د اونۍ خبره: افغانستان د مهاجرت او د استعدادونو د فرار له تازه ناورین سره مخامخ دی
07/31/2021 | خالد مشعل

Print


د روانې مرګونې او ویجاړونکې جګړې، ناامنۍ، فقر، بیکارۍ او ناڅرګنده راتلونکې له وجې، هره ورځ په زرګونه افغانان چې ځوانان، میرمنې او ماشومانو په کې شامل دي، له خپل هیواد او ټاټوبي تښتي او ګاونډیو او د نړۍ لرې پرتو هیوادونو ته مهاجر کیږي. سره له دې چې دغه مهاجرت له ستونزو ډک او ډیری وخت د سر په قیمت تمامیږي، خو د دې خطر له درک او پیشبینۍ سره سره، مظلوم او کړیدلي افغانان د سختې بې‌وزلۍ او ناامنۍ له وجې، له خپل کور کلي څخه تېښتې ته زړه ښه کوي او وځي.
د روان زمري میاشتې په څلورمه نیټه، د آزادۍ راډیو (ګندهارا) انګلیسي برخې په خپل رپوټ کې ویلي چې د افغانستان د نیمروز ولایت د زرنج له ښار څخه هره ورځ ۱۰ زره کسان د پاکستان بلوچستان ایالت او ایران په لوري وځې. دا یوازې د نیمروز ولایت څخه د هغو افغانانو ارقام دي چې له هیواده وځي. د افغانستان له نورو بندرونو لکه تورخم، سپین بولدک، شیرخان بندر، اسلام قلعه او یوشمیر نورو قاچاقي لارو او بندرونو څخه لا دقیق ارقام په لاس کې نه شته. دا د هغو کسانو شمیر دی چې په غیر قانوني او قاچاقي توګه له هیواده تښتي. هغه کسان چې د پاسپورت او قانوني لارو څخه له هیواده تښتي، دقیق شمیر یي معلوم نه دی. خو د رسمي شمیرو له مخې، د ورځې شپږ زره کسان د پاسپورت د ویش له دفترونو څخه پاسپوت تر لاسه کوي او له هیواده یا وځي او یا هم وتلو ته آمادګي نیسي.
له بده مرغه، د امریکا متحده ایالاتو او د ناټو سازمان غړیو هیوادونو، افغانستان د جګړې، وحشت او مرګوني فقر په ډګر بدل کړ. دوی د خپل شل کلن حضور په نتیجه کې، داسې شوم او له وحشته ډک میراث پریښود چې افغانان یې اصلي قرباني دي. هغه څه چې اوس یي افغانان قیمت پریکوي، د امریکا د شل کلن اشغال او ظالمانه سیاستونو پایله ده.
په دې سر بیره، د جګړې دواړه لوري په دې مظلوم او ربړېدلي ولس هیڅ رحم نه کوي او هر ظلم او ستم چې وي، په دوی یي روا بولي او عملي کوي یې. ولس ته د عامه خدمتونو او سهولتونو وړاندې کول، د دولتونو اساسي وظیفه ده. خو د جګړې دواړه لوري په دې برخه کې سخت ناکام او حتی هیڅ طرحه او برنامه ورته نه لري. دوی نه یوازې چې ولس ته خدمات نه وړاندې کوي، بلکې په یوه او بل نوم باندې له خلکو پیسې اخلي او یا ورباندې نور مالي فشارونه راولي.
د سیمې او نړۍ یو شمیر دولتونه د افغانستان د فکري سټو او استعدادونو په جلب او جذب اخته دي. دوی د ویزو او نورو آسانتیاو په برابرولو سره، غواړي د افغانستان ځوان کدر او لوړ استعدادونه جذب کړي او د خپل هیواد د پرمختګ او آبادۍ په لار کې ترې ګټه واخلي. خو له بده مرغه چې زموږ د جګړې دواړه لوري دغه ناورین ته هیڅ توجه نه کوي او نه هم کومه بیړنۍ د حال لار ورته لري.
بهرنیو هیوادونو (خصوصا غیر اسلامي هیوادونو) ته تګ به یو موقت سکون او اطمینان وي. خو په اوږد مهاله کې له سترو فکري او فرهنګي خطرونو سره مخامخ کیدونکې مسئله ده. په مادي لحاظ به تر یو حده د دغو کډوالو ستونز کمه شي، خو په فکري او فرهنګي لحاظ دوی او د دوی راتلونکي نسلونه د بې‌دینۍ او سیکولر کیدو له ستر ګواښ سره مخامخ دي. تیښته او کډوالي د روان ناورین اساسي او دایمي حل نه دی. حل یي دا دی چې عام او خاص افغانان د روانې شومې، پردۍ او بې معنا جګړې په ختمولو سره خپل مسئولیت ادا کړي او په افغانستان کې د موجوده سیکولر، ګوډاګي، فاسد او غلام دولت په ځای، یو مقتدر اسلامي دولت ځای ناستی کړي چې یوازنی هدف یې د اسلامي شریعت تطبیق او د مسلمانانو خدمت او هوساینه ده. اسلامي نظام هغه نسخه ده چې ټول افغانان پرې را ټولیدلی شي او د وحدت یوازنی بدیل ده.
دا باید هېر نه کړو چې افغانان په فکري او رواني لحاظ په ډیر سخت وضعیت او فشار لاندې دي. دوی له روانې جګړې او نامعلومې راتلونکې سخت کړیږي او نه پوهیږي چې سبا به څه کیږي. د دغه مبهم او مرګوني وضعیت اصلي عامل او مسئول، د امریکا متحده ایالات دي. ښکیلاکګره امریکا هیڅ‌کله په افغانستان او اسلامي نړۍ کې اجازه نه ورکوي چې یو مقتدر اسلامي دولت تاسیس شي، تر څو وکولی شي چې د خپلو وګړو ستونزو او کړاونو ته رسیدګي وکړي.
په پای کې یوځل بیا ټینګار کوم چې که د جګړې لوري او افغان سیاستوال له افغانستان څخه د مهاجرت او استعدادونو د ډلییزې تیښټې موضوع ته جدي او عاجله توجه و نه کړي، نو پیل شوی بحران به دومره ستر او ژور شي چې بیا یي مهارول ډیر ګران او حتی ناممکن شي. د جګړې لوري او افغان سیاستوال دې اجازه نه ورکوي چې د دوی له لاسه او د دوی د غلطو سیاستونو له وجې، افغانان یو ځل بیا د فقر او کډوالۍ په اور وکړيږي او دوی یې د دنیا او آخرت د عذاب او محاسبې مسولین پاتې شي.




   ارسال نظر