Print


  دفتر مطبوعاتی
حزب التحریر
د صدور ګڼه: ۰۱۴/ ۱۴۴۵ ۱۴۴۵ هـ.ق کال، د ربيع الثاني ۲۹مه ۲۰۲۳م کال، د نومبر ۱۳مه

 

مطبوعاتي اعلامیه
په غزه کې زموږ خلک له منځه وړل کېږي؛ خو خاین حکام یې ننداره کوي
په اسلامي امت کې مخلص کسان چیرې دي؟
(ژباړه)

په غزه کې د جګړې په ۳۵مه ورځ، یهودي دولت د غزې ښار منځ کې د روغتون چوک ته څېرمه، چې هلته څلور روغتونونه؛ الرنتسي، النصر، العیون او رواني روغتون دي، خپل ځواکونه او ټانګونه ودرول. ځواکونو یې دغه مرکزونه په داسې حال کې محاصره کړل چې په ځانګړې توګه د اکتوبر له ۷مې راهیسې په ټوله غزه کې د سختې محاصرې له امله په روغتیايي سکتور کې پرېمانه ستونزې راغلې.
سره له دې چې پر روغتیايي تاسیساتو په تېره بیا روغتونونو بریدونه د نړیوالو کنوانسیونونو او قوانینو له مخې منع دي؛ وحشي یهودي دولت په خپل ظلم او خیانت کې له خپل حده تېر شوي او د غزې د روغتونونو چوک یې په نښه کړی. روغتونونو ته د جینیوا څلورم کنوانسیون د ۱۸مې مادې له مخې ځانګړی خوندیتوب ورکړل شوی. د ملکي روغتونونو په نښه کول چې د ټپیانو، ناروغانو، معیوبینو او ښځو درملنه کوي؛ په هیڅ صورت د منلو نه دي. د دغو تاسیساتو باید تل درناوی وشي او خوندي وساتل شي. د دغه کنوانسیون په ۱۹مه ماده کې دا هم راغلي چې "د ملکي روغتونونو خوندیتوب به هیڅ وخت پای نه مومي." روغتیايي کارکوونکي، وسایط، ناروغان او ټپیان ټول د دې خونديتوب تر پوښښ لاندې دي.
یهودي دولت په دغو قوانینو او تړونونو عمل ونه کړ او په ټول کبر او غرور سره یې مات کړل. له دوی څخه همدا تمه وه؛ ځکه چې دا د دوی فرهنګ دی او پر همدې اساس پيژندل کېږي. له ناروغانو او ماشومانو سره يې هيڅ ډول خواخوږي نه کوله. دوی هغه روغتونونه محاصره کړل چې په زرګونو ناروغان، روغتیايي کارکوونکي او بې ځایه شوي خلک – چې ان اوبه او خواړه نه ورته رسېږي- پکې دي. په دې سیمه کې ډیری ښوونځي او د استوګنې ودانۍ هم دي.
دا بې رحمه دولت بېلا بېلې پلمې کوي. دوی ادعا کوی چې د عملیاتو موخه یې د «ترهګرو» او د حماس غورځنګ له منځه وړل دي؛ په داسې حال کې چې دا هسې خبرې دي چې د دغه غورځنګ جنګیالي د غزې د ځینو روغتونونو تونلونه د خپلو مشرانو د اډو په توګه کاروي. ښايي له دې سره غواړي خپل جنایتونه توجې کړي او تر هغو تړونونو لاندې یې راولي چې دوی یې «استثنا» بولي. د دوی قوانین او تړونونه هم سم نه دي؛ ځان له غندنو پرې خلاصولی شي. سره له دې چې د غندنو یا مجازاتو پروا نه لري؛ ځکه د فلسطین د خلکو او ټولو مسلمانانو پر وړاندې جګړه کې یې ټول غرب ملاتړ کوي.
اې اسلامي امته! دا ذلت به تر لکه دوام لري؟ د باطل خلک یو له بل سره مرسته کوي او له اسلام او مسلمانانو سره د مبارزې لپاره سره یو موټی دي او اې د حق خلکو؛ تاسو ولې یو د بل ملاتړ نه کوئ!؟ ملتونه ستاسو پر سر داسې سیالي کوي، لکه څاروي چې د خوړو پر سر سره جنګېږي. د غزې خلک په داسې حال کې له منځه وړل کیږي؛ چې اسلامي امت یې له لرې ننداره کوي. ایا په لوړ اواز دعاوې او اوږدې چغې تر ټولو ستر کار دی چې دوی د غزې د خلکو لپاره کولی شي!؟ غرب له یهودي دولت سره د الوتکو، پوځیانو او تجهیزاتو مرسته کوي؛ نو اسلامي امت ته پکار ده چې غزې ته یوازې ځینې توکي او درمل واستوي!؟ له دوی څخه زموږ ملاتړ باید همداسې وي!؟ ایا بریا ته همداسې رسېږو!؟
