د امریکا ولسمشر جوبایډن په وروستیو کې جاپان ته د خپل سفر پرمهال وویل: واشنګټن چمتو دی چې له تایوان څخه د دفاع لپاره د چین د نظامي برید پر وړاندې له نظامي ځواک څخه ګټه واخلي. د بایډن دغو بېمخینې خبرو ته په غبرګون کې د چین د بهرنیو چارو وزارت ویاند وویل: پکن د هېواد په ملي امنیت او ځمکنۍ بشپړتیا پورې د اړوندو مسائلو په برخه کې جوړجاړی نه دی کړی او هېڅ ډول امتیاز به ور نه کړي. دا په داسې حال کې ده، چې د سه شنبې په ورځ روسیې او چین پر اوکراین له برید وروسته خپل لومړی ګډ نظامي تمرین ترسره کړ