د اونۍ خبره: امریکا غواړي چې اسلامي امارت د «ترورېزم» پر وړاندې د مبارزې په کاروان کې شامل شي!
12/22/2023 | یوسف ارسلان

Print


له امریکا سره د اسلامي امارت د خبرو‌اترو له پیلېدو راهیسې امریکایان پر دې ډېر ټینګار کوي، چې د «ترورېزم» پر وړاندې باید مبارزه وشي او د افغانستان له خاورې څخه باید امریکایي ګټې ونه ګواښل شي. تېره میاشت د ګوتریش ځانګړي همغږي‌کوونکي فریدون سینیرلي اوغلو ملګرو ملتونو ته د افغانستان په اړه خپل راپور وړاندې کړ. په دغه راپور کې راغلي وو چې اسلامي امارت باید په نړیوال نظم کې ورګډ شي او دا د امارت کورنۍ دنده ده، چې د «ترورېزم» پر وړاندې مبارزه وکړي.
هره ایډیولوژي د خپلې عقیدې اړوند ځانګړې ترمینولوژي او اصطلاحات لري. اسلام هم د ښه او بد، حق او باطل او د صف بېلولو د تفکیک لپاره په فرد پورې اړوند ځانګړي اصطلاحات لري او له همدې امله په اسلامي قاموس کې «ترورېزم» یوه پردۍ اصطلاح ده. له بلې خوا دغه اصطلاح د پانګوالۍ د سیاستونو له ګېډې راوتلې، په داسې حال کې چې یو واحد تعریف نه لري او هر څوک یې د خپلو ګټو پر اساس تعریفوي. که څه هم دا سمه نه ده چې یوې کلیمې ته دې نوې معنا ورکړل شي، خو په ۱۹۷۹م کال د انګلیس او امریکا استخبارات یوې پایلې ته ورسېدل او د ترورېزم کلیمه یې داسې تعریف کړه: «سیاسي موخو ته د رسېدو لپاره د غیرنظامي اهدافو پر ضد له تاوتریخوالي ګټه اخیستل».
وروسته بیا ډېر نړیوال سیمینارونه او کنفرانسونه جوړ شول او بېلابېل قوانین او هوکړه‌لیکونه تصویب شول، ترڅو هغه عملونه تعریف کړي چې ترورېزم یې بولي. په دې توګه یې هغه حرکتونه، سازمانونه او حزبونه په ګوته کړل، چې ترورېزم عملي کوي او هغه دولتونه یې هم معرفي کړل، چې د ترورېزم ملاتړي دي. کفري هېوادونو ادعا وکړه چې دغه ګامونه یوازې د دې لپاره دي، چې د ترورېزم پر وړاندې مبارزه وشي او د هغه د خپرېدو مخه ونیول شي.
د ترورېزم ضد قوانین په حقیقت کې د تصویب کوونکو هېوادونو د سیاسي تعصباتو لپاره پلمه ده. امریکا یو شمېر حرکتونه (د امریکايي ګټو ملاتړي) د مقاومت حرکتونه ونومول؛ لکه د نیکاراګوا جنګیالي IRI او داسې نور. کله چې د دغو ډلو جنګیالي بندیان کېږي، د ۱۹۷۷م کال د جنیوا د لومړي پروتوکول پر اساس هغوی جنګي زندانیان پېژندل کېږي او برعکس هر هغه ډله چې د امریکا او د هغې د مزدورانو د ګټو خلاف وي، د تروریستي حرکتونو په نامه یادېږي او د تروریستي ډلو په لېست کې ثبتېږي. دغه لېست په ټاکلو وختونو کې د امریکا د بهرنیو چارو وزارت لخوا صادرېږي، چې په دغه لېست کې د مصر، پاکستان، فلسطین، الجزائر او نورو اسلامي هېوادونو ډېری ډلې شاملې دي.
امریکا د کمونېزم تر ماتې وروسته اسلام د خپل لوی دښمن په توګه ټاکلی دی. له همدې امله یې په اسلامي خاورو کې چې په ستراتیژيکو سیمو کې پرتې دي، د ترورېزم ضد قوانین ترویج کړل، ترڅو په هغو ځایونو کې خپل نفوذ زیات کړي او تر خپل کنټرول لاندې یې راولي. دا هر څه له دې امله کېږي، چې مسلمانان د خلافت د بیا تاسیس په لټه کې دي او خلافت به یوازینی دولت وي چې د امریکا په مشرۍ د پانګوالې ایډیولوژۍ د ماتولو وړتیا لري. له همدې امله هېڅ داسې اسلامي ډله به ونه موندل شي، چې د امریکا لخوا یې د تروریزم ټاپه نه وي خوړلې. ان هغه سیاسي احزاب او ډلې هم له دې څخه مستثنی نه دي، چې له جګړې او زور پرته خپلې موخې تعقیبوي.
