Print


  دفتر مطبوعاتی
حزب التحریر
د صدور ګڼه:۰۰۵/۴۵ ۱۴۴۵ هـ.ق کال، د ربيع الاول ۲۵مه ۲۰۲۳م کال، د اکټوبر۱۰مه

 

مطبوعاتي اعلامیه
اې د مسلمانانو لښکرو: د نبوت پر منهج دویم راشده خلافت د تاسیسولو لپاره طوفان اعلان کړئ
(ژباړه)

په غزه کې روغتیا وزات د ۲۰۲۳م کال د اکتوبر په ۹مه اعلان وکړ چې د یهودي دولت لخوا د شنبې سهار راهیسې پیل شوې جګړه کې د ۱۴۰ ماشومانو او ۲۰۵ ښځو په ګډون ۶۸۷ تنه شهیدان شوي او ۳۷۲۶ تنه ټپیان؛ د دغو قربانیانو ۱۰٪ ماشومان دي. لسګونو زره فلسطیني کډوال د ملګرو ملتونو د مرستې او کار ادارې UNRWA)) سره تړلو ښوونځیو ته بې ځایه شوي. (دا ارقام د اعلامیې د لیکلو تر وخت پورې دي)
دغه ډارن او  جنايتکاره دولت د غزې پر ملکي خلکو په تېره بيا ښځو او ماشومانو خپله غوسه سړوي؛ کورنۍ له منځه وړي، ټپي کوي یې، بې ځايه کوي یې، کورونه او شتمنۍ يې له منځه وړي او ان پر هغو ښوونځيو بمباري کوي او هغه ځایونه او زیربناوې ویجاړوي چې دوی پناه ور وړې. دا هر څه وروسته له هغه پیښیږي چې یوې وفادارې ډلې د یهودي دولت او دغه کمزوري کور ړنګېدل په ډاګه کړل؛ دغه یهودي دولت ته دننه شول او د دوی پر لیکو او اوسېدنځایونو یې برید وکړ؛ ویې وژل او ټپیان یې کړل، ژوندي یې ونیول او زیانونه یې ور واړول. الله سبحانه وتعالی فرمايي:

[لأنْتُمْ أَشَدُّ رَهْبَةً فِي صُدُورِهِمْ مِنَ اللهِ ذَلِكَ بِأَنَّهُمْ قَوْمٌ لا يَفْقَهُونَ * لا يُقَاتِلُونَكُمْ جَمِيعاً إِلا فِي قُرًى مُحَصَّنَةٍ أَوْ مِنْ وَرَاءِ جُدُرٍ بَأْسُهُمْ بَيْنَهُمْ شَدِيدٌ تَحْسَبُهُمْ جَمِيعاً وَقُلُوبُهُمْ شَتَّى ذَلِكَ بِأَنَّهُمْ قَوْمٌ لا يَعْقِلُونَ]
ژباړه: د دوی په زړونو کې له الله سبحانه وتعالی څخه ډېره ستاسو ویده ده، ځکه چې دا داسې خلک دي چې پوهه او درک نه لري. دوی (یهودان) به هېڅکله په راجمع کېدلو (میدان کې) ستاسو سره مقابله ونه کړي. که جنګیږي وهم، نو په کلا بندو کلیو کې به په کېناستلو یا د دېوالونو تر شا په پټېدلو سره وجنګیږي. دوی په خپلو منځونو کې سخت مخالفت لري. تاسو فکر کړئ چې دوی سره متحد دي، خو د دوی زړونه یو له بله بېزاره شوي ده او دا د دوی د بېعقلۍ له امله دی. [حشر: ۱۳-۱۴]  

