د اونۍ خبره: د رسمیت پېژندنې لپاره د ملګرو ملتونو نقشه او که د اسلامي امارت لپاره لومه؟
11/25/2023 | لیکوال: ابراهیم منیب

Print


د روان کال د لړم میاشتې په ۲۶مه، د افغانستان په چارو کې د ملګرو ملتتونو سازمان استازی او همغږي کوونکی، فریدون سنرلي اغلو د امنیت شورا د غړو په وړاندیز، یو تفصیلی راپور وړاندې کړ چې په هغه کې له اوسنیو نړیوالو سیستمونو سره د افغانستان د بیا یوځای کېدو وړاندیز او سپارښتنه شوې ده. دا راپور په څو برخو کې جوړ شوی؛ هغه څه چې له ترهګرۍ سره مبارزه ګڼل کیږي، د ښځو او نجونو حقونه، ملي خبرې اترې، ټول‌ګډونه حکومت او له نړیوالې ټولنې سره د افغانستان د بیا یوځای کېدو لپاره نقشې تر سرلیک لاندې وړاندیزونه. یاد راپور په داسې حال کې چمتو کیږي چې افغانستان له دوو کلونو راهیسې د نظامي اشغال له منګولو خلاص شوی او ا.ا.ا عملاً پر افغانستان حاکمیت لري. دغه راپور او امنیت شورا ته یې وړاندیزونه ښيي چې د امریکا په مشرۍ نړیواله ټولنه او اړوند سازمانونه یې په دې هڅه کې دي چې افغانستان او ا.ا.ا د خپلو ګټو او ارزښتونو په خوندي کوونکو مسیرونو کې تر اغېز لاندې راولي. د همدې لپاره د ا.ا.ا تر واکمنۍ او د اشغالګرو تر تېښتې وروسته؛ ملګرو ملتونو او د ملګرو ملتونو د امنیت شورا په څېر نړیوال سازمانونه چې د امریکا او غرب تر اغېز لاندې؛ هڅه کوي چې په افغانستان کې د خپلو غوښتنو، ګټو او ارزښتونو د ځای پر ځای کولو لپاره بدیلې لارې ولټوي.
د ملګرو ملتونو د استازي په دغه راپور او وړاندیزونو کې داسې مطالب او موضوعات شته چې دوی غواړي د یاد سازمان او امنیت شورا د پټو ځنځيرونو په توګه یې د ا.ا.ا د زنداني کولو لپاره وکاروي. په دغه راپور کې د افغانستان د رسمیت پېژندنې او له نړیوال نظم سره يې د یوځای کېدو لپاره اصلي غوښتنه د ا.ا.ا لخوا د ملګرو ملتونو سازمان د اصولو او قواعدو منل دي. هغه اصول او قواعد چې تر دویمې نړیوالې جګړې وروسته د د دغې جګړې د لویو قدرتونو او ګټونکو، په ځانګړې توګه امریکا لخوا جوړ شوي. دا د یوه داسې نظم قواعد او اصول دي چې اساساً سیکولر دی او نړیوال ورته رابولي. د دغو اصولو له ډلې یو د بشري حقونو نړیواله اعلامیې منل یاد شوي؛ یعنې په دغه راپور کې یې د ا.ا.ا د رسمیت پېژندنې موضوع د یادې اعلامیې په منلو پورې مشروطه کړې. دا اعلامیه له بېخه له ژوند څخه د دین پر حذفولو تکیه کوي. د ملګرو ملتونو او د دغه سازمان د بنسټګرانو په اند، دا اعلامیه تر هر سپېڅلي متن، ان تر وحیې هم سپېڅلې ده. دا هغه متن او مواد دي چې د ا.ا.ا د رسمیت پېژندنې اړتیا بلل شوې ده.
په دغه راپور کې د ښځو او نجونو د حقوقو مسله د اسلامي اصولو او اعتقاداتو پر بنسټ د افغانستان د مسلمانو خویندو د تعلیم او روزنې لپاره نه؛ بلکې د افغانستان د ځوان نسل په شخصیت کې د سیکولر ارزښتونو بنسټیز کولو او دغو ارزښتونو د داوم لپاره ده. د ملګرو ملتونو او نورو نړیوالو سازمانونو په هېڅ راپور کې د اسلامي ارزښتونو پر بنسټ د تعلیم او روزنې په هکله څه نه دي ویل شوي؛ بلکې د تعلیم او کار حق د اصطلاحاتو په کارولو د سیکولر ارزښتونو د تحمیل په لټه کې دي چې د غرب په ملاتړ یې ملګري ملتونه ملاتړي دي. د ملګرو ملتونو لخوا د دغو هڅو موخه دا ده چې اوسنیو نړیوالو قوانینو او اصولو ته د ا.ا.ا پر تمایل پوه شي.
له «ترهګرۍ» سره د مبارزې مسله له داسې اسلامي ځواک څخه د وېرې له امله ده چې په افغانستان او سیمه کې اوسنی نړیوال او سیمه‌ییز نظم وننګولی شي. امریکا، اروپا او د ملګرو ملتونو په امنیت شورا کې نور کفري قدرتونه د افغانستان د استعماري پولو د ماتولو او ورسره د ګاونډیو هېوادونو د یوځای کېدلو له ظرفیت څخه تر اوسه وېره لري. له همدې امله هغه څه ته ترهګري وايي چې د استعمارګرو قدرتونو او متحدینو ګټې او پایښت له ګواښ سره مخ کوي او دا د ا.ا.ا د رسمیت پېژندنې لپاره یوه اساسي موضوع ګڼي. هغوی له دې هڅې سره غواړي ا.ا.ا په سیمه کې پر یوه ځواک بدل نه شي او خپل توان او ځواک له هغه څه سره پر مبارزې ولګوي چې دوی یې ترهګري بولي. دا د امریکا او ملګرو ملتونو د نورو قدرتونو خورا خطرناکه پالیسي ده چې ا.ا.ا د جهاد في سبیل الله له داعیې او له افغانستان څخه بهر د مظلومو مسلمانانو له ملاتړ څخه لرې کړي.