په تېرو ۲۰ کلونو کې امریکا او ناټو له ترورېزم سره د مبارزې تر نامه لاندې، چې په حقیقت کې له اسلام سره مبارزه وه، افغانستان او عراق اشغال کړل، ترڅو سیاسي اسلام وځپي؛ خو پخپله دغه اجنډا کې یې ماتې وخوړه. نن ورځ چې د امریکا د بهرني سیاست لومړي‌توب د چین او روسیې مهارول دي او نور یې د اجنډا په سر کې د اسلامي خاورو مستقیم اشغال او له ترورېزم سره مبارزه شامل نه دي، خو بیا هم غرب او امریکا د ترورېزم پر وړاندې مبارزه (له سیاسي اسلام سره مبارزه) هېره کړې نه ده. په تېرو ۲۰ کلونو کې امریکا له ترورېزم سره د مبارزې په ماموریت کې مستقیمه لاس‌وهنه کوله، خو نن دا ماموریت د اسلامي خاورو مزدورو حاکمانو ته سپارل شوی دی. د امریکا اساسي اندېښنه روسیه او چین دي، خو تر څنګ یې اسلامي سیاسي ډلې تراوسه یو ګواښ ګڼي. د بېلګې په توګه پر صهیونیست اشغالګرو د حماس بریدنه یو تروریستي عمل ګڼل کېږي، خو د اسرائیلو برید شخصي دفاع بلل کېږي، چې د وحشت د رامنځته کولو او د حماس د حذفولو لپاره کېږي. په نورو اسلامي خاورو کې همدا خاین حاکمان دي چې د اسلامي ډلو پر وړاندې امریکايي مبارزه پر مخ وړي. د بېلګې په توګه تېره اونۍ د اسلامي خاورو لوی درستیزان په ریاض کې راټول شوي وو، چې مخکې یې هم د ترورېزم ضد اسلامي – نظامي اېتلاف IMCTC جوړ کړی و. دا لوی درستیزان هغه مهال راټولېږي، چې په غزه کې د اسرائیلو وحشت او جنایت دوام لري، خو د اسلامي خاورو نظامیانو د فلسطین له مظلومو خلکو څخه د ملاتړ پر ځای پر دې بحث کاوه، چې څنګه له اسلامي «تروریستي» ډلو سره مبارزه وکړي. هو، دا هماغه امریکايي ماموریت دی.
تېره میاشت کله چې فریدون سینیرلي اوغلو د ملګرو ملتونو امنیت شورا ته خپل راپور وړاندې کړ، محوري موضوع یې دا وه چې اسلامي امارت باید په نړیوال نظم (نړیوال سېکولر نظم) کې ورګډ شي او د اسلامي امارت یوه مهمه کورنۍ دنده دا ده، چې د ترورېزم پر وړاندې مبارزه (د سیاسي اسلام او اسلامي ډلو پر ضد مبارزه) وکړي. هو، همغه د امارت غړي چې پرون یې د تروریست (د غرب ضد او سیاسي مسلمانان) په نامه یادېدل، نن ورځ د هغوی د راتلونکي او رسمیت پېژندلو په بدل کې ترې غوښتل کېږي، چې د خاینو حاکمانو په کاروان کې شامل شي او همغه امریکايي ماموریت پر مخ یوسي، چې ۲۰ کاله مخکې امریکا او د هغوی مزدورو حاکمانو د مسلمانانو پر وړاندې تعقیب کړی و. نن غربي نړۍ له امارت څخه غواړي چې خپل ځان باید پخپله وځپي او مهار کړي، ترڅو یې نړۍ قبول کړي؛ که امارت خپل ځان وځپي، نو غرب به د هغه له مخالفو ډلو څخه ملاتړ ونه کړي. په داسې حال کې چې که اسلامي امارت دغه مسیر ته دوام ورکړي، نو د شیطان او د هغه د غربي مامورینو په کید کې به راګیر وي. د اسلامي امارت پر وړاندې د غرب ماموریت دا دی، چې په نړیوال سېکولر نظم کې یې ګډ کړي او د هغه اسلامي او جهادي ظرفیت په خپل لاس وځپي، ترڅو غرب ورڅخه راضي شي. خو اسلامي امارت ته په وار وار زموږ وړاندیز دا و، چې د امت له اسلامي او جهادي ظرفیتونو او ډلو څخه ګټه واخلي، خلافت اعلان کړي او په سیمه کې پیاوړې اسلامي هسته رامنځته کړي، ترڅو الله سبحانه و تعالی راضي شي؛ ګني مکار دښمن به همدغه داخلي ظرفیت او جهادي ډلې د امارت پر ضد وکاروي.

وَإِن تَتَوَلَّوْا یَسْتَبْدِلْ قَوْمًا غَیْرَكُمْ ثُمَّ لَا یَكُونُوا أَمْثَالَكُم [۴٧: ٣٨]
ژباړه: او که تاسو مخ واړوئ الله (سبحانه و تعالی) به له تاسو پرته بل قوم رامنځته کړي چې ستاسو په څېر نه وي.




   ارسال نظر