د انجنیر اسماعیل الوحواح (ابو انس) د مړینې په مناسبت د حزب التحریر د امیر د خواخوږۍ پیغام
بسم الله
الرحمن الرحيم
(ژباړه)
[مِنَ الْمُؤْمِنِينَ رِجَالٌ صَدَقُوا مَا
عَاهَدُوا اللهَ عَلَيْهِ فَمِنْهُمْ مَنْ قَضَى نَحْبَهُ وَمِنْهُمْ مَنْ
يَنْتَظِرُ وَمَا بَدَّلُوا تَبْدِيلًا]
ژباړه: «په مومنانو کې داسې شخصیتونه شته چې له الله سره یې
کړې ژمنه رښتیا کړې ده: له هغو څخه چا خپل پیمان پوره کړ او څوک یې د وخت راتلو ته
په تمه دي. هغوی په خپل عهد او پیمان کې هېڅ بدلون را نه وست (او په خپل کار کې لږ
هم کاږه نه شول)». [احزاب: ۲۳]
د حزب التحریر امیر ټولو مسلمانانو
او په ځانګړې توګه د حزب التحریر شبابو ته د محترم ورور، ابو انس پر مړینه د
خواخوږۍ مراتب وړاندې کوي. مرحوم پنجشنبه د ۲۰۲۳م کال، د مې میاشتې په ۱۸مه، د سهار
لمانځه مهال په اسټرالیا کې وفات شو.
ابو انس رحمه الله د امیر د
دفتر غړی او د حزب له ارکانو څخه و. مرحوم د بې عدالتۍ پر وړاندې د مقاومت او د حق
په لار کې د ټینګې مبارزې اوږده سابقه لري؛ په دغې لاره کې ستونزو، کړاوونو او په
زندانونو کې د ظالمانو ځورولو هېڅکله متزلزل نه کړ، بلکې لا یې پیاوړی کړ.
په دې دنیا کې یې سترګو د رسول
الله صلی الله علیه وسلم رایه بیرغ ته کتل... او په اخرت کې، لکه څنګه چې الله
سبحانه وتعال فرمایي.
[إِنَّ الْمُتَّقِينَ فِي جَنَّاتٍ
وَنَهَرٍ * فِي مَقْعَدِ صِدْقٍ عِنْدَ مَلِيكٍ مُقْتَدِرٍ]
ژباړه: «له نافرمانۍ ډډه کوونکي (پرهیزګاران) به په باوري توګه
به باغونو او ویالو کې وي؛ (دا جنت) د ډېر مقتدر باچا (الله تعالی) پر وړاندې د
رښتینې عزت ځای دی.» [قمر: ۵۴-۵۵]
الله سبحانه و تعالی دې زموږ پر
ورو ورحمېږي او په جنت کې یې دې له پیغمبرانو، صدیقینو، شهداوو او صالحینو سره
محشور کړي. زموږ، د مرحوم کورنۍ او ټولو مسلمانانو ته له الله سبحانه و تعالی څخه
دغه حالت غواړو چې فرمايي:
[الَّذِينَ إِذَا أَصَابَتْهُمْ
مُصِيبَةٌ قَالُوا إِنَّا للهِ وَإِنَّا إِلَيْهِ رَاجِعُونَ * أُولَئِكَ عَلَيْهِمْ
صَلَوَاتٌ مِنْ رَبِّهِمْ وَرَحْمَةٌ وَأُولَئِكَ هُمُ الْمُهْتَدُونَ]
ژباړه: «هغه کسان چې کله
کوم مصیبت پرې راشي، نو ووایي: موږ د الله (سبحانه و تعالی) یو او د هغه (سبحانه و
تعالی) لوري ته ورګرځېدونکي یو. دا همغه کسان دي چې د دوی د رب له لوري پرې بښنه
او رحمت دی او همدا کسان د سمې لارې موندونکي دي» [بقرة:۱۵۶- ۱۵۷]
الله سبحانه وتعالی دې تاسو د
خپل پراخه رحمت تر سیوري لاندې راولي، اې ابو انسه ... موږ یوازې هغه څه وایو چې پیغمبر
صلی الله علیه وسلم د خپلو سترګو تور، خپل زوی، ابراهیم پر مړینه ویل:
«إِنَّ الْعَيْنَ تَدْمَعُ وَالْقَلْبَ
يَحْزَنُ وَلَا نَقُولُ إِلَّا مَا يَرْضَى رَبُّنَا وَإِنَّا بِفِرَاقِكَ يَا
إِبْرَاهِيمُ لَمَحْزُونُون»
ژباړه: «سترګې ژاړي او زړه
خپه دی، خو موږ یوازې هغه څه وایو چې زموږ رب پر راضي کېږي، له تا څخه په جلا کېدو
خواشیني یو اې ابراهیمه.» [بخاري، مسلم]
الله سبحانه وتعالی دې پر تاسو
ورحمېږي اې زموږ د لارې ملګریه، ابو انسه. انا لله و انا الیه راجعون، بې شکه چې
موږ د الله سبحانه و تعالی یو او د هغه لور ته ورګرځو.
ستاسو ورور او
د لارې ملګری
شیخ عطا بن خلیل ابو الرشته
د حزب التحریر
امیر
۱۴۴۴ هـ.ق کال
د شوال ۲۸مه
۲۰۲۳م کال، د
مې ۱۸مه