مدح او اطراء؛ پېژندنه، شرعي حکم او د خلاصون لارې چارې يې
10/12/2024 | يما افغان

Print


په وروستيو کې په افغانستان کې د ټولنيزو رسنيو په فضا کې ليدل کېږي چې ځينې کسان د حاکم نظام او حکامو په مدحه (ستاينه، چاپلوسۍ او خياطۍ) کې دومره ژور تللي، چې له يوه اړخه د مدحې په ناوړه عمل بوخت دي، له بله اړخه له دې امله چې خپل ځانونه حکامو او نظام ته خواخوږي او نږدې معرفي کړي، پر نورو اسلامي ډلو او مسلمانانو تورونه لګوي او دروغ پسې ليکي/وايي او تر ټولو خطرناک اړخ يې دا چې دوی حکامو ته داسې تلقينوي چې هر څه سم دي، دوی کاملاً په سمه روان دي او هيڅ ستونزه نشته، چې دا کار يې د حکامو په فتنه کې اچول او له خپلو مسؤليتونو څخه د هغوی بې‌پروا کول دي. له همدې امله مې اړينه وګڼله چې د دې موضوع په اړه يو څه وليکم، تر څو له يوه پلوه مداحان (چاپلوسان او خياطان) خپل عمل او حيثيت ته متوجې شي او له بل پلوه حکام هم د دوی فتنه درک کړي.
د مدحې مفهوم
مدح چې ريښه يې مَدَح ده؛ په لغت کې د هجاء ضد ده او په ژبه د يو چا ستاينې يا د هغه د ښېګڼو بيانولو ته ويل کېږي، لکه چې ويل کېږي: «مدحه» يعنې د هغه ستاينه يې وکړه. په اصطلاح کې؛ خطيب شربيني داسې تعريف کړې: «مدحه هغه څه دي چې په وسيله يې ممدوح (ستايل کېدونکی شخص) د ښو صفاتو او ښېګڼو په بيان سره ځانګړی معرفي کېږي.» کفوي ويلي: «مدحه په ښو صفتونو د یو چا ستاينه او د هغه د ښېګڼو او فضايلو بيان ته ويل کېږي.».
اطراء چې ريښه يې طَرِيَ دی، په لغت کې لطافت، نرموالي او تازګۍ ته ويل کېږي؛ لکه چې ويل کېږي «أطرى فلانًا» يعنې د هغه ناحقه ستاينه يې وکړه، يا په داسې صفاتو يې هغه وستايه چې په هغه کې نه شته. په اصطلاح کې؛ بغوي ويلي: «اطراء د یو چا په مدحه او ستاينه کې تر حد تېرېدل او په هغه کې دروغ ويل دي». نووي ويلي دي: «په مدحه کې مبالغې او تر حده تېرېدلو ته اطراء ويل کېږي». سيوطي ويلي دي: «اطراء په داسې صفاتو د يو چا ستايلو ته ويل کېږي چې په هغه کې نه وي».
پورته بحث ته په کتو څرګندېږي چې «مدح» او «اطراء» مترادف او دواړه يوه معنا لري چې هغه د یو چا ستاينه، چاپلوسي او غوړه‌مالي ده، خو په دومره توپير چې مدح عامه او معنا يې پراخه ده خو اطراء خاصه او معنا يې محدوده ده؛ په دې توګه چې مدحه په غوره صفاتو سره د يو چا ستايلو ته ويل کېږي، که هغه صفات په هغه شخص کې وي او که نه وي، خو اطراء په داسې صفاتو سره د چا ستاينې ته ويل کېږي چې په ممدوح شخص کې هغه صفات نه وي.
