د اونۍ خبره: سیمه‌ییز کنفرانسونه؛ د سیمې هېوادونه د څه په لټه کې دي؟
03/11/2023 | لیکنه: فرید احرار

Print


له هغه مهاله چې په افغانستان کې امریکا او ناټو ماتې وخوړه، جمهوریت هم ورپسې سر وخوړ او اسلامي امارت د افغانستان واګې په خپل لاس کې واخیستې، د سیمې هېوادونو د افغانستان په اړه ګڼې غونډې جوړې کړې دي، چې وروستي هغه یې په هند او تاشکند کې وې. په دغه غونډو کې د سیمې هېوادونو د استازو له ویناوو او همدارنګه د غونډې له محتوا او د ځینو غونډو له پرېکړه لیکونو داسې ښکاري چې هر هېواد د افغانستان په اړه خپله اجنډا او خپل اهداف لري.
هغه څه چې ډېر واضح دي هغه دا دي چې د سیمې هېوادونه د امریکا په څېر په افغانستان کې د اسلامي شریعت له پوره او هر اړخیز تطبیق څخه وېره لري. ددې وېرې بنسټیز دلیل د سیمې په هېوادونو کې د څو پرلپسې لسیزو څخه را په دېخوا د فاسدو واکمنانو قدرت او اقتدار دی. د سیمې د هېوادونو واکمنان له څو لسیزو راهیسې د خلکو پر اوږو سپاره ده. دوی عامه ملکیتونه او د خپلو هېواد شتمني د خپلو شخصي ګټو لپاره کاروي او ولسونه یې په فقر او بې­وزلۍ کې ژوند کوي. همداراز ددې هېوادونو عام وګړي نور له کمونیستي، نشنلیستي او ډیموکراتیکو نظامونو څخه تر پزو راغلي دي. ځکه دغه نظامونو دوی ته له فساد پرته بل څه نه دي راوړي. ښه بېلګه یې د پاکستان حکومت دی؛ کله چې واک له یوه ګوند څخه بل ګوند ته او یا کوم ګوند څخه پوځیانو او یا برعکس له پوځیانو بېرته کوم ګوند ته اوړي، نو د تېرو واکمنانو د مالي او حکومتي فساد بې­شمېره دوسیې راوزي او حتا خبره یې تر زندان او تبعیده رسېږي. دا هر څه ددې څرګندونه کوي چې د سیمې په ټولو هېوادونو کې د واکمنانو او عامو ولسونو ترمنځ خورا زیات واټن موجود دی.  
همداراز د سیمې ځینې هېوادونه په افغانستان کې د امریکايي ستراتيژۍ یو ډول استازیتوب کوي. دوی تل د افغانستان له اسلامي امارته داسې غوښتنې لري چې دوی یې په حتا په خپلو حکومتونو کې نه پلې کوي. د بېلګې په توګه دوی د ټولګډونه حکومت غوښتنه کوي. په داسې حال کې د سیمې د هېوادونو په ټولو حکومتونو کې یا د یوې ځانګړې کورنۍ واکمني ده او یا  د یوې ځانګړې حلقې او یا هم د یوه ځانګړي ایالت. مګر په پرلپسې توګه په افغانستان کې په اصطلاح د ټولګډونه حکومت نغارې ډنګوي. په داسې حال کې چې دوی له ټولګډونه حکومت څخه ځانګړې ستراتيژيکي انګېزې لري او غواړي داسلامي امارت په حکومت کې سېکولران او ډیموکراتان هم دخیل وي او په دې سره د اسلام د تطبیق مخه ونیسي.
نو اصلي خبره دا ده چې د سیمې ډېری حکومتونه د زوال په لور روان دي. په ورته وخت کې دغه حکومتونه له اسلامي امارت څخه د یوه موفق اسلامي حکومت په توګه اندېښنې لري. دوی له دې وېره لري چې که اسلامي امارت د یوه موفق موډل په توګه څرګند شي، نو د دوی د حکومتونو د زوال پروسه ګړندۍ کېږي او هغه خوځښتونه او ډلې چې په دغو هېوادونو کې د اسلامي شریعت د تطبیق لپاره مبارزه کوي، انګېزه اخلي او پر دوی د واکمنو حکومتونو د چپه کولو روحیه پياوړې کېږي.
