هغه درسونه چې اسلامي امت یې باید له بني اسرائیلو واخلي
09/22/2022 | خالد مشعل

Print


[په قرآن کریم کې چې کله هم د بني اسرائیلو له اوصافو، عادتونو او انګیزو څخه یادونه کیږي، اصلي موخه یې دا ده چې د محمد صلی الله علیه وسلم امتیانو ته خبرداری ورکړي، چې د هغوی له اوصافو او عادتونو ځانونه وساتي. ځکه همدغه اوصاف او عادات وو، چې بني اسرائیل یې هلاک او د الله تعالی د غضب او لعنت جوګه کړل. په بشري تاریخ کې ښايي ډير ګمراه او مفسد اقوام تېر شوي وي، خو دا چې الله تعالی د رسول الله صلی الله علیه وسلم امت ته بني اسرائیل د پند او عبرت په توګه مخته ږدي، علت یې دا دی چې یهود مسلمانانو ته تر ټولو نږدې قوم و او تر هر بل قوم یې ښه پيژندل. ]
سریزه:
بني اسرائیل؛ هغه قوم چې الله سبحانه و تعالی نبوت، رسالت او د ځمکې واکمني ورکړې وه او یو مهال د ځمکې پر سر تر ټولو غوره خلک او بهترین امت بلل کېده. خو الله تعالی دا هر څه ترې واخیستل او د ځمکې پر سر تر ټولو ناوړه، ذليل او د الله تعالی په غضب ککړ قوم وګرځېد! الله سبحانه وتعالی په خپل وروستي کتاب قران عظیم الشان کې د بني اسرائیلو قصه په پوره تفصيل سره بيان کړې او دوی یې اسلامي امت ته د هندارې په توګه وړاندې کړي دي. 
د قران کریم یوه لویه برخه د پخوانیو امتونو او قومونو له پند او عبرته ډکې قصې دي، له دې ډلې يوه يې د بني اسرائيلو قصه ده، چې په بېلابېلو سورتونو کې يې مختلفې برخې او تفصيل بيان شوی دی. د بقرې سورت کابو نیمایي يې د بني اسرائیلو پر هغو صفاتو، عادتونو او انګیزو راڅرخي، چې دوی یې د دنيوي او اخروي هلاکت کندې ته ټېل وهلي او له امله يې دوی د الله جل جلاله د قهر او غضب جوګه شوي دي. 
د بشر په تاریخ کې بني اسرائیل خورا ډېرې خبرې او د ژوند زیاتې هسکې او ټيټې لري. دغه قوم په خپل اوږد تاریخ کې د خپلو ځانګړو بدو صفاتو، عادتونو او انګیزو د درلودلو له امله د الله تعالی له ګڼو ابتلاګانو سره مخ شوی، چې پایله یې د نورو قومونو او امتونو لپاره د لوی عبرت په توګه په قرآن کریم کې په ګڼو سیاقونو کې راغلې ده.
د بني اسرائیلو یو شمیر ناوړه عادتونه/صفتونه
۱ – د عهد ماتول: له الله تعالی سره د عهد (ژمنې) ماتول کبیره ګناه او لوی جرم دی. بني اسرائیلو له الله تعالی سره د هغوی د پیغمبرانو له لارې ژمنه کړې وه، چې پر الله سبحانه وتعالی او د هغه پر رسولانو به ایمان لري، له پیغمبرانو سره به مرسته کوي، د الله تعالی په لاره کې به جهاد کوي او د الله تعالی حدود به ټینګ مراعاتوي. خو دوی له الله سبحانه وتعالی سره خپل کړی عهد مات کړ، په داسې حال کې چې د ایمان یوه لویه غوښتنه پر عهد ټینګ پاتې کېدل دي. دوی دا عهد د دنیا د خورا لږ متاع په بدل کې وپلوره او مات يې کړ. د بېلګې په توګه؛ له الله تعالی سره یې خپل عهد په دې ډول مات کړ چې د شریعت له بشپړ تطبیق څخه یې ډډه وکړه. د الله په لاره کې يې جهاد پرېښود. د الله رسولان یې ووژل او تر دې ټولو سخت دا چې پر وروستي پیغمبر باندې اولين کافران همدوی شول. الله تعالی په دې اړه فرمایي:

