Print


  دفتر مطبوعاتی
حزب التحریر
د صدور ګڼه: ۳۴/ ۱۴۴۱ ۱۴۴۴هـ.ق کال، د شوال ۱ ۲۰۲۳م کال، د اپرېل ۲۱مه

 

مطبوعاتي اعلامیه
د ۱۴۴۴ هـ.ق کال، د شوال میاشتې د رارسیدو اعلان او د کوچني اختر مبارکي

الله اکبر، الله اکبر، الله اکبر، لا اله الاالله والله اکبر، الله اکبر و للله الحمد
بسم الله الرحمن الرحیم. الحمد للله رب العالمین، والصلاة و السلام علی اشرف الانبیاء والمرسلین مولانا محمد و علی آله و اصحابه اجمعین
بخاري په خپل صحیح کې له محمد بن زیاد څخه روایت کړی چې وايي: ما له ابو هریره رضی الله تعالی عنه څخه اوریدلي چې وایي: رسول الله صلی الله علیه وسلموفرمایل، یا ابو القاسم رضی الله تعالی عنه وفرمایل:

«صوموا لِرُؤيتِهِ وأَفْطِرُوا لرؤيتِهِ فإنْ غُـبِّيَ عليكم فَعُدُّوا ثَلَاثِينَ»
ژباړه: «د میاشتې په لیدو سره روژه ونیسئ او د میاشتې په لیدو یې ماته کړئ او که اسمان ورېځ و، دېرش ورځې پوره کړئ.»

د جمعې په سپېڅلې شپه کې د شوال د نوې میاشتې له پلټلو وروسته په ځينو اسلامي خاورو کې له شرعي شرایطو سره سم د شوال میاشتې لیدل تایید شوي؛ نو سبا جمعه د شوال میاشتې لومړۍ نېټه او د نیکمرغه کوچني اختر لومړۍ ورځ ده.
حزب التحریر د کوچني اختر په مناسبت ټول اسلامي امت ته د زړه له تله مبارکي وايي او له الله سبحانه و تعالی څخه غواړي چې راتلونکی کال اختر په داسې حال کې راشي چې د الله سبحانه و تعالی نظام تاسیس شوی وي؛ دین یې حاکم او بیرغ یې رپاند وي. دغه راز د ځان، د حزب التحریر مرکزي مطبوعاتي دفتر رییس، او ټولو هغو وروڼه او خویندو له لوري چې په ادارو او څانګو کې یې د حزب التحریر له امیر، جلیل القدر عالم شیخ عطأ بن خلیل ابوالرشته حفظه الله سره پر کار بوخت دي، ټولو ته د کوچني اختر مبارکي وایم او له الله سبحانه وتعالی څخه غواړم چې زموږ امیر ته د پیغمبر صلي الله علیه وسلم د زېري، د نبوت پر منهج د دویم راشده خلافت د تاسیس لپاره د دغه دعوت په رهبرۍ کې توفیق ورکړي.
یوه ډېره ښایسته صحنه چې یو انسان یې لیدلی شي، دا ده چې مسلمانان د اختر له لمانځه وروسته سره راټولېږي او یو بل ته لاسونه ورکوي، څېرې یې په امېد او ډاډ ځلېږي او د ماشومانو خوښي یې دا فضا نوره هم له خوښیو ډکوي. کوچنی اختر نه یوازې دا چې د مسلمانانو لپاره یو کلنی جشن دی، بلکې د ریښتینې خوښۍ او نېکمرغۍ تاریخ دی، چې د ورځې له خوا د روژې او د شپې له خوا قیام تر هڅو وروسته هغه څه ته رسېږي، چې الله سبحانه وتعالی پرې خوشاله کېږي. له ابو هریرة رضی الله تعالی عنه څخه روایت دی، چې رسول الله صلی الله علیه وسلم وفرمایل:

«قَالَ اللَّهُ عَزَّ وَجَلَّ: كُلُّ عَمَلِ ابْنِ آدَمَ لَهُ إِلَّا الصِّيَامَ، هُوَ لِي وَأَنَا أَجْزِي بِهِ»
ژباړه:«الله عز وجل فرمايي: له روژې پرته، د انسان هر عمل د خپل ځان لپاره دی. روژه زما لپاره ده او زه یې اجر ورکوم.» په اسلام کې د مسلمانانو لپاره د دغې خوښۍ مفهوم بېل خوند لري.