بله مهمه خبره دا ده چې په نړیوال سیاست کې د اسلامي خاورو تر قضیې حساسه او مهمه قضیه د چین هژمونیک کېدو مخنیوی او د روسیې انزوا او ناکامي ده. هغه څه چې لمر غوندې روښانه دي، هغه دا دي چې اوسنۍ سیاسي فضاء د ۲۰۰۱ کال غوندې نه ده. اوس د امریکا او غرب لپار داسې تهدیدونه او ګواښونه شته دي، چې د افغانستان او اسلامي امت قضیه یې هېره کړې ده. یعنې اوسمهال د امریکا او غرب لپاره مستقیم او بالفعل تهدید د چین هژمونتیا او روسیه دي. ځکه چین په خورا چټکتیا سره په تېره لسیزه کې وکولی شوی چې د نړۍ دوهم لوی اقتصادي ځواک شي او په نړیوال اقتصادي او سیاسي سټېج کې د امریکا سره سیالي وکړي. د چین اقتصادي او تکنالوژیکي پراختیا امریکا سخته وېرولې ده. له همدې امله د ۲۰۲۳ په لومړیو کې د امریکا بنسټیزه پالیسي د چین د اقتصاد او تکنالوژۍ د پراختیا مخنیوی دی. ځکه امریکا دا خبره درک کړې ده که د چین د اقتصادي او تکنالوژیکي پرمختګ مخه ونه نیسي، نو د امریکا زبرځواکي ننګوي او حتا له امریکا مخته کېږي او دا د امریکا د ملي ګټو لپاره یوه سره کرښه ده. نو پر دې بنسټ د امریکا ټول تمرکز د چین په مهارولو او د روسیې پر منزوي کېدلو باندې راټول شوی دی.
بله مهمه موضوع دا ده چې غرب په اسلامي خاورو کې د مسلمانانو له لبرال کولو هم خسته شوی دی او هم ناهیلی شوی دی. ځکه دوی په تېرو شلو کلونو کې په ټوله انرژۍ او متمرکزه توګه د اسلامي خاورو په لبرال کولو باندې هم تریلیونونه ډالر ولګول او هم یې پوځ را استولي وو، مګر ونه توانېدل چې اسلامي ویښتابه له منځه یوسي او مسلمانانو لبرال کړي. حتا د انګلیستان چارواکو واضح پارلمان ته وویل چې موږ به کله هم بیا افغانستان ته پوځونه وانه ستوو. د امریکا ولسمشر بایډن خو بیخي د افغانستان له موضوع سره حساس شوی دی او د یوې ترخې خاطرې په توګه یې په مغزو کې ځای نیولی دی او حتا کوښښ کوي په نړیوالو کنفرانسونو کې د افغانستان نوم لا په خوله رانه وړي.
که خبره راټوله کړو؛ د اسلام، مسلمانانو او په ځانګړې توګه د اسلامي امارت لپاره غوره خبره دا ده چې الله سبحانه و تعالی د غرب لپاره نور دومره غمونه جوړ کړي دي، چې اسلام، اسلامي خاوره او افغانستان یې هېر شوي دي. همداراز د سیمې د هېوادونو حکومتونه له هر اړخه کاواکه او د زوال په لور روان دي. له بل اړخه په ټولو اسلامي خاورو کې د مسلمانانو د وحدت او اسلام د هر اړخیز تطبیق لپاره یوازینۍ هیله اسلامي امارت ته ور اوړي. ځکه هم حکومت لري، هم زور لري، هم د ناټو او امریکا پر وړاندې روزل شوي او پاخه شوي مخلص مجاهدین لري، هم د مسلمانانو پراخه ملاتړ لري او هم د سیمې د هېوادونو په حکومتونو باندې یې رعب او ډار پروت دی. چې دا ټول د موفقیت او غالب کېدلو اساسي شرطونه دي.
نو په داسې یوه وضعیت کې د اسلامي امارت د مشرانو لپاره اړینه ده چې د خپلو اسلافو پر لاره لاړ شي؛ د اسلام بشپړ حاکمیت او د یوه پراخه اسلامي دولت جوړل (خیر) وګڼي او په دې برخه کې له پوره تدبیر او پلان څخه کار واخلي او د الله سبحانه و تعالی پر نصرت باور ولري.

 إِن يَنصُرْکُمُ اللّهُ فَلاَ غَالِبَ لَکُمْ وَإِن يَخْذُلْکُمْ فَمَن ذَا الَّذِي يَنصُرُکُم مِن بَعْدِهِ وَعَلي اللّهِ فَلْيَتَوَکَّلِ الْمُؤْمِنُونَ   [ال عمران: 160 ]
ژباړه: که الله نصرت او مرسته درسره وکړه، نو بیا داسې څوک نشته چې پر تاسو غالب او برلاسی شي او که له مرستې مو لاس په سر شو، نو بیا داسې هېڅوک نشته چې مرسته درسره وکړي، مومنان یوازې پر الله توکل کوي.




   ارسال نظر