Print


حزب التحریر
مطبوعاتی دفتر
ولایه افغانستان
 
ګڼه: ح.ت.افغ ۱۶/۱۴۴۶ پنجشنبه ۰۹ ذوالحجه، ۱۴۴۶هـ ۰۵/۰۶/۲۰۲۵م

مطبوعاتي اعلامیه
حزب التحرير ولايه افغانستان ټول اسلامي امت ته د نېکمرغه لوی اختر مبارکي وايي او د دیني مراسمو په ترسره کولو کې وحدت شرعي اصل ګڼي

اللهُ أَكْبَرُ، اللهُ أَكْبَرُ، لا إِلٰهَ إِلَّا اللهُ، وَاللهُ أَكْبَرُ، اللهُ أَكْبَرُ وَللهِ الحَمْدُ

د حزب التحرير ـ ولايه افغانستان مطبوعاتي دفتر ټول اسلامي امت ته د نېکمرغه لوی اختر د را رسېدو په مناسبت مبارکي وړاندې کوي او هيله لري چې الله سبحانه و تعالی په خپل فضل او رحمت سره د مسلمانانو طاعتونه، عبادتونه، مجاهدتونه، قربانۍ، دعاګانې او د حج مناسک په خپل دربار کې قبول کړي.
لوی اختر د ابراهيمي أُسوې د مطلق اطاعت څرګندوی او د اسلامي امت د وحدت او يووالي يادوونکی دی. دا اختر بايد له رب العالمين سره د امت د عهد د تجديد او د مسلمانانو د پاشل شويو صفونو د بيا ځلې پيوند کېدو فرصت شي. خو بيا هم وينو چې واحد اسلامي امت په يو له سترو عبادي ـ سياسي مناسبتونو کې په تفرقه کې ولوېد.
د افغانستان دولت د سترې محکمې په اعلاميه کې راغلي دي: «د مياشتې د ليدو کمېټې د هېواد په هيڅ ولايت کې د ذوالحجة الحرام مياشت نه ده ليدلې او نه هم ګرانو هيوادوالو شرعي محاکمو ته د دې مياشتې د ليدو شاهدي وړاندې کړې ده. په دې اساس د راتلونکې اونۍ د شنبې ورځ د لوی اختر لومړۍ ورځ ده.»
که څه هم حاکم نظام دا تصميم د افغانستان د سياسي قلمرو په محدوده کې د خپل شرعي مسؤلیت د يوې برخې په توګه نيولی، خو له شرعي اړخه او د اسلامي امت د وحدت اصل ته په پام سره؛ په حرمين شريفين او نورو اسلامي خاورو کې د مسلمانانو د شهادت له پامه غورځول او يوازې په افغانستان پورې د مياشتې ليدلو محدودول، پر شرعي حکم باندې ملي ليدلوري ته د ترجيح ورکولو په معنا ده، چې دا چاره خورا اندېښمنوونکې ده، ځکه د مطالعو اختلاف په داسې عصر کې چې پیغامونه په خورا چټکۍ سره تبادله کېدی شي، جواز نه لري. رسول اکرم صلی‌الله‌علیه‌وسلم د میاشتې د ليدو په اړه خپل امت ته په صراحت سره داسې فرمايلي دي: "صُومُوا لِرُؤْيَتِهِ وَأَفْطِرُوا لِرُؤْيَتِهِ، فَإِنْ غُمَّ عَلَيْكُمْ فَأَكْمِلُوا الْعِدَّةَ شَعْبَانَ ثَلَاثِينَ" (رواه البخاري). یعنې: «د میاشتې په لیدو سره روژه ونیسئ او د میاشتې په لیدو سره یې ماته کړئ، خو که له تاسو پټه پاتې شوه، د شعبان دېرش ورځې پوره کړئ.‌» نو که د یو شمېر مسلمانانو د میاشتې ليدنې او شرعي شاهدۍ له امله حاجيان پر عرفات ولاړ وي،  نو امت نه شي کولی چې د سرحدي ديوالونو او ملي سياستونو تر شا  اختر بلې ورځې ته انتقال کړي. ځکه دا د دين له محکماتو څخه ده چې د شرعي احکامو مخاطب «امت» دی، نه «ملت»، او اسلام نړيوال دين او تر پولو پراخ دی.
له بده مرغه د همدې «دولت - ملت» د انحرافي مفکورې ـ چې پر اسلامي نړۍ يې سيوری غوړولی ـ پايله ده چې نه  يوازې د امت د اختر ورځ يې بېله کړې، بلکې د همدغه جزيره‌يي تفکر او ملي سياستونو پر اساس نن ورځ اسلامي امت نه شي کولی چې د غزې د مظلومانو نصرت ته ور ودانګي، د کشمير د مسلمانانو وينې له پامه غورځېدلې او شرقي ترکستان هم پر خپل حال پرېښودل شوی دی. حتا د شرعي احکامو او انساني ملاحظاتو له رعايت پرته د ايران او پاکستان لخوا د مظلومو افغان مهاجرو په زور شړل هم د ملت پالنې د دغه غير اسلامي نړۍ‌ليد له امله دي.
نو پر دغه اساس؛ په اسلامي نړۍ کې له دغو تفرقو، لارورکيو او روانو ظلمونو څخه د خلاصون يوازينۍ لاره د نبوت پر منهج د دويم راشده خلافت تأسيس دی؛ هغه دولت چې  امت د اسلامي عقيدې او شرعي حکم پر محور سره راټولوي او له اندونيزیا څخه تر مراکشه، له قفقاز څخه تر يمنه او له افغانستان څخه تر فلسطينه واحد صف تشکيلوي. د امت د خوشالۍ له ډکو ورځو څخه به يوه هغه ورځ وي چې د الهي نصرت دغه وعده، نبوي بشارت او د امت فوري اړتيا تحقق ومومي او دویم راشده خلافت يو ځل بیا په ځمکه کې را منځ ته شي:

﴿وَيَوْمَئِذٍ يَفْرَحُ الْمُؤْمِنُونَ بِنَصْرِ اللَّهِ ۚ يَنصُرُ مَن يَشَاءُ ۖ وَهُوَ الْعَزِيزُ الرَّحِيمُ﴾ (سوره روم، آیات ۴-۵)
ژباړه: «او په هغه ورځ مومنان د الله تعالی په نصرت خوشالېږي. هغه (الله تعالی) د هغه چا نصرت او مرسته کوي چې ويې غواړي او هغه برلاسی او مهربان ذات دی.»
د حزب‌التحریر - ولایه افغانستان مطبوعاتي دفتر




   ارسال نظر