د مدحې ډولونه او شرعي اړخ يې
مدحه دوه ډوله ده:
لومړی: د خپل ځان مدحه: دې ته ويل کېږي چې سړی د خلکو پر وړاندې د خپل ځان ستاينه کوي او ځان په غوره صفتونو موصوفوي. کېدی شي يو څوک په حقه د ځان ستاينه وکړي او ځان د خلکو پر وړاندې په داسې صفاتو موصوف کړي، چې پکې وي او کېدی شي چې په ناحقه د ځان مدحه او ستاينه وکړي او داسې صفتونه ځان ته منسوب کړي چې پکې نه وي. د خپل ځان مدحه ـ هغه که په حقه وي او که په دروغو ـ ناوړه عمل دی او نهي ترې شوې ده. ځکه د ځان مدحه په اصل کې د ځان تزکيه ده او شريعت له دغه کار څخه نهي کړې ده؛ الله سبحانه و تعالی فرمايي: «فَلَا تُزَكُّوا أَنْفُسَكُمْ هُوَ أَعْلَمُ بِمَنِ اتَّقَى» [النجم: 32] ژباړه: «د خپلو ځانونو تزکيه او سپيناوی مه کوئ، الله هغه څوک پېژني چې تقوا لري». دغه راز رسول الله صلی الله عليه وسلم فرمايلي دي: «لا تزكُّوا أنفُسَكم، اللهُ أعلَمُ بأهلِ البِرِّ منكم» ژباړه: «د ځان سپناوی او تزکيه مه کوئ، الله په تاسو کې نيکان پېژني». په تېره بيا که څوک په ناحقه د ځان مدحه کوي او ځان په داسې صفاتو موصوفوي چې په ده کې نه وي، نو دا کار له يوه اړخه د ځان تزکيه ده او له بله اړخه دروغ دي، چې دروغ هم په شريعت کې له ناوړه او حرامو اعمالو څخه دي؛ رسول الله صلی الله عليه وسلم فرمايلي دي: «وإياكم والكذب! فإن الكذب يهدي إلى الفجور، والفجور يهدي إلى النار» [بخاري] ژباړه: «له دروغو څخه ځان وساتئ، ځکه دروغ فجور ته او فجور اور (جهنم) ته لاره اواروي.». البته د خپل ځان مدحه په يو حالت کې روا ده، هغه دا چې يو څوک په حقه او د شرعي مصلحت په نيت د ځان مدحه وکړي، يا دا چې خلکو ته ځان وروپېژني، تر څو خلک د ده اهليت، شخصيت او علمي مستوی درک کړي او له ده څخه استفاده وکړي، لکه له ابن مسعود رضي الله عنه څخه روايت شوی دی چې هغه ويلي دي: «وَالَّذِي لا إلَهَ غَيْرُهُ ما مِن كِتَابِ اللهِ سُورَةٌ إلَّا أَنَا أَعْلَمُ حَيْثُ نَزَلَتْ، وَما مِن آيَةٍ إلَّا أَنَا أَعْلَمُ فِيما أُنْزِلَتْ، ولو أَعْلَمُ أَحَدًا هو أَعْلَمُ بكِتَابِ اللهِ مِنِّي، تَبْلُغُهُ الإبِلُ، لَرَكِبْتُ إلَيْهِ.» [متفق عليه]. ژباړه: «قسم پر هغه ذات چې له هغه پرته بل معبود نه شته؛ د الله په کتاب کې داسې سورت نه شته چې ما ته د هغه د نازلېدو ځای نه وي معلوم او داسې ايت نه شته چې ما ته يې د نزول سبب نه وي معلوم؛ که چېرې زه پوه شم چې يو څوک د الله پر کتاب تر ما ډېر پوهېږي او هغه داسې ځای وي چې اوښ ورته رسېدی شي، نو زه به پر اوښ سپور هغه ته ورشم». په دې ځای کې ابن مسعود رضي الله عنه د خپل ځان ستاينه کوي چې هغه تر بل هر چا پر قرآن ډېر پوهېږي، تر څو خلک وهڅېږي او له هغه څخه قرآن زده کړي. نو د خپل ځان دا ډول مدحه شرعاً ستونزه نه لري.