أَوَكُلَّمَا عَـٰهَدُوا عَهْدًا نَّبَذَهُۥ فَرِيقٌ مِّنْهُم  بَلْ أَكْثَرُهُمْ لَا يُؤْمِنُونَ. وَلَمَّا جَآءَهُمْ رَسُولٌ مِّنْ عِندِ ٱللَّهِ مُصَدِّقٌ لِّمَا مَعَهُمْ نَبَذَ فَرِيقٌ مِّنَ ٱلَّذِينَ أُوتُوا ٱلْكِتَـٰبَ كِتَـٰبَ ٱللَّهِ وَرَآءَ ظُهُورِهِمْ كَأَنَّهُمْ لَا يَعْلَمُونَ.
 [بقره، ۱۰۰-۱۰۱ [
مګر هرځل چې دوی (له الله، پیغمبر او مسلمانانو) سره عهد وکړ، یوې ډلې یې هغه مات نه کړ او ليرې یې ونه غورځاوه؟ (او له هغه سره یې مخالفت ونکړ؟) دا له دې امله چې اکثره یې (د عهد په حرمت او د تړون په قداست) ايمان نه لري. او کله چې د (محمد په نوم) پیغمبر د الله سبحانه وتعالی له لوري (له هغو صفاتو او نښو سره چې د دوی په کتابونو کې و) هغوی ته راغی او څه چې دوی درلودل له هغو سره يې مطابقت درلود، یوې ډلې اهل کتابو، د الله سبحانه وتعالی کتاب شاته وغورځاوه (او د محمد صلی الله علیه وسلم اوصاف یې له خپلو کتابونو څخه پاک کړل، ته وا چې د هغوی په کتابونو کې په دې اړه هېڅ نه دي راغلي) او ته به وایې چې هغوی په دې اړه هېڅ نه پوهېږي.

۲– حب الدنيا او کراهية الموت (له دنيا سره مينه او مرګ بد ګڼل): د بني اسرائیلو بل ناوړه صفت له دنیا سره بې‌کچې محبت او د مرګ بد ګڼل و. الله تعالی بني اسرائیل او مسلمانان د دنیا له محبت او د مرګ له بد ګڼلو څخه په کلکه منعه کړي او په دې اړه یې سخت خبرداری ورکړی و. په دې معنا چې دنیا ته تر آخرت ترجیح ورنه کړل شي. بني اسرائیلو دنیا او د دنیا موقتې متاع ته پر آخرت او جنت ترجیح ورکړه. له دنیا سره یې سخته مینه درلوده او له مرګه سخت وېرېدل او ناوړه يې باله. په داسې حال کې چې دوی پوهیدل چې «حب الدنیا او کراهیة الموت» صفت الله تعالی ناوړه بللی او د دوی د ګمراهۍ سبب کیږي، خو بیا هم بني اسرائیلو دنیا ته پر آخرت ترجیح ورکړه. الله سبحانه وتعالی په دې اړه فرمایي:

وَ لَتَجِدَنَّهُمْ أَحْرَصَ النَّاسِ عَلي‏ حَياةٍ وَ مِنَ الَّذينَ أَشْرَکُوا يَوَدُّ أَحَدُهُمْ لَوْ يُعَمَّرُ أَلْفَ سَنَةٍ وَ ما هُوَ بِمُزَحْزِحِهِ مِنَ الْعَذابِ أَنْ يُعَمَّرَ وَ اللَّهُ بَصيرٌ بِما يَعْمَلُونَ.
 [بقره، ۹۶]

او هغوی به د دنیا د ژوند په اړه تر ټولو حریص خلک ومومې، آن تر مشرکانو هم ډېر، تر دې چې هر یو یې هيله لري چې زر کاله عمر ولري، په داسې حال کې چې که دا اوږد عمر هغوی ته ورکړل شي، بیا به يې هم (د الله جل جلاله) له عذابه خلاص نه کړي او الله سبحانه وتعالی د دوی د اعمالو ليدونکی دی.

۳– استکبار او تکبر: استکبار او تکبر هغه صفت دی چې الله تعالی سخت غندلی دی. د دغه صفت لرونکی به هیڅکله هم جنت ته داخل نه شي. په ځینو روایتونو کې راځي چې تکبر د الله تعالی ځانګړنه ده. دغه صفت له الله تعالی پرته، د بل هیچا لپاره جایز نه دی. د یهودو یو ستر صفت تکبر و. دوی چې د رسول الله صلی الله علیه وسلم نبوت تکذیب کړ او په قرآن يې ایمان رانه وړ، اصلي لامل یې تکبر و. دوی ویل چې پیغمبران خو یوازې په یهودو کې راتلل، نو اوس ولې د نبوت او رسالت مسیر له بني اسرائیلو څخه عربو ته انتقال شو. 

