د ایران نمایشي توغندي د اسرائیل بقاء تضمینوي!
10/12/2024 | یوسف ارسلان

Print


ولې مو تاریخي حافظه کمزورې او سیاسي فکر مو ضعیف دی؟ زما دا نظر له هیڅ ډول تعصب سره مه تړئ. پر اسرائیل د ایران برید نمایشي و چې پایله يې د فلسطین اشغال او د یهودانو جنایت نور هم غزولی شي. دلایل یې دا دي:
اسرائیلو پرله پسې ایراني اهداف په نښه کړي او د هدف منځ یې ویشتلی. د ایران د اټومي ساینسپوهانو ترور، د اسماعیل هنیه شهادت، پر نظامي تاسیساتو برید او همداسې نور سایبري بریدونه د ایران په خاوره کې ترسره شوي. د دې تر څنګ د قاسم سلیماني وژل کیدل، په دمشق کې د ایران پر سفارت هوایي برید او د حسن نصرالله، او د حزب الله د نورو مهمو مشرانو او د ایران د سپاه پاسداران مهمو غړو وژل کیدل دا ټولې د اسرائیل لاسته راوړنې دي.
ایران څه وکړل؟ ایران د عامه افکارو په منحرف کولو مصروف دی. د سلیماني د انتقام اخیستو لپاره یې په عراق کې د امریکا پر اډه (عین الاسد) راکټونه وویشتل چې یو کس هم پکې زخمي نه شو. وروسته ټرمپ افشا کړه چې د دغه برید لپاره له دویسره همغږي شوې وه. د دمشق برید د انتقام لپاره یې څه وخت مخکې پر اسرائیلو راکټونه ورخوشې کړل چې د مصر او اردن په دښتو کې ولږیدل، لسګونه توغندي وو، خو یو کس یې هم ټپي نه کړ. بیا هم ویل کیده چې دا همغږي شوی عمل و. د حسن نصرالله له وژل کیدو سره ایران ته نور حیثیت پاتې نه شو، اوس یې دغه بالیستکي برید د حسن نصرالله د ګټلو لپاره نه، بلکې د خپل حیثیت د اعادې لپاره وکړ. ۱۸۰ توغندي يې پر اسرائیلو وتوغول چې ډېری یې د اسرائیلو له خوا خنثی او ځينې یې پر ځمکه ولګېدل چې هغه هم تلفات نه لري، دغه بالیستیکي برید چې میلیونونه ډالر یې ارزښت و او تبلیغاتو یې ټوله نړۍ په سر اخیستې وه، نتیجه یې هیڅ وه. دا د ایران سټراټيژیکه ماته ده چې حیثیت یې نور هم ضربه ولیده. په همدغه وخت کې د هغو دوو فلسطیني ځوانانو برید ډیر تلفات واړول چې په نشت امکاناتو يې تر شلو ډېر یهودیان مړه او ټپيان کړل. ځکه بیا هم ويل کېږي چې د دغه برید په هکله ایران له امریکا سره همغږي کړې وه. له امريکا سره د دغې همغږۍ دليل دا دی چې امريکا له دې وېره لري چې داسې نه چې د اسرائيلو کړنې پراخې سيمه‌ييزې جګړې ته لمن ووهي او له کنټروله ووځي. نو له دې اړخه دغه بریدونه د امريکا له زرغون څراغ سره مله وو. د يادونې وړ ده چې په اسرائيلو کې د نتنياهو په مشرۍ حاکم ټيم هڅه کوي چې په غزه کې د سولې مسله داسې پېچلې کړي چې د امريکا تر ټاکنو پورې دغه بحران د حل وړ و نه ګرځي، تر څو په پايله کې يې د امريکا په ټاکنو کې د ډيموکراټانو ټيم ماته وخوري. نتنياهو پر دې باور دی چې واک ته د ټرمپ په رسېدو سره به هغه په اسرائيلو کې د حاکم ټيم ډېره ننګه وکړي او د منافعو په تأمين کې به يې ډېره مرسته ورسره وکړي.
د فلسطیني ماشومانو ویډیو مې ولیدله چې دې برید ته یې خوشحالي کوله او همداسې د نړۍ اکثره مسلمانان ورته خوشحاله وو، ځکه منتظر وو چې زړونه یې یخ شي، خو ایران د اسلامي نړۍ له احساساتي مسلمانانو سره لوبې کوي، غواړي عامه افکار اغوا کړي او ځان د مسلمانانو مدافع وښیي، په داسې حال کې چې د اسرائیلو جنایت ادامه لري، هر ځای کې له شورماشور پرته خپل هدف په نښه کوي، اسرائیل اوس هم ځان داسې معرفي کوي چې هیڅ څوک د هغه د هجومی برید مخه نه شي نیولی او په دفاعي حالت کې حتی د ایران بالیستیکي برید هم خنثی کولی شي. ایران دا ثابتول غواړي چې له اسرائیلو سره زور مه وهئ او د یو واقعیت په توګه یې ومنئ، ایران د یو ملي دولت په توګه نور نه غواړي له دغه بريد څخه کوم غټ برید وکړي (ایراني مسوولینو په ډاګه کړه چې نه غواړي داسې شخړو ته ادامه ورکړي)، په داسې حال کې چې ایران تر دې ستر بریدونه کولی شي، خو ایران ته تر هر څه وړاندې خپله بقا او ګټه مهمه ده. دا د ملي دولتونو عاقبت دی.
هغوی چې د سياسي اوضاعو په اړه دقيق سياسي ليد نه لري، تېروځي. د موضوع واقعيت دا دی چې ايران او امريکا ښکاره دښمنان او د پردې شا ته دوستان دي. له بده مرغه ډېری مسلمانان او اسلامي ډلې د دغه واقعيت له درک پرته تېروځي او د ايران او امريکا د دسيسو او تبليغاتو ښکار کېږي. ايران د افغانستان او عراق په اشغال او د سوريې د انقلاب په ځپلو کې د امريکا مرستندوی و. له همدې امله موږ وایو چې یوازې مادي امکانات مهم نه دي، د اسلام سیاسي فکر مهم رول لري او دغه سیاسي فکر یواځې د خلافت په دولت کې عملي کیدلی شي، نو عجیبه نه ده چې نتنیاهو یواځې د خلافت له تاسیس څخه وېرېږي او بس.




   ارسال نظر