دويم: د بل چا مدحه: دې ته وايي چې څوک د بل چا ستاينه کوي او په غوره صفاتو يې موصوفوي. د بل چا مدحه هم کېدی شي چې په حقه وشي او کېدی شي په باطل سره وشي. يعنې کېدی شي يو څوک يو شخص په داسې غوره صفاتو وستايي چې په ممدوح شخص کې هغه صفات وي او کېدی شي په داسې صفاتو يې وستايي چې په ممدوح کې نه وي. د بل چا مدحه که په حقه وي او که په دروغو، ناوړه کار دی او شريعت ترې نهي کړې ده. د مدحې د ذم او ناوړوالي په اړه له ابو موسی اشعري رضي الله عنه څخه روايت دی، هغه ويلي دي: «سمع النبي صلى الله عليه وسلم رجلا يثني على رجل ويطريه في مدحه، فقال: اهلكتم او قطعتم ظهر الرجل». [متفق عليه] ژباړه: «رسول الله صلی الله عليه وسلم واورېدل چې يوه سړي د بل سړي ستاينه کوله او د هغه په مدحه کې يې مبالغه کوله، نو ويې فرمايل: تاسو هغه سړی (ممدوح) وواژه، د هغه ملا مو ماته کړه!».دغه راز په يوه بل حديث کې راغلي دي: « عن عبد الرحمن بن أبي بكرة ـ رضي الله عنه ـ، عن أبيه: أن رجلا ذكر عند النبي ـ صلى الله عليه وسلم ـ فأثنى عليه رجل خيرا، فقال النبي ـ صلى الله عليه وسلم ـ: ( ويحك، قطعت عنق صاحبك - يقوله مرارا - إن كان أحدكم مادحا لا محالة فليقل: أحسب كذا وكذا، إن كان يرى أنه كذلك، وحسيبه الله، ولا يزكي على الله أحدا » [متفق عليه] ژباړه: له عبد الرحمن بن ابي بکره څخه روايت دی، هغه له خپل پلار څخه په روايت ويلي چې د رسول الله صلی الله عليه وسلم په مخکې د یوه سړي يادونه وشوه، نو يوه سړي د هغه غوره ستاينه وکړه، رسول الله صلی الله عليه وسلم وفرمايل: «خوار شې! د خپل ملګري غاړه دې پرې کړه (هغه ته دې دومره زيان ورساوه لکه وژلی چې دې وي) دا خبره رسول الله صلی الله عليه وسلم څو ځله تکرار کړه او بیا يې وفرمايل: که چېرې اړینه وي چې له تاسو څخه يو څوک د چا مدحه وکړي، نو داسې دې ووايي: چې زه د هغه په اړه داسې او داسې ګومان کوم، که چېرې دی پوهېږي چې په هغه کې دغه صفات شته وي او نور حساب يې له الله سره دی او هغه يې پر حال ډېر ښه پوهېږي او الله تعالی ته دې د هيچا سپيناوی نه کوي». په دغو دواړو حديثونو کې د ممدوح ستاينه د هغه له وژلو سره تشبيه شوې ده، يعنې د يو چا مدحه په اصل کې هغه ته سخت زيان رسول دي، ځکه په دې سره کېدی شي، ممدوح شخص تکبر، استغنا، غرور، له ځان څخه رضايت او نورې ناوړه قلبي ناروغۍ پيدا کړي او اخرت يې برباد شي. دا چې په حديث کې مدحه د يو چا له وژلو سره تشبيه شوې ده، دا د دغه کار په سخت ناوړه‌والي دلالت کوي چې بايد ځان ترې وساتل شي. دغه راز له مقداد بن عمرو بن اسود رضي الله عنه څخه روايت دی، هغه ويلي دي: «أمرنا رسولُ اللهِ صلَّى اللهُ عليه وسلَّم أن نحثوَ في وجوهِ المدَّاحين التُّرابَ» [صحيح مسلم] ژباړه: «رسول الله صلی الله عليه وسلم موږ ته امر کړی دی چې د مداحانو (ستايونکو، چاپلوسانو او خياطانو) مخ ته خاورې ور وشيندو».