وَلَقَدْ ءَاتَيْنَا مُوسَى ٱلْكِتَـٰبَ وَقَفَّيْنَا مِن بَعْدِهِۦ بِٱلرُّسُلِ  وَءَاتَيْنَا عِيسَى ٱبْنَ مَرْيَمَ ٱلْبَيِّنَـٰتِ وَأَيَّدْنَـٰهُ بِرُوحِ ٱلْقُدُسِ  أَفَكُلَّمَا جَآءَكُمْ رَسُولٌ بِمَا لَا تَهْوَىٰٓ أَنفُسُكُمُ ٱسْتَكْبَرْتُمْ فَفَرِيقً كَذَّبْتُمْ وَفَرِيقً تَقْتُلُونَ.
 ] بقره، ۸۷[
(اې یهوديانو! هغه وخت در په یاد کړئ چې) موسی ته د (تورات) کتاب ورکړ او له وروسته مو پیغمبران راولېږل او (د هغو له ډلې) مو د مريمې زوی عیسی ته معجزې او روښانه دلایل ورکړل او هغه مو د روح القدس (جبرائیل) په واسطه تایید او ځواک مو ورکړ.  آیا (له دې پرته بل څه دي) هر وخت چې (له دوی) څخه پیغمبر ستاسو د نفس، غوښتنو او ميل خلاف کوم څه راوړل، غاړه مو لوړه کړه (او ځانونه مو تر هغه لوړ وګڼل، چې د هغه پیروي وکړئ او په دې مو هم بسنه ونه کړه) بلکه یو شمېر مو تکذيب کړل او دروغجن مو وبلل او یوه ډله نور مو ووژل.

۴– تحریف او د حق پټول: د حق پټول او د نصوصو تحریف بله هغه لویه ګناه ده چې د بني اسرائیلو د ضلالت او ذلت لامل شوه. الله تعالی مسلمانانو ته د دې اعمالو او عادتونو په اړه ګوت‌څنډنه کړې ده. حق باید تل بیان او حاکم کړل شي او د الله تعالی دین، چې څه ډول نازل شوی دی، همغسې یې باید ساتنه وشي، تطبیق شي او په معنی او الفاظو کې يې هېڅ ډول بدلون رانه شي. خو یهودو همدا دواړه کارونه وکړل؛ چې که په حق کې به یې تاوان و، هغه به یې پټاوه او تورات به یې داسې تحریفاوه چې د دوی سیاسي او اقتصادي ګټې او قدرت تامین کړي. نو دوی د دواړو ګناهونو (د حق پټول او د حق تحریف) مرتکب شول. 

وَ لا تَلْبِسُوا الْحَقَّ بِالْباطِلِ وَ تَکْتُمُوا الْحَقَّ وَ أَنْتُمْ تَعْلَمُونَ. 

[بقره، ۴۲]
حق (چې د الله له لوري لیږل شوی) له باطل سره (چې له خپل ځانه مو جوړ کړی) مه ګډوئ او حق مه پټوئ، په داسې حال کې چې پوهیږئ.

فَوَيْلٌ لِّلَّذِينَ يَكْتُبُونَ الْكِتَابَ بِأَيْدِيهِمْ ثُمَّ يَقُولُونَ هَٰذَا مِنْ عِندِ اللَّهِ لِيَشْتَرُوا بِهِ ثَمَنًا قَلِيلًا ۖ فَوَيْلٌ لَّهُم مِّمَّا كَتَبَتْ أَيْدِيهِمْ وَوَيْلٌ لَّهُم مِّمَّا يَكْسِبُونَ.
 [بقره، ۷۹ [ 

نو هلاکت (له احبارو) پر هغو کسانو چې کتاب په خپلو لاسونو ليکي او بیا (بېسوادانو) ته وايي: دا (هغه تورات دی چې) د الله سبحانه وتعالی له لوري راغلی دی، ترڅو په لږ قيمت هغه خرڅ کړي! هلاکت پر هغوی؛ څه دي چې په خپلو لاسونو یې ليکي! او هلاکت پر دوی چې څه شيان لاسته راوړي! (دغه ډول ليکل او تحریف هغوی د هلاکت او عذاب خواته بیایي). 

مِنَ الَّذينَ هادُوا يُحَرِّفُونَ الْکَلِمَ عَنْ مَواضِعِهِ... [النسا، ۴۶]
ځينې يهودان (د الله) کلام له خپلو ځايونو (حقيقي معناګانو) څخه تحريفوي (کلام له خپلې اصلي معنی څخه لرې او سرچپه کوي...)