 اې اسلامي امته: فلسطین او الاقصی ستاسو د عقیدې برخه ده. د خپلو خلکو د ملاتړ لپاره حرکت کول او د رسول الله صلی الله علیه وسلم د اسرا له ځای څخه دفاع کول پر تاسو فرض دي.  په لښکرو کې خپل زامن وهڅوئ چې خپلو مظلومو وروڼو ته د نصرت لپاره حرکت وکړي او د خپل پیغمبر صلی الله علیه وسلم د اسرا ځای ازاده کړي. د مزدورو او غلامو واکمنانو زنځیرونه مات کړي او هغه خیالي پولې ونړوي چې دوی د امت د تفرقې او پاشلو لپاره جوړې کړې دي.
اې د مسلمانانو د لښکرو مخلصو افسرانو: تاسي وليدل چي د يهودو وجود د غڼې له ځالې څخه هم کمزورى دى او د مجاهدينو يوې ډلې دومره زیان ور واړاوه. اوسېدنځایونو ته یې ورننوتل او د دوی په زړونو کي يې سخته وېره واچوله. نو که چېرې تاسو، چې ټانکونه او الوتکې لرئ، حرکت وکړئ، حالت به یې څنګه وي!؟ یهودي دولت به یو ساعت هم دوام ونه شي کړی او له منځه به ولاړ شي! ايا ستاسو روحونه د فتحو په تمه نه دي؛ نه غواړې چې نومونه مو د هغو کسانو په پاڼو کې وليکل شي چې د الله سبحانه وتعالی دين ته یې نصرت ورکړی؛ لکه سعد بن معاذ، خالد بن وليد او المتصم!؟ کله چې دغه ډارن ظالمان ستاسو د پیغمبر صلی الله علیه وسلم د اسرا ځای سپکاوی کوي او هلته پر مېرمنو بریدونه کوي؛ نو وینه مو نه ورته راخوټېږي!؟ آیا تاسو د هغو مجرمینو اطاعت کوئ چې له الله سبحانه وتعالی او د هغه له رسول صلی الله علیه وسلم سره یې خیانت کړی او له جنایتکارو یهودانو سره یې اړیکې عادي کړې؛ ان له دوی څخه یې ساتنه کړې او دوی ته یې د امریکایي مرستو د رسولو لپاره خپلې هډې او هېوادونه ورکړي دي. ایا تاسو د هغه رب العالمین اطاعت نه کوئ چې تاسو ته د خپلو مظلومو وروڼو د ملاتړ امر کوي!؟

﴿وَإِنْ اسْتَنْصَرُوكُمْ فِي الدِّينِ فَعَلَيْكُمْ النَّصْرُ﴾
ژباړه: که چېرې دوی د دین په اړه له تاسو څخه نصرت وغواړي، نو تاسو باید دوی ته نصرت ورکړئ.[انفال: ۷۲]

ستاسو دا غفلت او بې کفایتي به څومره دوام وکړي!؟ په الله قسم چې زموږ روحونه د فتحې او آزادۍ له لښکر څخه د «الله اکبر» نارو اوریدلو ته سخت په تمه دي. د هغې ورځې له هیبته به دغه ډارن دولت خپلې شیطاني زمزمې هیرې کړي. ايا ستاسو روح د دغې لویې صحنې لیدلو هیله نه لري!؟ رب ته مو خپلې نیکۍ ښیئ او د نبوت پر منهج دویم راشده خلافت د تاسیسولو لپاره خپل طوفان اعلان کړئ.

[يَا أَيُّهَا الَّذِينَ آمَنُوا مَا لَكُمْ إِذَا قِيلَ لَكُمُ انْفِرُوا فِي سَبِيلِ اللهِ اثَّاقَلْتُمْ إِلَى الْأَرْضِ أَرَضِيتُمْ بِالْحَيَاةِ الدُّنْيَا مِنَ الْآخِرَةِ فَمَا مَتَاعُ الْحَيَاةِ الدُّنْيَا فِي الْآخِرَةِ إِلَّا قَلِيلٌ * إِلَّا تَنْفِرُوا يُعَذِّبْكُمْ عَذَاباً أَلِيماً وَيَسْتَبْدِلْ قَوْماً غَيْرَكُمْ وَلَا تَضُرُّوهُ شَيْئاً وَاللهُ عَلَى كُلِّ شَيْءٍ قَدِيرٌ]
ژباړه: اې مومنانو پر تاسو څه شوي دي، کله چې تاسو ته د الله سبحانه وتعالی په لاره کې د وتلو (جهاد) وویل شي، نو تاسو په ځمکه درانده کېنئ؟ ایا تاسو د اخرت په پرتله د دنیا ژوند ته لومړیتوب ورکوئ؟ که چېرې داسې وی، نو خبردار اوسې چې د دنیا د ژوند ټول وسایل د اخرت په پرتله هېڅ ارزښت نه لري، مګر ډېر لږ. که تاسو (جهاد) ته نه ځئ، نو الله سبحانه وتعالی به تاسو ته ډېر درناک عذاب درکړي او د تاسو پر ځای به بل قوم راپورته کړي او تاسو به الله سبحانه وتعالی ته هېڅ زیان ونه شئ رسولی. الله سبحانه د هر څه د ترسره کولو قدرت لري. [توبه:۳۸-۳۹]
د حزب التحریر مرکزي مطبوعاتي دفتر
 ښځو برخه




   ارسال نظر