د نېکمرغه لوی اختر په مناسبت د حزب التحریر-ولایه افغانستان د مطبوعاتي دفتر د مبارکۍ پیغام
07/19/2021 | د حزب التحریر - ولایه افغانستان مطبوعاتي دفتر

Print


د حزب التحریر- ولایه افغانستان مطبوعاتي دفتر د افغانستان څانګې حزب التحریر په استازیتوب ټول اسلامي امت، په ځانګړې توګه د حزب التحریر امير شیخ عطا بن خلیل ابو الرشته او د حزب التحریر شبابو (ځوانانو) ته د عيد الاضحی (لوی اختر) مبارکي وايي.
سږ کال لوی اختر په داسې حال کې را رسېدلی چې سل کاله کيږي د حق دین (اسلام) حاکمیت د ځمکې پر مخ له منځه تللی او د نړیوالو لپاره د اسلام دین د ستر فکر او ژوند بښونکي نظام په توګه د خلافت دولت له لارې نه پلی کيږي او په نورو اديانو، ايډیولوژیو او نظامونو باندې د غالب دين په توګه نه اظهارېږي. په داسې حال کې چې د دین اقامه او پر نورو اديانو، ايډيولوژیو او نظامونو باندې د حق دین اظهار (غلبه او حاکمیت) د تاریخ په اوږدو کې د پیغمبرانو بنسټیز ماموریت و او همداراز د اسلامي امت له بنسټیزو مکلفیتونو څخه ګڼل کېږي. له همدې امله اسلامي امت اوس د تاريخ په تر ټولو توره او بده دوره کې ژوند کوي.
ځکه له یوې خوا د مسلمانانو لومړۍ قبله د وینو څښونکو یهودو په منګولو کې ده. له بلې خوا سوریه د غم په ماتم کې ډوب ده. یمن په نیابتي جګړه کې سوځي. شرقي ترکستان (سینکیانګ) د چین د ظالم نظام تر واکمنۍ لاندې د دنیا په ستر زندان بدل شوی دی؛ خو د ترکیې، پاکستان او مصر په څېر ځواکمن پوځونه د مسلمانانو د مقدساتو او وینو د دفاع پر ځای د غرب نیابتي جګړې مخته وړي. آخر د ځمکې پر مخ په دغه یوازني غوره امت باندې څه شوي دي، چې نه را ويښېږي؟   
دلته په افغانستان کې خلک په خورا ناوړه او بد وضعیت کې ژوند کوي. له یوې خوا د کرونا، وچکالۍ، بې وزلۍ او بېکارۍ ناورینونه او له بلې خوا خلک د امریکا د ناولي او تور میراث (بین الافغاني جګړې) سره لاس او ګرېوان دي. که څه هم د افغانستان مسلمان او مجاهد ولس د ۲۰ کلونو فکري، سیاسي او نظامي مبارزې په ترڅ کې وکولی شول چې امریکا او ناټو په ګونډو کړي او په نیمه شپه کې يې په ډېر ذليلانه انداز کې د بګرام لویه پوځي اډه خالي کړه او ترې وتښتېدل.
که څه هم د امريکا نظامي حضور نور پای ته رسېدلی، مګر ليدل کيږي چې د هغوی ناسور ټپ د خپلو ستراتيژيکو موخو او چین ته د ضربې ورکولو لپاره افغانان یوې بلې جګړې ته ورټېل وهلي دي. امریکا د جګړې له ډګره د خپلې پښې له ایستو سره سم، یوې خوا ته افغانان په خپلو کې سره اچولي دي او له بل اړخه یې پاکستان او ترکیه په خپل استازیتوب په دې ناولې لوبه کې ښکېل کړي دي. 
لکه څنګه مو چې همېشه ويلي؛ د افغانستان، کشمیر، فلسطین او د اسلامي نړۍ نور ټول ناورينونه په یوازېتوب سره نه شي حل کېدلی. ځکه دغه خاورې د یوه واحد جسد په څېر دي، چې درد، رنځ، غم، خوشالي، سوله او جګړه یې سره یو دي. له همدې امله دغه ناورینونه ټول یوه ريښه لري: هغه د خلافت د دولت نشتوالی دی او بس.
دا د خلافت دولت دی چې مسلمانان سره متحد کوي او مهندسي شوې پولې له منځه وړي. خلافت په کور د ننه د اسلام دین پلی کوي او بهر ته یې د دعوت او جهاد له لارې لېږدوي. د خلافت دولت داسې ایماني فضا رامنځته کوي چې د دې په ځای چې د اسلام رشيد ځوانان په باطلو خپلمنځي او ډله‌ییزو جګړو کې ووژل شي، نړیوالو ته یې د اسلام د پیغام رسولو په لار کې قربانۍ ته چمتو کوي. دوی د ایمان او مستنیر فکر په وسله سنبالوي، څو حق او باطل سره بېل کړي او د فتنې په دغه ډګر کې وکولی شي د خپل تکلیف په تشخیصولو سره د دین د اقامې او خلافت دولت د تاسیس او حاکمیت لپاره مبارزه وکړي. د دین د اقامې لپاره مبارزه څه یو ستر ویاړ دی!
سره له دې چې د مؤمنانو اختر په کال کې دوه ځله راځي، مګر د خلافت د دولت په تاسیس او د اسلام د حاکمیت له امله به مؤمنان له اختر پرته هم خوشالۍ ولري. خلافت به مسلمانان د یهودو د دولت له شر، د امریکا، ناټو، چین او روسیې له ښکېلاکه او د دوی له نیابتي جګړو څخه خلاص کړي. له همدې امله د اسلام تر حاکمیت لاندې د اختر نمانځل له هغه اختر سره چې د کفر تر حاکمیت لاندې نمانځل کېږي ډېر توپیر لري. دا د الله سبحانه وتعالی ژمنه ده چې خلافت به بېرته تاسیسېږي او د شریعت په حاکمیت سره به مومنان ډېر خوشاله وي. نو د الله سبحانه وتعالی په ژمنه ایمان ولرئ، ځکه الله سبحانه وتعالی له خپلې ژمنې نه په شا کېږي.