۵– دین په دنیا پلورل: په دنیا (قدرت، پیسې، مال، شهرت) باندې د دین پلورل لویه ګناه او سخت غندل شوی عمل دی. په دنیا باندې د دین پلورل، د بني اسرائیلو بل خصلت دی. د دې صفت د غندنې او موږ ته د عبرت په موخه الله تعالی داسې فرمايي:

أُولئِکَ الَّذينَ اشْتَرَوُا الْحَياةَ الدُّنْيا بِالْآخِرَةِ فَلا يُخَفَّفُ عَنْهُمُ الْعَذابُ وَ لا هُمْ يُنْصَرُونَ. [بقره، ۸۶]
دا هماغه کسان (بني اسرائيل) دي چې آخرت یې د دنیا د ژوند به بدل کې خرڅ کړ. نو د دوی عذاب نه کمیږي او نه هم له دوی سره مرسته کېږي.

۶ – د تورات د يوې برخې تطبيق او بلې پرېښودل: د بني اسرائیلو بل ناوړه صفت دا و چې د خپل کتاب (تورات) یوه برخه به یې پلي کوله او بله برخه به یې پرېښودله. هغه برخه به یې چې د دوی سیاسي، اقتصادي او اجتماعي ګټې به پکې وې، هغه به یې پلي کوله. مګر هغه برخه به یې له پامه غورځوله، چې د دوی له سیاسي، اقتصادي او ټولنیزو ګټو سره به په ټکر کې ښکارېده. الله تعالی د دوی دغه کار داسې غندلی دی:

...أَفَتُؤْمِنُونَ بِبَعْضِ الْكِتَابِ وَتَكْفُرُونَ بِبَعْضٍ فَمَا جَزَاء مَن يَفْعَلُ ذَلِكَ مِنكُمْ إِلاَّ خِزْيٌ فِي الْحَيَاةِ الدُّنْيَا وَيَوْمَ الْقِيَامَةِ يُرَدُّونَ إِلَى أَشَدِّ الْعَذَابِ وَمَا اللّهُ بِغَافِلٍ عَمَّا تَعْمَلُونَ . [بقره، ۸۵]
آیا د کتاب (تورات) د (احکامو) په یوه برخه ایمان راوړئ او پر بله برخه يې کافر کیږئ؟ له تاسو کوم څوک چې دغه کار (د الله د احکامو تر منځ تبعيض) وکړي، نو د هغه لپاره په دنيوي ژوند کې له شرم او رسوايۍ پرته بل څه نه شته او د قيامت پر ورځ به له سخت عذاب سره مخ شي او الله تعالی له هغه څه بې پروا نه دی چې تاسو يې کوئ.

۷- تعصب کول: بني اسرائيلو د قوم او نژاد پر اساس او دغه راز له دې امله چې په دوی کې ډېر انبياء راتلل، د نورو اقوامو پر وړاندې يې تعصب کاوه او ځانونه یې تر نورو خلکو غوره ګڼل. دا یو له هغو عواملو څخه و چې بني اسرائیلو د رسول الله صلی الله علیه وسلم پر نبوت ایمان را نه وړ. الله تعالی په دې اړه فرمایي:

وَقَالُوا كُونُوا هُودًا أَوْ نَصَارَىٰ تَهْتَدُوا  قُلْ بَلْ مِلَّةَ إِبْرَاهِيمَ حَنِيفًا  وَمَا كَانَ مِنَ الْمُشْرِكِينَ.[بقره، ۱۳۵]
او وايي: یهودان او یا مسیحیان شئ، ترڅو (په مستقیمه لار) لار و مومئ. ورته ووايه: (ابراهیم هېڅکله په تحريف شوو دينونو باندې نه و) بلکې (توحيدي دین یې درلود او موږ د) مستقیم او پاک ابراهيمي دين پیروي کوو (چې اسلام هغه بيا ژوندی کړی دی) او هېڅکله له مشرکانو څخه نه و. 

۸- د حیلو جوړول: د شخصي او پټو انګیزو پر اساس د حیلو جوړل د بني اسرائیلو يو بل مردود او رټلی عادت/صفت و. د هغوی دغه صفت الله سبحانه وتعالی د اصحاب السبت په قصه کې بربنډ کړی دی. ځکه هغه یهود د شنبې په ورځ له ماهي نيولو څخه منع کړي وو، نو دوی چې کله د شنبې په ورځ ليدل چې ډېر ماهيان یې ترسترګو کېدل او له همدې امله په دغه ابتلا کې پاتې راغلل او داسې حيله یې جوړه کړه، چې شنبې ورځ به عملاً ماهیان نه نیسو، مګر په هماغه ورځ به دامونه او جالونه ورته اچوو او په داسې حيلې سره یې د الله تعالی له حکم څخه سرغړونه وکړه. الله تعالی د هغوی دا صفت داسې بيان کړی دی:

‏. وَلَقَدْ عَلِمْتُمُ الَّذِينَ اعْتَدَواْ مِنكُمْ فِي السَّبْتِ فَقُلْنَا لَهُمْ كُونُواْ قِرَدَةً خَاسِئِينَ .‏ [بقره، ۶۵]‏
او په رښتیا تاسو هغه کسان پیژنئ چې د [شنبې] په ورځ يې تېری (ګناه او نافرماني) کوله، هغوی ته مو وویل چې رټل شوې بیزوګانې شئ.