ځينو علماوو د خلکو مدحه حرامه او او ځينو شديده مکروه ګڼلې ده. البته د خلکو مدحه په ځينو ځانګړو حالاتو کې مباح او آن ځينې وختونه مستحب هم ده. دا په هغه صورت کې چې مدحه د يو چا په غياب کې وشي، البته چې دروغ پکې نه وي او يا يې په حضور کې وي، خو د خير او مصلحت په نيت وي او د ممدوح په اړه دا ډاډ موجود وي چې هغه د مدحې له امله په فتنه کې نه لوېږي او د تکبر، استغنا او نورو قلبي ناروغيو نه ښکار کېږي. لکه رسول الله صلی الله عليه وسلم چې د خپلو اصحابو لکه ابو بکر، عمر، علي، عثمان، ابو عبيده بن جراح... رضي الله عنهم مدحه او ستاینه کړې، چې په اړه يې صحيح روايات راغلي دي.
د مدحې او اطراء ناوړه پايلې
مدحه او اطراء هم د مداح (چاپلوس، غوړه مال او خياط) لپاره ناوړه پايلې لري او هم د ممدوح (ستايل کېدونکي شخص) لپاره. د ممدوح لپاره يې ناوړه پايلې دا دي چې مدحه په دين کې د ممدوح شخص د هلاکت لامل کېږي، لکه رسول الله صلی الله عليه وسلم چې فرمايلي دي: «قطَعْتَ عُنُقَ صاحِبِك» او «قطَعْتُم ظَهرَ الرَّجُلِ» چې دا په دین کې د هغه هلاکېدل او په فتنه کې د هغه لوېدل دي. دغه راز مدحه په ممدوح شخص کې تکبر، عجب او غرور را منځ ته کوي، چې بيا ورته ځان تر تولو غوره، صالح او مستحق شخص ښکاري چې د دغو قلبي ناروغيو له امله يې هلاکت په برخه کېږی. دغه راز مدحه په ممدوح شخص کې استغناء را منځ ته کوي چې له امله يې د خير په کارونو کې زيادت نه کوي، له خپلو اعمالو څخه راضي کېږي او غافل ترې جوړېږي. دغه راز که چېرې ممدوح شخص ظالم، فاسق او فاجر وي، نو په خپله مدحه خوشالېږي او نور هم خپل ظلم، فسق او فجور ته دوام ورکوي.
همدا شان مدحه د مداحينو او چاپلوسانو لپاره هم ناوړه پايلې لري؛ لکه دا چې مداحان او غوړه‌مال د مدحې او چاپلوسۍ له امله له ذلت، سپکوالي او اهانت سره مخ کېږي چې د خلکو ترمنځ سپک حيثيت لري، په خورا سپکو او ذليلو نومونو يادېږي او خلک په سپکه سترګه ورته ګوري. دغه راز پر دنيوي بې حيثيتۍ او ذلت سربېره مداحان په مدحه کې د دروغو، نفاق او غوړمالۍ له امله په اخرت کې هم د خپل دغه عمل جزا او عذاب ويني.
