خلافت؛ د امت برخلیک ټاکونکې قضیه!
02/23/2021 | سمیر شهاب

Print


اسلام یو نړیوال دین دی او له نورو عقایدو او ايډیولوژیو څخه د یو بېل نړۍ لید او د انسان، ژوند او د کائناتو د دقیقې پېژندنې پر بنسټ ولاړ دی او د انسانانو د ژوند په اړه یو واقعي او ژغورونکی لیدلوری وړاندې کوي.
له آدمه تر خاتم النبیین پورې بشریت ته د هدایت د پیغام رسولو مسوولیت د پیغمبرانو پر غاړه و، ترڅو انسانان د ژوند د رښتینې موخې پر اساس له لارورکۍ او د ناسمو باورونو له ژوند څخه د یوه سعادتمند ژوند پر لور هدایت کړي. محمد صلی الله علیه وسلم د وروستي پیغمبر په توګه د اسلام پیغام د قیامت تر ورځې پورې د ژوند په ټولو برخو کې د یوې هراړخیزې حللارې په توګه د انسانانو لپاره پرېښود او خپل رسالت یې بشپړ کړ. پیغمبر صلی الله علیه وسلم په مکه کې د ۱۳ کلنو هڅې او مبارزې په پایله کې د امت د مشرۍ لپاره د یوې سیاسي دستګاه په توګه لومړی اسلامي دولت تاسیس کړ، ترڅو اسلام د یثرب په دننه کې پر پلي کېدو سربېره او بهر ته هم ولېږدوي. د الهي وحیې په بشپړېدو او د رسول الله صلی الله علیه وسلم له رحلت څخه درې ورځې وروسته ابوبکر صدیق رضی الله عنه د مسلمانانو د بیعت په واسطه د رسول الله صلی الله علیه وسلم د ځایناستي او د دولت د مشر په توګه د خلافت منصب ته وګومارل شو، ترڅو اسلام پلی کړي او نورو ته یې ولېږدوي.
له همغې ورځې راهیسې د اسلام رسالت د امت پر اوږو پاتې شو او خلفاوو یو پر بل پسې اسلام د نړۍ ګوټ ګوټ ته د دعوت او جهاد له لارې ورساوه. دې لړۍ په پېړیو پېړیو دوام وکړ، ترڅو په ۱۹۲۴م کال چې له ۱۳۴۲هـ.ق کال سره سمون لري، خلافت دولت د غربي استعمارګرو لخوا سقوط وکړ. مسلمانان ۱۳ نیمې پېړۍ د خلافت دولت تر چتر لاندې سره متحد وو او د خیر او عزت سرچینه ګڼل کېدل. کفارو هم د اسلام د روښنایۍ تر چتر لاندې په پوره ارامتیا کې ژوند کاوه. نن چې د خلافت دولت له نشتون څخه یوه پېړۍ تېرېږي، مسلمانان منحط شوي او اسلام یې له ژوند څخه لرې شوی دی. اسلامي امت چې په کلونو کلونو د هدایت د پیغام مرسته د نړۍ د روښنایۍ او د تیارو د له منځه وړلو مسوول و، نن ورځ په پوره ټمبلۍ سره دغه مسوولیت ته شا کوي. دا هغه رسالت دی، چې الله سبحانه وتعالی پر مسلمانانو فرض کړی دی. نن ورځ امت له اسلام او اسلامي حللارو څخه لرې شوی دی او کفري نظامونو او حللارو پرې خپل سیوری غوړولی دی. اسلامي امت چې د پېړیو په لړ کې یې د خلافت دولت تر چتر لاندې نورو ملتونو ته اسلام لېږداوه، نو د ژوند ټوله اندېښنه یې دا وه، چې نړۍ ته څه ډول اسلام ورسوي او څه ډول د اسلام واکمني پراخه کړي. دا امت اوسمهال په تفرقه کې ډوب دی او د نشنلېزم، دولت-ملت او ډیموکراسۍ په څېر وراد شویو ارزښتونو ته یې مخه کړې ده. امت له دې ټولو ستونزو سره هغه مهال مخ شو، چې د خلافت دولت له سقوط وکړ. مسلمانان اوسمهال باید خلافت ته د یوې برخلیک ټاکونکې قضیې په توګه وګوري او د بیاتاسیس لپاره یې نه ستړې کېدونکې هڅې وکړي.
له بل اړخه د خلافت د نشتون له امله نه یوازې مسلمانانو، بلکې ټول بشر زیان کړی دی او د اوسنیو نظامونو له ادرسه زیانمن شوي دي. نن ټوله نړۍ د پانګوال نظام له شره په امن نه ده. اوسنۍ نړۍ له بېلابېلو ناورینونو سر ټکوي. پانګوالۍ انسان د بدبختۍ په لوري کش کړی دی؛ له سیاسي ناورینونو او جګړو نیولې بیا تر اقتصادي او چاپېریالي ستونزو او ان د بشري نسل تر له منځه تللو پورې. .
له همدې امله اسلامي امت نه یوازې د ځان په اړه، بلکې د ټول بشریت، طبیعت او حتا د څارویو په اړه هم مکلف دی، ترڅو ټول د پانګوال نظام له شره وژغوري. ځکه اسلامي امت تر ټولو غوره امت دی، چې د ژوند په اړه له یوه واقعي لیدلوري او له بشپړو پیغامونو او حللارو سره مل دی. له نبوت وروسته بیا امت مکلف دی، چې اسلام پلی کړي او نورو ته یې ولېږدوي. لکه څنګه چې نږدې ۱۴ سوه کاله پخوا اسلام د خلفاوو په وسیله پلی کېده. اسلامي امت باید ټولو قضیو ته له اسلامي لیدلوري وګوري او له استعماري پولو او ناسمو افکارو (دولت-ملت او ملي ارزښتونو) څخه باید خپل ځان ازاد کړي او د متحد دولت په توګه یو ځل بیا خلافت تاسیس کړي. دا مسوولیت پر هر امت فرض شوی دی، نه یوازې دا چې مسلمانان د استعمار له تیري او ذلت څخه ازاد کړي، بلکې ټول بشریت او طبیعت باید د پانګوالۍ له ظلم څخه د خیر او فلاح پر لوري هدایت کړي.




   ارسال نظر