په قرآن کریم کې چې کله هم د بني اسرائیلو له اوصافو، عادتونو او انګیزو څخه یادونه کیږي، اصلي موخه یې دا ده چې د محمد صلی الله علیه وسلم امتیانو ته خبرداری ورکړي، چې د هغوی له اوصفاو او عادتونو ځانونه وساتي. ځکه همدغه اوصاف او عادات وو، چې بني اسرائیل یې هلاک او د الله تعالی د غضب او لعنت جوګه کړل. په بشري تاریخ کې ښايي ډير ګمراه او مفسد اقوام تېر شوي وي، خو دا چې الله تعالی د رسول الله صلی الله علیه وسلم امت ته بني اسرائیل د پند او عبرت په توګه مخته ږدي، علت یې دا دی چې یهود مسلمانانو ته تر ټولو نږدې قوم و او تر هر بل قوم یې ښه پيژندل. 
خو له بده مرغه چې د رسول الله صلی الله علیه وسلم امتیان د بني اسرائیلو پر لار روان شوي دي. د افرادو په توګه د رسول الله صلی الله علیه وسلم امتیانو کې صادق او مومن اشخاص خورا زیات دي، خو د ټول امت په توګه، موږ پر هغه لار روان یو، چې بني اسرائیل پرې تللي وو.
په ایماني لحاظ، د مسلمه امت اوسنی ایمان، هغه ایمان نه دی چې الله تعالی یې غوښتنه کړې ده. د ایمان پر بنسټ چې کوم اعتماد باید پر الله تعالی وشي او هغه امن چې د یوه مومن امت په زړه کې باید رامنځ ته شي، هغه اوس له اسلامي امت سره د امت په کچه نشته. اسلامي امت هغه اعتماد چې باید پر الله تعالی، د هغه پر نصرت او وعدو یې ولري، اوس یې نه لري او یا هم ډیر کمزوری دی. په بل عبارت؛ زموږ ایمان د نفسي غوښتنو او دنيا دوستۍ په کنټرول کې دی. دا هغه ناوړه صفت و، چې بني اسرائیلو درلود، خو اوس په اسلامي امت کې هم عام شوی دی. هغه توکل چې اسلامي امت يې باید پر الله تعالی ولري، اوس له منځه تللی. د ایمان او توکل الفاظ شته، خو کیفیت یې ډېر کمزوری شوی دی.
د «ایمان» او «توکل» اصطلاح ساده او وچ کلمات نه دي. له دغو کلماتو چې اصحابو کوم تعبیر درلود او د سوچه عربي ژبې په قاموسونو کې چې کومه معنی دې دوو اصطلاحاتو ته ورکړل شوې، که هغه معناګانې ژورې درک شي، نو په انساني شخصیت کې انقلاب راولي. د لغوي معنی ترڅنګ، اسلام دغو اصطلاحاتو ته خپل ځانګړی تعریف او خصوصیات ورکړي دي. پر همدې اساس، یو مومن او متوکل امت، له یو «بې ايمانه» او «بې توکله» امت سره د ځمکې او اسمان هومره توپېر لري. 
اسلامي امت له الله تعالی سره تعهد او تړون کړی و؛ چې پر الله به ایمان راوړي، شریعت به د دولت په چوکاټ کې پلی کوي او نورو قومونو ته به یې د دعوت او جهاد له لارې رسوي، دین ته به یې نصرت ورکوي او د ځمکې پر مخ به یې اظهار/غالب کوي. خو له بده مرغه، موږ دا عهد مات کړی دی. کابو سل کاله کیږي چې امت د الله سبحانه وتعالی دین په خپل ژوند کې نه تطبیقوي. بلکې د الله تعالی د دین پر ځای کفري نظام او قوانین د ډیموکراسۍ او نورو نومونو لاندې عملي کوي. د دولت له لارې مو د الله تعالی په لاره کې جهاد درولی او د الله تعالی د دین «نصرت» مو نه دی کړی. د اسلام دین نه په داخل کې اظهار شوی او نه هم نورو ملتونو ته د دعوت او جهاد له لارې رسېدلی. په دې توګه، موږ خپل عهد له الله سبحانه وتعالی سره مات کړی دی. حال دا چې موږ د امت په توګه، په دې مسئله باندې له الله سبحانه وتعالی سره عهد کړی دی. 