تر ټولو ناوړه مدحه او اطراء
مدحه او اطراء ناوړه عمل دی، خو د مدحې او اطراء تر ټولو ناوړه ډول د حکامو او حکومتونو مدحه ده. ځينې انسانان چې په اکتسابي ډول بې غيرته او بې مرؤته شوي وي، هغوی د دې پر ځای چې د يوه عزتمن کسب له لارې ځان ته نفقه پيدا کړي، د طمع، مال او متاع په خاطر د حکامو او حکومتونو مدحې ته مخه کوي. د تاريخ په اوږدو کې دغه ډول خلک په مختلفو بڼو راښکاره شوي دي؛ لکه درباري علماء، درباري شاعران، درباري خطيبان، درباري مؤرخين، درباري ټوکماران... . په اوس زمانه کې دغه ډول خلک په دولتي خياطانو شهرت لري چې د پنځو روپو او ناچيزه تنخوا په خاطر يې خپل ايمان او وجدان تر پښو لاندې کړی او خياطۍ او چاپلوسۍ ته يې مخه کړې ده. د حکامو او نظامونو مدحه ځکه تر ټولو ناوړه مدحه ده چې په دغه کار سره حکامو ته تلقينېږي چې هغوی چې هر څه کوي سم يې کوي؛ کله چې حکام ظلم کوي، خياطان يې توجيه کوي، کله چې حکام اسلامي احکام نه پلی کوي، خياطان دلايل ورته تراشي، چې په دې سره حکام له خپلو اعمالو څخه راضي کېږي او خپلو تېروتنو ته نه متوجه کېږي او په پايله کې په فساد کې ښکېلېږي. څه ډول چې په پورته حديثونو کې مدحه د ممدوح وژل او د هغه د غاړې پرې کېدل بلل شوي، يعنې په دغه کار سره ممدوح شخص په دين کې په فتنه کې لوېږي او له هلاکت سره مخ کېږي، نو که چېرې دغه شخص (ممدوح) حاکم او واکمن وي، نو د هغه د شخصيت وژل او په دين کې د هغه په فتنه کې اچول ډېرې ناوړه پايلې لري، ځکه حاکم د رعيت مسؤل دی، نو کله چې حاکم د خياطۍ او غوړه‌مالۍ په وسيله تېر ايستل شي، مغرور شي، له خپل ځان او اعمالو څخه راضي شي، خپل ظلم او فساد ته متوجه نه شي او نواقص يې ورته ښېګڼې ښکاره شي؛ نو د هغه په فساد سره ټوله ټولنه فاسدېږي.
د مداح پر وړاندې د ممدوح شرعي غبرګون
ممدوح شخص، په ځانګړې توګه که ممدوح حاکم وي، نو مداحان او غوړه مالان بايد له ځانه وشړي او کله چې له چا څخه خپله مدحه اوري، بايد خوله يې ور بنده کړي. لکه رسول الله صلی الله عليه وسلم چې د یوه پيغمبر، واکمن او د دولت د ریيس په حيث خلکو ته ويل: «لا تُطْروني كما أطْرَتِ النَّصارى ابنَ مريمَ؛ فإنَّما أنا عبدُه، فقولوا: عبدُ اللهِ ورَسولُه» [بخاري] ژباړه: «زما له مبالغې ډکه ستاينه مه کوئ، لکه څه ډول چې نصاراوو د عيسی عليه السلام په ستاينه کې مبالغه کوله؛ زه د الله بنده يم، نو د الله بنده او د هغه رسول راته واياست». دغه راز له نافع څخه روايت دی چې يوه سړي ابن عمر رضي الله عنه ته وويل: اې غوره انسانه، يا اې د غوره انسان زويه، نو ابن عمر رضي الله عنه ورته وويل: «نه زه غوره انسان يم او نه د غوره انسان زوی يم، بلکې د الله د بندګانو له ډلې يو بنده يم، له الله څخه هيله لرم او له هغه څخه وېرېږم. پر الله قسم تاسو تر هغه يو سړی نه پرېږدئ، تر څو چې هلاک يې کړئ!» دغه راز مالک بن دينار رحمه الله ويلي دي: «څوک چې د چا په باطله مدحه خوشاله شو، نو هغه شيطان ته اجازه ورکړه چې د ده زړه ته ننوځي». همدا شان امام غزالي رحمه الله هم په احياء العلوم کې ويلي دي: «مدحه هم د مادح (مدح کوونکي) لپاره افت دی او هم د ممدوح لپاره؛ د مادح لپاره ځکه افت دی چې هغه په مدحه کې ډېری وخت دروغ وايي او د ممدوح لپاره ځکه افت دی چې هغه په خپله مدحه رياءکار کېږي، په تېره بيا چې هغه فاسق او ظالم وي».
