په شرعي احکامو کې د دلیل په توګه د حدیث اعتبار
11/17/2022 | عطاء ابن خلیل ابوالرشته

Print


پوښتنه:
السلام علیکم ورحمت الله وبرکاته!
الله سبحانه وتعالی دې تاسو وساتي او د هغه له درباره درته اجر غواړم! یوه پوښتنه مې کوله؛ دا چې د «الشخصية الاسلاميه» کتاب په لومړي ټوک کې یادونه شوې، چې احاد حدیث د دلیل په توګه د باور وړ نه دی او دا لیدلوری حزب تبني کړی دی. په واقعیت کې د احادیثو د صحیح‌والي په اړه د علماوو نظرونه تر ډېره مختلف دي. د بېلګې په ډول: موږ وینو چې یو عالم د یوه حدیث د صحیح‌والي حکم کوي، په همدې وخت بیا نور علماء حکم کوي، چې هغه حدیث ضعیف دی. پر همدغه اساس زما پوښتنه دا ده، چې د حزب‌التحریر د غړو په توګه په دې اړه زموږ نظر څه شی دی؟ له ځواب ویلو څخه دې ډېره مننه کوم! په دې هیله چې الله سبحانه وتعالی ډېر اجر او ثواب درکړي!
ځواب:
وعلیکم السلام ورحمت الله وبرکاته!
 موږ دغه مسئله د «الشخصية الاسلامية» کتاب لومړي ټوک کې «د دلیل په توګه په شرعي احکامو کې د حدیث اعتبار» تر عنوان لاندې په ۳۴۵ صفحه کې یاده کړې ده:
«د دلیل په توګه په شرعي احکامو کې د حدیث اعتبار: د عقیدې لپاره اړینه ده، چې دلیل یې باوري او قطعي وي. له همدې امله احاد خبر د عقیدې لپاره دلیل نشي کېدلی؛ که څه هم چې د روایت پر اساس به صحیح حدیث وي. مګر په شرعي حکم کې بیا ظني دلیل هم کفایت کوي. پر همدغه اساس لکه څنګه چې متواتر حدیث د شرعي حکم لپاره دلیل کېدلی شي، همداسې احاد خبر هم د شرعي حکم لپاره د دلیل وړتیا لري؛ خو احاد خبر هغه وخت د شرعي حکم لپاره دلیل کېدلی شي، چې صحیح او حسن وي، خو ضعیف حدیث هېڅکله شرعي دلیل نشي کېدلی. هر څوک چې د هغه پر اساس استدلال وکړي، داسې نه ګڼل کېږي چې پر شرعي دلیل یې دې استدلال کړی وي. د صحیح او حسن حدیث ګڼل یوازې د هغه کس لپاره د باور وړ دي، چې د هغه پر اساس استدلال کوي؛ په دې شرط چې یوازې همدغه کس د حدیث په اړه معلومات ولري، نه نور محدثین؛ ځکه داسې راویان شته دي چې ځینې محدثین باور ورباندې کوي او ځینې یې نه کوي یا ځینې محدثین یې پېژني او ځینې نور یې نه پېژني.  
داسې احادیث شته چې له یوه اړخه صحیح او له بله اړخه غیر صحیح وي او داسې طریقې هم شته چې د ځینو علماوو په ګومان صحیح او د ځینو نورو په ګومان غیر صحیح دي. همدارنګه داسې احادیث هم شته چې ځینې محدثین یې معتبر نه بولي او نیوکه پرې کوي او یو شمېر نور محدثین یې بیا معتبر بولي او استدلال ورباندې کوي... د یوه حدیث ردول او نیوکه پرې کول یوازې هغه مهال روا دي، چې د هغه پر راوي باندې په عام او ښکاره ډول نیوکه شوې وي یا دا چې د ټولو محدثینو لخوا رد شوی وي او یا دا چې یوازې هغو فقهاوو پرې استدلال کړی وي، چې د احادیثو په اړه کافي پوهاوی ونه لري؛ په داسې حال کې کولی شو، چې یو حدیث هم رد کړو او هم نیوکه پرې وکړو. وړاندې تر دې چې یو حدیث رد کړو او یا نیوکه پرې وکړو، د هغه په اړه فکر کول اړین او حتمي دي.
څېړونکی او پلټونکی د راویانو او احادیثو په اړه د محدثینو تر منځ دا ډول ډېر اختلافات موندلی شي او په دې اړه ډېر مثالونه شته؛ د بېلګې په توګه: ابوداود له عمرو ابن شعیب څخه، هغه له خپل له پلار او هغه یې له نیکه څخه روایت کړی، چې رسول الله صلی الله علیه وسلم فرمایلي دي:

«الْمُسْلِمُونَ تَتَكَافَأُ دِمَاؤُهُمْ، ويَسْعَى بِذِمَّتِهِمْ أَدْنَاهُمْ، وَيُجِيرُ عَلَيْهِمْ أَقْصَاهُمْ، وَهُمْ يَدٌ عَلَى مَنْ سِوَاهُمْ، يَرُدُّ مُشِدُّهُمْ عَلَى مُضْعِفِهِمْ، وَمُتَسَرِّيهِمْ عَلَى قَاعِدِهِمْ»
ژباړه:  د ټولو مومنانو د وینې حرمت یو ډول او د ادنا مسلمان لخوا کافر ته امان ورکول د نورو مسلمانانو لپاره هم د امان اعتبار لري او خورا لیرې مسلمان یې هم یو چا ته پناه ورکولی شي، مسلمانان ټول د نورو (پردیو) په مقابل کې یو موټی دي، ځواکمن او قوي مجاهد به کمزوري ته غنيمت کې برخه ورکوي او سريې ته وتلي غازيان به د معسکر نورو غازيانو ته غنيمت کې برخه ورکوي.

د دغه حدیث راوي عمرو ابن شعیب دی چې هغه له پلار او هغه له نيکه څخه روايت کړی چې هغه (نيکه) يې د ځينو محدثينو لخوا جرح شوی دی. بیا هم پر دغه حدیث یو زیات شمېر کسانو استناد کړی او یو شمېر نورو بیا رد کړی دی. ترمذي وایي: محمد ابن اسماعیل (بخاري) وویل: پر احمد او اسحاق سربېره مې نور کسان هم یاد دي، چې د عمرو ابن شعیب پر حدیث یې استناد کاوه. بخاري وویل: شعیب ابن محمد له عبدالله ابن عمر څخه اورېدلي وو. ابوعیسی (ترمذي) وایي: چا چې د عمرو ابن شعیب پر حدیث نیوکه کړې، دوی یوازې هغه حالت کمزوری باله، چې نوموړي د خپل نیکه له نسخې او لیکنې څخه حدیث روایت کاوه، یعنې دوی په دې نظر وو چې نوموړي دغه حدیث له خپل نیکه څخه نه دی اورېدلی. علي ابن ابي عبدالله مدیني وایي، چې یحیی ابن سعد وویل: د عمرو ابن شعیب حدیث زموږ په نزد ډېر ضعیف او خیالي دی. پر همدغه اساس، که څوک د عمرو ابن شعیب د روایت کړي حدیث پر اساس یوازې پر یوه شرعي حکم استدلال وکړي، دلیل یې شرعي ګڼل کېږي؛ ځکه عمرو ابن شعیب هغه څوک دی چې پر حدیث یې ځینو محدثینو استناد کړی دی. همدا راز دارقطني له حسن، عباده او انس بن مالک څخه روایت کړی، چې رسول الله صلی الله علیه وسلم وفرمایل:

«مَا وُزِنَ مِثْلٌ بِمِثْلٍ إِذَا كَانَ نَوْعاً وَاحِداً، وَمَا كَيْلَ فَمِثْلُ ذَلِكَ، فَإِذَا اخْتَلَفَ النَّوْعَانِ فَلَا بَأْسَ بِهِ»
ژباړه: کله چې ورته (مشابه) شی وزن کېږي، نو باید مثل په مثل وي (د پېر او پلور پرمهال باید دواړه خواوې یوه اندازه وي) او هغه څه چې پیمانه کېږي، هغه هم دغه ډول دي؛ مګر کله چې دوه مختلف شیان وي، هغه مهال (کمی او زیاتی) پروا نه کوي.