وَ کَذلِکَ جَعَلْناکُمْ أُمَّةً وَسَطاً لِتَکُونُوا شُهَداءَ عَلَي النَّاسِ وَ يَکُونَ الرَّسُولُ عَلَيْکُمْ شَهيداً [بقره، ۱۴۳]
او دغه راز مو تاسو وسط امت وګرځولئ، ترڅو په نورو ملتونو شاهدان و اوسئ او پیغمبر به پر تاسو شاهد وي.

په دې سربېره، له دنیا سره محبت او مرګ بد ګڼل، دوه هغه صفات دي، چې بني اسرائیل یې تباه کړي دي. الله تعالی مسلمانانو ته په دې اړه سخت اخطار ورکړی، چې د «حب الدنیا او کراهية الموت» په مرض اخته نه شئ. خو نن وینو چې مسلمان امت په (حب الدنیا او کراهية الموت) کې تر ستوني ډوب دی. له دنیا، مال، مجللو کورونو، موټرو، له سهولته ډک او ارامه ژوند او داسې نورو دنیوي امتعو سره محبت دومره ډیر شوی چې د هغوی لپاره مو د الله جل جلاله د دین له تطبیق او د هغه په لاره کې له جهاد څخه لاس اخیستی دی. زموږ مشرانو او حاکمانو د الله تعالی د دین د اقامې او اظهار په موخه وسله‌وال جهاد درولی، هغه څه چې الله تعالی پرې په تکرار سره ټینګار کړی دی. یوازینی دلیل یې له دنیا سره د امت مینه او له مرګه ویره ده، هغه صفت چې رسول الله صلی الله علیه وسلم یې په اړه مسلمانانو ته خبرداری ورکړی:

يُوشِكُ الأممُ أن تداعَى عليكم كما تداعَى الأكَلةُ إلى قصعتِها . فقال قائلٌ : ومن قلَّةٍ نحن يومئذٍ ؟ قال : بل أنتم يومئذٍ كثيرٌ ، ولكنَّكم غُثاءٌ كغُثاءُ السَّيلِ ، ولينزِعنَّ اللهُ من صدورِ عدوِّكم المهابةَ منكم ، وليقذِفَنَّ اللهُ في قلوبِكم الوهْنَ . فقال قائلٌ : يا رسولَ اللهِ ! وما الوهْنُ ؟ قال : حُبُّ الدُّنيا وكراهيةُ الموتِ. (سنن ابی داود، ۴۲۹۷)
لرې نه ده چې نور ملتونه به پر تاسو داسې راټول شي (بريد به درباندې وکړي او لاندې به مو کړي) لکه خوړونکي (وږي خلک) چې د خوړو په کاسه راټولېږي. يو چا وويل: دا له دې امله چې په دغه وخت کې به زموږ شمېر کم وي؟ ويې فرمايل: په دغه وخت کې به تاسو ډېر ياست، خو د اوبو د ځګ په څېر به ياست، الله متعال به ستاسو د دښمنانو له زړونو هغه وېره وباسي چې له تاسو يې لري او ستاسو په زړونو کې به وهن ځای پر ځای کړي. نو بيا يو چا وويل: اې د الله رسوله! وهن څه شی دی؟ ويې فرمايل: له دنيا سره محبت او له مرګ څخه وېره او کرکه.