نن ورځ بشریت هغې هوساینې ته سخته اړتیا لري، چې اسلامي نظام یې نه یوازې د اختر په ورځو کې، بلکې د ژوند په ټول برخو کې له ځان سره راوړي. کافر ښکېلاکګر غرب خپل او د نړۍ خلک په سیمه‌ایزو او نړیوالو جګړو، اقتصادي او ان روغتیايي ناورینونو ستړي کړي دي. غرب د سرچینو د انحصار لپاره د خلکو بدمرغي د هدف او له ژوند څخه د دین بېلوالی د یوې عقیدې په توګه غوره کړې ده. په دې توګه یې انسان له انساني ژوند او هوساینې بې برخې کړی. نو (د خلکو) ژوند په شهواتو کې په ساه اخیستو، یوه لمړۍ ډوډۍ پسې په منډو وهلو او له جګړې او ځورونې څخه په تښتېدلو بدل شوی دی. الله سبحانه وتعالی فرمايي:

﴿وَمَنْ أَعْرَضَ عَن ذِكْرِي فَإِنَّ لَهُ مَعِيشَةً ضَنكاً﴾
ژباړه:«او څوک چې زما له ذکر څخه مخ واړوي، د هغه لپاره به په دنیا کې تنګ ژوند وي او د قیامت په ورځ به موږ هغه ړوند راپاڅوو.» [طه: ۱۲۴]

اې مسلمانانو!
د اسلام پيغام ستاسو پر اوږو یو مسولیت دی، د الله سبحانه و تعالی له لوري وجیبه ده او زموږ د پېشوا، پيغمبر صلی الله علیه وسلم میراث دی؛ ټول یې باید تر نړیوالو ورسوو. الله سبحانه وتعالی فرمايي:

﴿وَكَذَلِكَ جَعَلْنَاكُمْ أُمَّةً وَسَطاً لِّتَكُونُواْ شُهَدَاء عَلَى النَّاسِ وَيَكُونَ الرَّسُولُ عَلَيْكُمْ شَهِيداً﴾
ژباړه: «او په همدې ډول موږ یو امت وسط (غوره امت) ګرځولي یاست چې تاسو پر نړیوالو شاهدان او پيغمبر پر تاسو شاهد واوسې.» [بقرة: ۱۴۳]

نو دا بې انصافي ده چې په دې نړۍ کې اسلام پلی نه شي. د دولت تاسیسېدو سره به اسلامي امت د خپلو ټولو دورو په څېر د بشریت پناه‌ځای وګرځي او ټول مستضعفان به پناه وروړي. په نړۍ کې به عدالت او اسلامي نظام وي او که د خدای خوښه وه، تر هغه به همداسې پاتې شي چې مسلمانان ټوله نړۍ فتح او اسلام پکې خپور کړي.
اې مسلمانانو، اې د ځواک او ملاتړ اهله!
دا د بشریت په حق کې ستر ظلم دی چې په ژوند کې یې اسلام نه پلی کېږيي. پانګوال نظام پر خلکو خپل کار وکړ او  د خلافت تر سیوري لاندې اسلامي امت پرته، څوک نشته چې نړۍ له دغې بلا او سختې ناروغۍ خلاصه کړي. هغه خلافت چې یو وخت سیاسي ځواک و او د نړۍ چارې یې پرمخ وړې. نن بیا هم اسلامي امت چمتو دی چې همغه امت شي؛ د خلافت پروژه د جلیل القدر عالم، شیخ عطأ بن خلیل ابو رشته په رهبرۍ د حزب التحریر په لاسونو چمتو ده او د حزب التحریر غړي د اسلامي امت د ښارونو په مرکزونو او ټوله نړۍ کې ورسره دي. ستاسو امت، چې کورونه یې ویجاړ شوي، وینې یې تویې شوې او عزت او حرمت یې تر پښو لاندې شوی، له تاسو غواړي چې له ظالمانو يې وژغورئ.
حزب التحریر له خپل روښانه فکر او د خلافت له پلان سره د خپلو غړو په استقامت د هغو ناوړه حاکمانو پر وړاندې ولاړ دی، چې تاسو یې د کمزوري او بیچاره حکومت پروړاندې چوپ یئ. نو ایا د هغه ځواب ورکولی شئ؟ اې د اسلامي امت سرتېرو، الله سبحانه وتعالی فرمايي:

﴿وَالَّذِينَ آوَواْ وَّنَصَرُواْ أُوْلَئِكَ هُمُ الْمُؤْمِنُونَ حَقّاً لَّهُم مَّغْفِرَةٌ وَرِزْقٌ كَرِيمٌ﴾
ژباړه: «کومو خلکو چې ایمان راوړ او د الله تعالی په لاره کې یې هجرت او جهاد وکړ او کوم خلکو چې پناه ورکړه او مرسته یې وکړه همدوی رښتیني مومنان دي. د هغو لپاره بښنه او ډېره ښه روزي ده.» [انفال: ۷۴]

الله اکبر، الله اکبر، الله اکبر، لا اله الاالله والله اکبر، الله اکبر و للله الحمد
والسلام علیکم و رحمة الله و برکاته – اختر مو مبارک شه
د جمعې شپه – د ۱۴۴۴هـ.ق کال د شوال میاشتې لومړۍ نېټه چې د ۲۰۲۳م کال د اپرېل له ۲۱مې سره سمون خوري.
انجنیر صلاح الدین عضاضه
د حزب التحریر مرکزي مطبوعاتي دفتر مشر
ژباړه: فریدون محتاط




   ارسال نظر