په سوریه کې د حزب التحریر لاریونونه
03/21/2023 |

Print


حزب التحریر ولایه – سوریه د ۱۴۴۴هـ.ق کال د شعبان په ۲۵مه، چې د ۲۰۲۳م کال د مارچ ۱۸مه کېږي؛ د شام/سوریې اسلامي انقلاب د دوولسمې کلیزې په مناسبت د سوریې په څو ښارونو کې پراخ لاریونونه وکړل. 
دغه لاریونونه «موږ د پرېکړې کولو د واک، اسلامي حکومت او د انقلابیونو د غوښتنو بیا ترلاسه کولو پر لور روان یو!» له شعار سره د سوریې په بېلابېلو سیمو کې مخته ترسره شول. لکه په خپرو شوو عکسونو او ویډیوګانو کې چې ښکاري، ګڼ شمېر متدینو خلکو او د حزب التحریر ولایه – سوریه غړو په خورا لېوالتيا سره په دغو لاریونونو کې ګډون کړی و. د دغو لاریونونو موخه د شام انقلاب د موخو ـ چې د اسلامي دولت تاسیس و ـ د ياد بيا تازه کول وو. د یادو لاریونونو د عکسونو، ویډیوګانو او نورو اړوندو موضوعاتو لپاره پر لاندې لېنک کلېک وکړئ.
https://www.hizb-ut-tahrir.info/en/index.php/dawah/syria/24349.html




   ارسال نظر