د «روم اساسنامې» په څېر له نړیوال غربي نظم سره هم باید پریکون وشي
02/23/2025 | امیر حیدر

Print


د طالبانو د حکومت ویاند پنجشنبه په یوه خپره شوې اعلامیه کې د «روم اساسنامې» پر بنسټ د جرمونو نړیوالې محکمې له جوړښت څخه پریکون اعلان کړ. هغه وویل چې نور د دغې اساسنامې پر وړاندې حقوقي مکلفیت نه لري.
د حاکم نظام دغه پریکړه د ستایلو ده؛ رښتیا هم غربي بنسټونه د کمزورو هېوادونو پر وړاندې د سترو قدرتونو د فشار وسیلې او د هغوی جنایتونو ته قانوني بڼه ورکونکي دي. د نتنیاهو د نیولو په اړه د جرمونو نړیوالې محکمې له وروستۍ پریکړې وروسته هغه دوه ځله امریکا ته سفر وکړ؛ دغه راز د امریکا له ګواښ وروسته یادې محکمې په عراق او افغانستان کې د جنګي جرمونو پلټنې ودرولې.
خو، یوازې د جرمونو نړیواله محکمه یا کوم بل بنسټ نه دی چې د افغانستان حکومت ته یې ستونزې پیښې کړي؛ بلکې د امریکا په مشرۍ نړیوال نظم دی چې نه پریږدي دغه نوی زیږدلی دولت، اسلام د بهرني سیاست په توګه پلی او نور دولتونه پر ځان راټول یا له اوسنیو پولو څخه بهر ګام واخلي. لکه څنګه چې د طالبانو ویاند ویلي چې دغې محکمې په افغانستان کې د اشغالګرو د جنګي جنایتونو مخه نه ده نیولې؛ اوسنی نړیوال نظم هم د یادې محمکې په څېر چا ته اجازه نه ورکوي چې د مسلمانانو نصرت او ملاتړ وکړي. د غزې، کشمیر، ایغور او میانمار مسلمانانو ‌ټول‌وژنه يې ښکاره بېلګه ده.
نو، د روم اساسنامه او ویسټفالیا تړون دواړه د غربي نړیوال نظم قانوني سرچینې دي، همدغه بنسټونه او تړونونه دي چې په ننۍ نړۍ کې یې ملي پولې رسم کړې، ملت پالنه يې رامنځته کړې او مسلمانان يې تر پنځوسو پر ډېرو ټوټو وېشلي دي. هغه دولتونه چې د دغو قدرتونو نظم ته ننوځي، د استعماري قوانینو او تړونونو په دام کې لویږي، چې د ځمکنۍ بشپړتیا او د بل په چارو کې نه لاسوهنې اصل له مخې، اسلامي حکومت نه پرېږدي چې اسلام ولېږدوي او د مظلومو مسلمانانو ملاتړ وکړي.
ځکه خو له درېیو کلونو راهیسې غرب هڅه کوي چې طالبان په دغه نظم کې ذوب کړي او په دغې خاوره کې شرق او غرب ته د سیاسي اسلام د لیږد مخه ونیسي. غرب دغې موخې ته هغه وخت رسیدلی شي چې د افغانستان حکومت د ویسټفالیا تړون پر اساس رامنځته شوي نظم ته ننباسي او په نړیواله ټولنه کې غړیتوب ورکړي.
د افغانستان حکومت باید د روم اساسنامې په څېر له غربي نظم او له دغه نظم څخه راټوکېدلو ټولو تړونونو او بنسټونو سره پریکون اعلان کړي او پرځای یې د رسول الله صلی الله علیه وسلم پر منهج دویم راشده خلافت تاسیس کړي، چې اسلامي خاورې د یوه دولت تر مشرۍ لاندي راټولې، نورې سیمې د دعوت او جهاد له لارې فتحه او په نړۍ کې د دغه نړیوال غربي نظم بدیله پروژه وړاندې کړي.

﴿يَا أَيُّهَا الَّذِينَ آمَنُوا إِن تُطِيعُوا الَّذِينَ كَفَرُوا يَرُدُّوكُمْ عَلَىٰ أَعْقَابِكُمْ فَتَنقَلِبُوا خَاسِرِينَ* بَلِ اللَّهُ مَوْلَاكُمْ  وَهُوَ خَيْرُ النَّاصِرِينَ﴾ [آل عمران: ۱۴۹-۱۵۰]
ژباړه: «اې هغو کسانو چې ایمان مو راوړی! که د کافرانو اطاعت وکړئ، تاسو تېرو وختونو ته ګرځوي او بلاخره به تاسو زیانکاران شئ. (هغوی ستاسو مرستندوی نه دي) بلکه ستاسو ولي او سرپرست الله دی او هغه ترټولو ښه ولي دی.»




   ارسال نظر