لِلَّهِ الْأَمْرُ مِن قَبْلُ وَمِن بَعْدُ وَيَوْمَئِذٍ يَفْرَحُ الْمُؤْمِنُونَ (۴) بِنَصْرِ اللَّهِ يَنصُرُ مَن يَشَاءُ وَهُوَ الْعَزِيزُ الرَّحِيمُ (۵) وَعْدَ اللَّهِ لَا يُخْلِفُ اللَّهُ وَعْدَهُ وَلَٰكِنَّ أَكْثَرَ النَّاسِ لَا يَعْلَمُونَ (۶) الروم
ټول څه د الله په لاس دي، څه مخکې او څه وروسته. په هغه ورځ مؤمنان خوشالېږي. (هو!) د الله د مرستې له امله (خوشالېږي). الله چې چا ته وغواړي د هغه مرسته کوي او هغه (پر خپلو دښمنانو) سخت برلاسی او (پر خپلو دوستانو) سخت مهربانه دی. دا هغه وعده ده چې الله ورکړې ده او الله هېڅکله د خپلې وعدې خلاف عمل نه ترسره کوي. مګر ډېری خلک (چې کافران، مشرکان او منافقان دي، په دغه) نه پوهيږي.

په پای کې له الله سبحانه وتعالی څخه غواړو چې د الله سبحانه وتعالی د دین د حاکمیت لپاره د ټولو دعوت کوونکو دعوتونه قبول کړي او مسلمانانو ته په نصرت ورکولو سره خلافت تاسیس او مومنان د اختر د ورځو په څېر او حتا تر هغه زیات خوشاله کړي.

د حزب التحریر - ولایه افغانستان مطبوعاتي دفتر




   ارسال نظر