ملي خبرې اترې او ټولګډونه حکومت د دغه راپور یوه برخه ده چې هغه یې د ا.ا.ا د رسمیت پېژندنې او د افغانستان د بیا ادغام شرط ګڼلی دی. د ملي خبرو اترو او ټول‌ګډونه حکومت کیسه له حکومت څخه بهر څېرو له لارې د سیاسي نفوذ لپاره وسیله ده چې د هغوی له شتون سره امنیت شورا خپل رضایت ښيي. دا مسله له پخوا راهیسې غربي او شرقي محافلو د افغانستان په اړه ویلې. د دغې مسلې وړاندې کول پخپله په افغانستان کې د قومي او مذهبي کړکېچونو رامنځته کول دي چې د جمهوریت له شل کلنې دورې سره ډېر زیاته شوي وو. د ملي خبرو اترو او ملي پخلاینې یادونه په حقیقت کې د یو بل منلو له لارې د ا.ا.ا یو ډول کمزوري کول دي. د ملګرو ملتونو او امنیت شورا په اند هغه څه چې د افغانستان خلک یو ځای کوي، د اسلامي نظام تر نامه لاندې دولت نه، بلکې ملي دولت دی. خو په واقعیت کې اسلامي ارزښتونه  او اسلامي عقیده ده چې سلګونه کلونه یې د دې خاورې او نورو اسلامي خاورو خلک په یوه هویت، یعنې امت بدل کړي دي. د ټول‌ګډونه حکومت او ملي خبرواترو معنی د امت په چوکټ کې ورورولۍ او اسلامي ورورولۍ شاته غورځول دي. په دغه پلان کفري قدرتونه غواړي د ملګرو ملتونو له لارې افغانستان کمزوری کړي او یو ځل بیا په اسانۍ د افغانستان پر وضعیت کنټرول او نفوذ ولري.
مهمه خبره د افغانستان ننګونې او ستونزې دي چې د ملګرو ملتونو لخوا د ا.ا.ا له رسمیت پېژندنې سره نه حل کیږي. امریکا، اروپا او په ټوله کې ناټو په افغانستان کې ۲۳ کاله د جمهوریت تر نامه لاندې داسې دولت ته مشروعیت ورکړی او په رسمیت پېژندلی و چې د هر کال د ارزونې په پایله کې به یو ناکام دولت ګڼل کېده. که د ملګرو ملتونو او سیکولر نظام لخوا مشروعیت ورکولو د هر هېواد ستونزې حل کولی؛ نن به د ملګرو ملتونو ټولو غړو دولتونو مناسب وضعیت درلود. په داسې حال کې چې داسې نه ده. همدا اوس په ملګرو ملتونو کې داسې هېوادونه غړیتوب لري او په رسمیت پېژندل شوي چې د خپلو خلکو د ورځنۍ اړتیاوې نه شي پوره کولی او بېوزله هېودانونه ګڼل کېږي. ضعیف اقتصاد او ورو وده د دغو هېوادونو نښې دي. هغه څه چې نن ملګري ملتونه او امنیت شورا له ا.ا.ا څخه د هغو منل غواړي، ا.ا.ا ته د جمهوریت جامو له ور په تن کولو پرته بل څه نه دي. هغه جمهوریت چې ا.ا.ا د هغه او د هغه د غربي ملاتړوپر وړاندې جهاد او د اسلامي نظام د قایمولو لپاره مقاومت کړی دی. خو اوس دا هماغه د پاشل شوي جمهوریت ملاتړي دي چې هڅه کوي ا.ا.ا د رسمیت پېژندنې په پلمه خپل لوري او د لویو قدرتونو او هغو د ارزښتونو لوري ته ور کوږ کړي. په دغه راپور کې یادو شوو وړاندیزونو او سپارښتنو ته تمایل په حقیقت کې جمهوري او سیکولر ارزښتونو او د امریکا په مشرۍ اوسني سیکولر نظام ته تمایل او د هغو منل دي. دا پخپله د دې خاورې د شهیدانو وینو او مجاهدینو ته شا کول دي. نو باید د ملګرو ملتونو د امنیت شورا په دغې لومه کې ګیر نه شو؛ تقوا وکړو او هوښیار اوسو؛ که داسې نه وي نو الله سبحانه و تعالی به بله معامله وکړي. الله سبحانه و تعالی له متقیانو سره دی.

وَإِنْ تَتَوَلَّوْا يَسْتَبْدِلْ قَوْمًا غَيْرَكُمْ ثُمَّ لا يَكُونُوا أَمْثَالَكُمْ
[محمد: ۳۸]
ژباړه: «او که مخ واړوئ [هغوی ته متمایل شئ]، الله تعالی به بل څوک ستاسو ځایناستي کړي چې ستاسو په څېر [هغوی ته متمایل] نه وي.»





   ارسال نظر