د بني اسرائیلو دې ته ورته ډیر نور اوصاف او عادات هم شته، چې الله تعالی د رسول الله صلی الله علیه وسلم امت له هغو څخه منعه او د هغو په اړه یې خبرداری ورکړی دی. د بېلګې په توګه، دین د دنیا په ناچیزه متاع پلورل، په دین باندې معامله کول، د حق پټول او د دین تحریف، د تورات یوه برخه اقامه کول او بله پرېښودل، د قوم، ژبې، سمت، مذهب او یا ډلې پر اساس تعصب کول او نور. نن د رسول الله صلی الله علیه وسلم امت د دنیا په ناچیزه او بې‌ارزښته متاع باندې دین پلوري. له ارام ژوند، پیسو، څوکۍ، قدرت، مجللو کورونو او ښایسته ښځو سره د محبت او د مرګ بد ګڼلو له امله يې د دین له بشپړ تطبیق، حمل، نصرت او جهاد څخه لاس اخیستی دی. د امت په توګه، مسلمانان په اسلامي خاورو کې د کفري قوانینو او نظامونو پر حاکميت غلي او بې پروا دي. نن حاکم دولتونه د الله تعالی په لاره کې جهاد نه کوي. دا هغه څه دي چې امت یې باید پر ضد راپورته شي او له منځه یې یوسي. خو د دې ستر حق په اړه ټول چوپ دي.
پورته ټول اوصاف او عادات هغه ناوړه، مردود او مهلک صفات وو چې بني اسرائیلو لرل. پر همدې اساس الله تعالی هغوی ذلیل کړل او په خپل غضب او لعنت يې اخته کړل. له بده مرغه چې اوس مسلمان امت ګام په ګام د یهودو او نصاراو په پل روان دی. پرته له دې چې په دې اړه ژور فکر وکړو او بېرته را وګرځو. د امت حکام (مشران) تر هر بل چا، ډیر د یهودو او نصاراو په پله روان دي. د دوی مسوولیت تر عامو مسلمانانو په مراتبو ډیر دی. دوی د اوسني وضعیت اصلي عاملین او  مسوولین دي. دوی دي چې امت د ګمراهۍ کندو ته ټېل وهي. دوی دي چې د الله تعالی دین نه اقامه کوي، دوی دي چې د الله تعالی د دین نصرت نه کوي او فتوحات یې درولي دي. همدوی دي چې د کفارو له ویرې او له دنیا سره د مینې له امله يې دنيا ته پر آخرت ترجیح ورکړې او دا عظیم امت یې د ځمکې پر مخ، ذلیل، حقیر او مظلوم امت ګرځولی دی. اې حاکمانو! اې د قدرت خاوندانو! له الله تعالی وویرېږئ، توبه وکړئ او عزیز رب ته مراجعه وکړئ، د الله تعالی حساب ډير سخت دی. 

بخاري او مسلم له ابو سعید خدري رضی الله عنه څخه روایت کړی، چې رسول الله فرمایي:

«لتتبعن سنن من کان قبلکم شبرا بشبر وذراعا بذراع حتى لو دخلوا جحر ضب تبعتموهم ، قلنا یا رسول الله الیهود والنصارى ؟ قال فمن؟»
تاسو به خامخا لوېشت په لوېشت او ګز په ګز د تېرو خلکو سنتونه (کړنې او عادتونه) تعقيبوئ، تر دې چې که چېرې دوی د سمسېرې غار ته ننوځي، تاسو به هم پسې لاړ شئ، موږ وويل، اې د الله رسوله! يهود او نصارا؟ ويې فرمايل: نو بل څوک؟ (يعنې هو، يهود او نصارا يادوم).
پایله او پیغام:

په هغه شدت او قوت سره چې الله تعالی اسلامي امت د بني اسرائیلو له تقلید، اغېزمنتیا او د دوی پر لار له تلو څخه منعه کړی، ښايي بل هېڅ قوم نه وي منعه شوی. دا پر دې دلالت کوي چې د مسلمان امت لپاره د دنیا او آخرت د بریا راز په دې کې دی، چې د بني اسرائیلو پر ګام پل کې  نه ږدي او د دوی له صفاتو او عادتونو څخه ځانونه لرې وساتي. اسلامي امت که د بني اسرائیلو پر پله روان شو او د دوی صفات او عادات یې خپل کړل، نو لرې نه ده چې مسلمان امت هم په دنیا ذلیل او هم په آخرت رسوا او شرمنده وي. 
د اسلامي امت ننني فکري، سیاسي، ټولنیز او اقتصادي وضعیت ته په کتو، موږ د امت په توګه، کټ مټ په هغه لار روان یو، چې بني اسرائیل ورباندې تللي دي. ثبوت یې تاسو د پورته صفاتو په نظر کې نیولو سره، خپله تر لاسه کوئ.
دا چې موږ د امت په توګه د یهودو او نصاراو پر پل روان شوي یو او د دوی جمعي صفات او عادتونه مو خپل کړي، نو الله تعالی هم موږ ذلیل کړي یو. همدا ذلت دی چې د دنیا واکمني له اسلامي امته اخیستل شوې او د کفر امت ته ورکړل شوې ده. واحد امت په شاوخوا ۵۵ ملتونو او ملکونو تقسیم شوی او یو له بل سره په دښمنۍ اخته دی. کال په کال، اسلامي خاورې د کفارو له خوا اشغال کیږي. هره ورځ سلګونه مسلمانان په عراق، سوریه، یمن، لېبیا، شمالي افریقا، فلسطین، کشمیر، شرقي ترکستان او نورو سیمو کې د کفارو او یا د کفارو د مزدورو حاکمانو لخوا په ډیرې بې‌رحمۍ سره وژل کیږي، خو هېڅوک یې پوښتنه نه کوي او نه یې کولی شي.
همدا ذلت دی چې د مسلمانانو لومړۍ قبله (بیت المقدس) د یهودو له خوا اشغال شوی. هره ورځ زموږ د فلسطین مسلمانې خویندې، وروڼه، سپین ږیري او ماشومان د یهودي پوځ لخوا وژل کیږي. په داسې حال کې چې نږدې دوه ملیارده مسلمانان رڼې رڼې سترګې ورته ګوري. د هند مشرک دولت نږدې ۲۲۰ میلیونه مسلمانان ربړوي او ورته وايي چې تاسو د دې هیواد اوسېدونکي نه یاست او باید له هنده لاړ شئ. د هند دولت د مسلمانانو جوماتونه ړنګوي، د میرمنو حجاب په زور لرې کوي او په علمي مرکزونو کې پر نجونو تیری کوي.کشمیر یې اشغال کړی او مسلمانان یې تر سخت ظلم لاندې نیولي دي، خو هېڅوک نشته چې د هندوانو د ظلم او تېري لاس ورلنډ کړي.
همدا ذلت دی چې په نړیوال سیاست او نړیوالو تعاملاتو کې، اسلامي امت هېڅ ارزښت نه لري. د نړۍ لوی او مهم ملتونه پر اسلامي امت له سره حساب نه کوي. پر اسلامي خاورو واکمن چارواکي د کفري دولتونو غلامان دي. د دوی ټول هم او غم دا دی چې خپل ځان او کورنۍ يې په قدرت کې وساتي او څه ډول امریکا، روسيې، چین، بریتانیې یا اروپایي ټولنې ته خدمت وکړي او هغوی راضي وساتي. نه ورته خپل رعیت او نه ورته خپل ارزښتونه کوم اهمیت لري.
دا ذلت، خواري او بې‌عزتي هغه وخت زموږ په برخه شوه چې موږ خپله لار بدله کړه. موږ د «وسط او شاهد امت» لار او اوصاف له لاسه ورکړل. موږ د امت په توګه د بني اسرائیلو له برخلیکه عبرت وانه خیست. د امت په توګه مو د بني اسرائیلو له هغو اوصافو او عادتونو واټن ونه نيوه، چې الله او د هغه رسول يې په اړه موږ ته خبرداری راکړی، بلکې هغه مو خپل کړل. ګام په ګام په بني اسرائیلو پسې روان یو. نو ځکه موږ د «وسط او شاهد امت» مقام له لاسه ورکړ. ځکه مو خپل عزت او قدرت د نورو ملتونو په منځ کې له لاسه ورکړ. 
خو له نېکه مرغه چې د الله تعالی د رحمت دروازې لا پرانستې دي او اوس هم وخت لرو. لومړی بايد زموږ حکام او چارواکي خپل رسالت او مسووليت درک کړي. د بني اسرائیلو له برخلیکه عبرت واخلي. د الله تعالی په دین منګولې ولګوي او په تطبیق، نصرت او اظهار کې د هیچا له ملامتۍ ونه ویریږي. همدا د چارواکو یوازینی بنسټیز  مسوولیت دی. همداراز مسلمان امت باید خپل اصل ته رجوع وکړي. پر هغو لارو له تللو او له هغو ناوړو صفتونو څخه ځان وساتي، چې بني اسرائیل يې هلاک کړل. الله تعالی د توبې دروازه پرانیستې ده. خو خدای مکړه، داسې نه چې دغه طلايي فرصت له لاسه ورکړو، بيا به لاسونه مروړو، خو پښېماني به هېڅ ګټه نه لري. 


وَلَن تَرْضَى عَنكَ الْيَهُودُ وَلاَ النَّصَارَى حَتَّى تَتَّبِعَ مِلَّتَهُمْ قُلْ إِنَّ هُدَى اللّهِ هُوَ الْهُدَى وَلَئِنِ اتَّبَعْتَ أَهْوَاءهُم بَعْدَ الَّذِي جَاءكَ مِنَ الْعِلْمِ مَا لَكَ مِنَ اللّهِ مِن وَلِيٍّ وَلاَ نَصِيرٍ .[بقره، ۱۲۰]

ژباړه: یهود او نصارا به هېڅکله له تاسو راضي نه شي، تر هغه چې د دوی د ملت [افکارو او نظامونو] پيروي ونه کړې. دوی ته ووایه چې یوازې د الله تعالی هدایت رښتینی هدایت دی، خو که له در رسېدلي علم سره سره بیا هم د دوی د نفسي غوښتنو پیروي وکړې، نو د الله تعالی له لوري به هېڅ دوست او مرستندوی ونه لرې. 





   ارسال نظر