د نېکمرغه فطر عید د مبارکۍ پیغام
04/20/2023 | سيف الله مستنیر د حزب التحریر ولایه افغانستان د مط

Print


اسلام علیکم ورحمة الله وبرکاته!
‎د حزب التحریر - ولایه افغانستان مطبوعاتي دفتر د نړۍ ټولو مسلمانانو او په ځانګړې توګه د اسلام د لارې دعوتګرانو، مبارزینو او مجاهدینو ته د فطر عيد مبارکي وايي او منان رب ته د دعا لاسونه پورته کوي چې زموږ او ستاسو طاعات، عبادات، روژې، قیام او هغه زحمتونه چې د الله سبحانه وتعالی په لاره کې مو ګاللي دي، قبول کړي.
سږ کال یو ځل بیا د فطر عيد په داسې حال کې راځي، چې نړیوال رسالت مو نیمګړی پاتې دی. هغه د واحد، شاهد، وسط او خير امت رسالت؛ چې له امله به یې اسلام اقامه کيږي او پر نورو اديانو او مفکورو باندې به غلبه مومي.
د خورا غوره امت په توګه مو لا هم د بشریت د هدایت او رهبرۍ لپاره کافي وړتيا نه ده پیدا کړې؛ برعکس د عزت او قدرت پر ځای پر ذلت اخته یو. لا هم په سیاسي او جغرافیايي تفرقه کې ژوند کوو؛ کفر د نړیوالې عقیدې او مفکورې په توګه پر امت ولکه لري او بشپړ اسلام د قدرت پر ګدۍ نه لیدل کېږي؛ لاهم هغسې دارالاسلام نشته چې زموږ سر، مال، نوامیس او مقدسات په کې په امن وي؛ لاهم د ټول امت په سطحه داسې امام او خلیفه نشته چې تر شا یې جهاد او فتوحات ترسره شي.
موږ هر کال خپل اختر د فلسطینۍ خور په چیغو پيلوو، چې د یهودي دولت له ظلم او تېري څخه د «وامعتصما» نارې وهي. دې ته ورته زموږ ميليونونه اویغوري وروڼه او خويندې تر هغه شکنجه کېږي څو له اسلامي عقيدې څخه واوړي او نور ونه وايي چې زما رب یوازې الله دی. بلې خوا ته صليبي اروپا د قرآن سوځونې نندارې جوړوي او په هند کې زموږ مسلمانه خور د خپل حجاب د ساتنې له وېرې د «وا اُمتا» نارې وهي. خو افسوس او افسوس چې د پوځونو تورې زنګ شوې دي او چارواکي د خيانت او ذلت په حوضونو کې لامبو وهي!
نن که په داسې حالت کې اختر زموږ خواته راځي چې سخت ستړي یو او اوږده ذلت ځپلي یو، خو دغه اختر له ځان سره فرصتونه هم راوړي دي. هغه دا چې شته نړيوال نظم سره وېشل شوی دی، امريکا پر چین او روسیې تمرکز کړی او تر منځ یې په اوکراین کې سختې شخړې روانې دي، په کفري نړۍ کې ستر اقتصادي ناورین هم سر راښکاره کړی، د امت پر وړاندې د امريکا او غرب، صليبي جګړې ماتې خوړلې او په منځني ختيځ کې امت هماغسې د اور پر سکروټو ناست دی او د یوه بل ستر انقلاب شیبې شمېري.
دا ټول د دغه امت لپاره فرصتونه دي، په ځانګړې توګه د افغانستان مجاهدينو ته؛ چې تازه د امريکا او ناټو د ماتې له شهکارۍ څخه وزګار شوي دي، دوی باید د سيمې له مسلمانانو سره یو‌ ځای له دغه فرصت څخه د ګټې اخیستنې لپاره چمتو شي. هغه فرصت چې د دويم راشده خلافت په تاسيس سره به د الله سبحانه وتعالی دین قایم کړو او د دعوت او جهاد په وسیله به یې پر نورو ادیانو او نظامونو غالب کړو، څو اسلامي امت یو ځل بيا تمکین ومومي، اشغال شوې خاورې ازادې کړي، د فتنو پر وړاندې جهاد وکړي او په پایله کې دین یوازې د الله سبحانه وتعالی شي. د بدر د غزا په څېر به د کفر او اسلام صف پوره سره بېل کړي او په حقیقت کې د کفر او اسلام د صف توپير (فرقان)، یوازې د راشده خلافت او د هغه د پوځ د جهاد په واسطه رامنځ ته کېږي. نو نن دا فرصت شته، چې د الله سبحانه وتعالی وعده او د رسول الله صلی‌الله‌علیه‌وسلم زېری چې د راشده خلافت د بیا تاسیس په اړه دی، پر حقیقت بدل کړو.

يَا أَيُّهَا الَّذِينَ آمَنُوا إِن تَنصُرُوا اللَّهَ يَنصُرْكُمْ وَيُثَبِّتْ أَقْدَامَكُمْ ﴿محمد: ٧﴾
اې مؤمنانو! که د الله سبحانه وتعالی(د دین) مرسته او ملاتړ وکړئ، الله سبحانه وتعالی به ستاسو مرسته او ملاتړ وکړي (او پر دښمنانو به مو غالب) او قدمونه به مو ټينګ کړي.‌
والسلام علیکم ورحمة الله وبرکاته




   ارسال نظر