د دغه حدیث په سند کې ربیع ابن صبیح دی، چې نوموړی ابو زرعه باور وړ (ثقه) ښودلی او یوې ډلې بیا ضعیف بللی دی. دا حدیث بزار هم روایت کړی دی او صحیح حدیث یې بللی دی. نو هرکله چې څوک پر دغه حدیث او یا پر یوه بل داسې حدیث استدلال وکړي، چې په استناد کې یې ربیع ابن صبیح وي، مانا یې دا ده چې نوموړي پر شرعي دلیل استدلال کړی دی؛ ځکه دا حدیث د یوې ډلې لخوا صحیح دی او دلیل یې هم دا دی چې ربیع د یوې ډلې په نزد ثقه ګڼل شوی دی. داسې نه شي ويل کېدای چې، کله چې يو شخص هم جرح شي (پر عدالت يې نيوکه وشي) او هم تعديل شي (عادل وګڼل شي)، نو جرح ته پر تعديل ترجيح ورکول کېږي، ځکه دا قاعده هغه وخت اعتبار لري چې پر يو شخص باندې جرح او تعديل دواړه د يو شخص لخوا وارد شوي وي؛ يعنې يو شخص يو راوي هم جرح کړی او هم يې تعديل کړی وي، خو که چېرې يو شخص د دوه کسانو لخوا په دې ډول جرح او تعديل شوی وي چې يوه جرح کړی او بل تعديل کړی وي، نو په دې صورت کې په دا ډول حديث استدلال جايز دی. له همدې امله یو شمېر راویان د ځینو په نزد باوري او د ځینو نورو په نزد بې باوره دي... دا ډول اختلاف د محدثینو تر منځ په احادیثو، راویانو او د روایت په طریقو کې ډېر شته دی. همدارنګه دغه ډول اختلاف ډېری مهال د محدثینو، عامه فقهاوو او یو شمېر مجتهدینو تر منځ راځي. نو هر کله چې د دغه اختلاف پر اساس یو حدیث رد شي، په حقیقت کې دغه ردول روا نه دي؛ ځکه په دې توګه به ډېری هغه احادیث چې صحیح او حسن ګڼل کېږي، رد شي او په پایله کې به زیات شمېر شرعي دلایل ساقط شي.
نو ځکه واجب دي، چې یو حدیث باید یوازې هغه مهال رد شي، چې د عامو محدثینو لخوا په صحیح دلیل سره رد شوی وي او یا دا چې هغه حدیث په صحیح او حسن حدیث کې واجب شرطونه نه وي پوره کړي. پر همدغه اساس په هر هغه حدیث استدلال کول روا دي، چې د یو شمېر محدثینو په نزد د باور وړ وي او د صحیح او حسن حدیث شرطونه یې پوره کړي وي. دا ډول حدیث د شرعي دلیل په توګه اعتبار لري، ترڅو یو شرعي حکم ثابت کړي ...» د شخصیه کتاب د متن پای.
په دې هیله چې همدغه ځواب بسنه کړې وي او الله سبحانه وتعالی تر ټولو ډېر عالم او د حکمت خاوند دی.

ستاسو ورور عطاء ابن خلیل ابو الرشته
۱۴۴۴هـ.ق، د ربیع الاول ۱۳مه
۲۰۲۲م، د سپټمبر ۹مه




   ارسال نظر