی او ځواک او زور مو له منځه ځي.
د
حزب التحریر – ولایه افغانستان مطبوعاتي دفتر