نو که حکام تقوا ولري، له دنيوي رسوايۍ او اخروي عذاب څخه وېره ولري او غواړي چې په دنيا کې د مسلمانو حکامو په حيث خپل تکليف ادا کړي؛ نو اړينه ده چې مداحان، چاپلوسان او خياطان له خپل شاوخوا څخه لرې کړي، ويې نه نازوي، خولې يې پلستر کړي او د مدحې اجازه ور نه کړي. په ځانګړې توګه اوس په افغانستان کې يو شمېر معاش خواره مداحان پيدا شوي دي چې په ښکاره د حکامو او نظام د منحرف کولو هڅې کوي، دوی په خپله ناوړه مدحه او اطراء حاکم نظام او حکام د معصوميت تر کچې ستايي؛ نظام د اسلام بشپړ تطبيقوونکی بولي او حکام تر خلفاء راشدينو کم نه بولي. په داسې حال کې چې حاکم نظام ډېرې ستونزې لري، د اسلام ډېری احکام نه پلي کوي. نه يې داخلي سياست بشپړ پر اسلام ولاړ دی او نه په بهرني سياست کې اسلام پلی کوي. که دوی مداحان له ځانه وشړي او چوپ يې کړي، نو حتماً خپلو نيمګړتياوو ته متوجه کېږي او د حل لپاره يې ګام پورته کوي، خو که مداحانو ته اجازه او تنخوا ورکړي، نو هغوی يې پر نيمګړتياوو پرده غوړوي او له ځان سره يو ځای يې د هلاکت کندې ته غورځوي.
د مداحۍ له ناروغۍ څخه د خلاصون لارې چارې
علماوو د مدحې او خياطۍ له ناوړه ناروغۍ څخه د خلاصون لپاره لاندې لارې چارې تجويز کړي دي:
۱: مادح شخص ته پکار ده چې خپله ژبه معالجه کړي او له خير پرته نور څه و نه وايي. لکه رسول الله صلی الله عليه وسلم چې فرمايلي دي: «من كان يؤمنُ باللهِ واليومِ الآخِرِ فليقُلْ خيرًا أو ليصمُتْ» [متفق عليه] ژباړه: «څوک چې پر الله او د اخرت پر ورځ ايمان لري، نو يا دې د خير خبره وکړي او يا دې چوپ شي».
۲: دې ته بايد شعوري متوجه شي چې په هيڅ شي کې به غلو او مبالغه نه کوي.
۳: له مداحانو سره دې پريکون وکړي او ملګرتيا دې ورسره پرېږدي، تر څو د خياطۍ او چاپلوسۍ له فضا څخه لرې او د مداحانو له اغېزې خلاص شي.
۴: د خپل ځان او حيثيت درناوي ته پام وکړي او د مدحې په بدل کې له ذلته ډکې تنخوا غوره او با عزته بديل پيدا کړي.
پايله
مدح او اطراء (چاپلوسي، غوړه‌مالي او خياطي) شرعاً ناوړه عمل دی چې مادح او ممدوح دواړو ته زيان رسوي. د مادح حيثيت په دنيا کې د خلکو تر پښو لاندې کوي، ذليل او حقير ژوند پرې کوي او په اخرت کې هم د مدحې، کذب او د خلکو په فتنه کې اچولو له امله جزا ويني. ممدوح هم هلاکوي او د تکبر، غرور، عجب، استغناء، غفلت... په ناروغيو يې اخته کوي. په ځانګړې توګه که ممدوح حاکم او واکمن وي، نو زيان يې يوازې تر هغه پورې نه محدودېږي، بلکې ټول رعيت ته يې زيان رسېږي او ان اسلام ته يې زيان رسېږي. نو ممدوحينو ته پکار ده چې مداحان ورټي، خولې يې ور بندې کړی، جايزې او امتيازات ور نه کړي او له فتنې يې ځان وساتي. رعيت ته هم پکار ده چې له يوه اړخه مداحان د هغوی سپک عمل ته متوجې کړي، ويې رټي او له دغه ناوړه عمل څخه يې راوګرځوي او له بله اړخه حکام د مداحانو فتنې ته متوجه کړي او د هغوی په دام کې له ښکېلېدو څخه يې را وګرځوي.




   ارسال نظر