په غزه کې د حکومت د رسنیو دفتر د نومبر په ۱۰مه اعلان وکړ چې یهودي دولت د غزې تړانګه کې شاوخوا ۳۲،۰۰۰ ټنه چاودیدونکي توکي او تر ۱۳،۰۰۰ زیات بمونه غورځولي؛ دا په اوسط ډول په هر کیلو متر مربع کې ۸۷ ټنه چاودیدونکي توکي دي. دغه دفتر زیاتوي چې په غزه کې د چاپو او بمباریو له امله تر ۵۰ سلنه ډېر کورونه ویجاړ شوي او ۴۰ زره نور کورونه په بشپړه توګه ویجاړ شوي.
اې د اسلامي امت لښکرو! هغه څه مو نه خپه کوي، چې دا مجرمين یې ستاسو د امت پر بچیانو کوي!؟ دا مو په رګونو کې وینه په جوش نه راولي!؟ نه مو پاروي چې د ژغورنې لپاره یې راووځئ، مرسته ورسره وکړئ او د یهودو دا وحشیانه تیری پر شا وتمبوئ!؟ ایا د دې جرات نه لرئ چې د امت د ماشومانو او ښځو پر وړاندې د روانې ټول‌وژنې مخه ونیسئ!؟
د روغتیا وزارت د اعلان له مخې د غزې په تړانګه کې د یهودو د تېري له پیل راهیسې ۱۸ روغتونونه له خدمتونو وړاندې کولو لوېدلي؛ دوی زیاته کړې چې «یهودي دولت د روغتونونو او طبي کارکوونکو پر وړاندې یو پیچلي جرم ترسره کوي، چې د تیلو او روغتیاي توکو له بنديز څخه پیل شوی او نن دا دي مخامخ په مرمیو او بمباریو روغتونونه په نښه کوي». نو د غزې او فلسطين پر معصومو او ناروغو ماشومانو او خلکو چې داسې حالت روان دی؛ مسلمان حکام چيرې دي!؟ د دوی له مخې نقابونه غورځول شوي؛ دښمن ته د دوی وفاداري او تابعیت او د اړيکو عادي کول په ډاګه شوي. دوی له دښمن سره د خپل امت پر وړاندې ودرېدل او د څوکیو او تختونو په بدل کې یې ځانونه خرڅ کړل. اې اسلامي امته، له دغو خلکو څه تمه لرئ؟ ایا دوی به د الاقصی د ازادولو او د غزې او فلسطین د خلکو د ملاتړ لپاره پوځونه بسیج کړي!؟
اې اسلامي امته: تر څو به چوپ وئ؟ زموږ وروڼه او خویندې تباه کیږي، حکام یې ننداره کوي او لښکرې مو په پوستو کې بندې دي! ایا دا یې وخت نه دی چې تختونه چپه او لښکرې مو بسیج کړئ!؟ اې اسلامي امته: واک ستاسو په لاس کې دی، نو د الله سبحانه وتعالی د دين د ملاتړ لپاره انقلاب رامنځته کړئ او د خاینينو پر ځای صادقان وټاکئ، چې په سمه لار مو روان کړي او د جهالت له تيارو څخه مو را وباسي. د سیکولر پانګوال نظام پر ځای مو د رب د نظام رڼا ته راوباسي چې ستاسو له عقیدې څخه راوتلی.
موږ د حزب التحریرـ مرکزي مطبوعاتي دفتر د ښځو برخه د دغه امت له هر مخلص فرد څخه غوښتنه کوو چې د واک او ځواک پر خاوندانو غږ وکړي چې د دغه جنایتکار دولت له لوري د ترسره شوو ټول‌وژنو د مخنیوي لپاره بیړنی اقدام او کار وکړي؛ د خپل امت له خلکو سره کار وکړي چې د دغه سیکولر نظام جرړي وباسي او د الله سبحانه و تعالی د احکامو له مخې اسلامي ژوند بیا پیل کړي چې الله سبحانه و تعالی د نړۍ لپاره د رحمت په توګه رالیږلي. الله سبحانه وتعالی ژمنه کړې چې د هر هغه چا ملاتړ کوي (نصرت ورکوي) چې د هغه سبحانه وتعالی ملاتړ کوي؛ نو د الله سبحانه وتعالی لپاره دا کار وکړئ.

 [إنَّا لَنَنْصُرُ رُسُلَنَا وَالَّذِينَ آمَنُوا فِي الْحَيَاةِ الدُّنْيَا وَيَوْمَ يَقُومُ الأَشْهَادُ] [غافر: ۵۱]
ژباړه: «باور ولرئ چې موږ د خپلو پیغمبرانو او مومنانو مرسته هرو مرو د دې دنیا په ژوند کې هم کوو او په هغه ورځ به یې هم وکړو چې کله شاهدان ولاړ وي.»
د حزب التحريرـ مرکزي مطبوعاتي دفتر د ښځو برخه
ژباړن: محمد حامد




   ارسال نظر