د امر باالمعروف او نهى عنالمنكر پر وړاندې؛ د فتنې، فساد، بغاوت او تفرقې له مفاهيمو ناوړه ګټه اخيستنه!
له سياست پرته
اسلام د ځمکې پر مخ ژوندی دين نه دی. ځکه اسلام ځمکې ته د دې لپاره را استول شوی،
ترڅو د بشري ژوند ټولې برخې د اسلامي نظام (حللارو) په واسطه تنظیم کړي. دغه سياست
(د چارو سرپرستي) د امت او دولت لخوا په ګډه تمثيلېږي. امت په خپل نيابت له خليفه
سره بيعت کوي، ترڅو پر دوی یوازې اسلام پلی کړي.
د اسلام دغه سياسي
طبیعت ته په کتو، شريعت حاکم او رعيت دواړو ته د پام وړ مکلفیتونه او وجيبې ټاکلې
دي. له همدې امله د حاکم او رعیت ترمنځ اساسي اړيکه؛ د اسلام په تطبیق او حمل کې د
استازيتوب او نيابت اړيکه ده. نو حاکم د رعیت هغه استازی او نایب دی، چې شرعاً یې
د بيعت له لارې د دې لپاره غوره کړی، چې پر اسلامي ټولنه د بشري ژوند په ټولو برخو
کې یوازې او سوچه اسلام تطبیق کړي.
نو پر همدغه بنسټ
د حاکم دنده یوازې د اسلام بشپړ تطبیق، د رعیت د ژوند د ټولو برخو د چارو سرپرستي
او نړۍ ته د اسلام لېږد دی. همدارنګه د رعيت دنده دا ده، چې په هر حالت؛ خوښۍ او
خفګان، سختۍ او آسانۍ کې د خپل حاکم بشپړ اطاعت او ملاتړ وکړي او چارواکي د اسلامي
هدایت پر مستقيمه لاره روان وساتي.
همداراز دولت او
چارواکي د رعيت لخوا په دوامداره توګه څارل کېږي، ترڅو هغوی له شريعت او مستقيمې
لارې څخه انحراف ونه کړي. په دې اړه وخت په وخت تذکر ورکوي، د خلکو په چارو کې د
غفلت او د اسلام په ښه تطبیق کې د بې غورۍ په اړه ورسره علني محاسبه کوي، امر په
معروف کوي او له منکراتو څخه يې نهی کوي او همدارنګه د زړه له کومي او په پوره
اخلاص سره نصيحت ورته کوي.
د حاکم او رعیت
ترمنځ د اړيکې پورتنی تصوير د اسلام ريښتينی تصوير او د نهضت او ويښتيا د حالت
تصوير دی. خو د بشري فطرت له امله، چې انسان معصوم نه دی، تل ګناه کوي، له قدرت،
دنیا او مال سره يې مينه وي، نو ځکه د وخت په تېرېدو سره دغه روښانه تصوير پيکه
کېږي او آن تر دې چې منحرفېږي او اسلامي دولت او امت د انحطاط پر لور درومي. نو
ځکه اسلامي امت ته اړينه ده، چې تل د دولت په توګه اسلامي عقيده او شريعت په ټولنه
کې د تطبیق له لارې معروف او مشهور کړي، کفري مفکورې، قوانين او رواجونه د منعه
کولو له لارې منکر او ناآشنا کړي. په همدې توګه د رعيت د فرد- فرد، همداراز د
سياسي احزابو او جماعتونو دنده او مکلفیت هم دا دی چې تل په معروف سره امر وکړي او
له منکر څخه نهی وکړي.
د اسلام،
مسلمانانو او اسلامي ټولنې دغه روښانه تصوير په نبوي او راشده دولت کې تر ټولو
څرګند ښکاري، همداراز د یو شمېر اموي، عباسي او عثماني خلفاوو د سياست دغسې روښانه
تصوير هم شته. په دې معنی؛ چې د پورته روښانه تصوير لرونکي او ويښ اسلامي دولت او
امت رامنځته کېدل، کوم ناشونی عمل نه دی، بلکې د اسلامي تاريخ په اوږدو کې په
وار-وار تکرار شوی دی.
تر کله چې حاکم او
رعيت ته د ژوند اساسي موخه (ابتلا؛ د انسان افشا کېدنه) روښانه وي او د حاکم او
رعيت یوازنۍ موخه د الله سبحانه وتعالی د رضایت ترلاسه کول وي، نو دوی دواړه بشپړه
تقوا او ويښتابه لري او پر مستقيمه لاره متين او پياوړي ګامونه ږدي. خو کله چې
شیطان ورڅخه د ژوند هدف هېر کړي، له قدرت او دنيا سره یې مينه زياته شي؛ نو انحطاط
او انحراف پیلېږي. له همدې امله کله چې دغسې انحرافات او انحطاط رامنځته شوی، متقي
او ويښو مسلمانانو په لاس، ژبه او زړه باندې یې د هغوی د تغییر او بدلون هڅه کړې
او بالاخره یې د دغه انحطاط مخه نيولې ده. همدغه ميکانیزم د دې سبب شوی، چې د نورو
آسماني اديانو برخلاف موږ ۱۴ پېړۍ وروسته هم د اسلام اساسي سرچينې (قرآن او سنت) له
هر ډول تحریف پرته له ځان سره لرو.
د اسلام دغه سياسي
طبیعت دوامدارې ويښتیا او تقوا ته اړتيا لري. خو هغه حاکمان چې له دنیا، قدرت او
مال سره مينه پیدا کړي، بيا د رعيت د کابو کولو لپاره له ځينو اسلامي مفاهيمو څخه
ناوړه ګټه پورته کوي او په رعيت کې د نصيحت، امرباالمعروف، نهی عن المنکر او
محاسبې مخه نيسي. تر دې چې پورته یاد شرعي مفاهيم د ځينو نورو مفاهيمو په واسطه
محکوموي او بالاخره د خپلې واکمنۍ او قدرت د ادامې او يا هم د خلکو د غلي کولو
لپاره له هغو ناوړه ګټه اخلي. نو دغه مقدمې ته په کتو؛ په دې ليکنه کې غواړم ځينې
دغه ډول مفاهيم روښانه کړم، ترڅو په دې اړه د امت ترمنځ د پوهاوي او ويښتابه سبب
شي او په څرګنده توګه وکولای شي، خپل مکلفیت د حاکم او چارواکو له تور او تهمت څخه
بېل کړي او د محاسبې او امر باالمعروف او نهی عن المنکر جرئت له لاسه ورنه کړي.
دغه مفاهيم فتنه، فساد، بغاوت او تفرقه دي.
۱. فتنه:
مقاییس اللغه د
فتنې رېښه د (فَتَنَ) له اصل څخه بللې چې په ابتلا (د اصل افشا کېدل) او
اختبار (د زور او یا بلې هرې ناوړه لارې
له چا معلومات اخیستلو) ته وايي، مثلاً (فَتَنْتُ الذَّهَبَ بِالنَّارِ) ما سره زر
په اور سره و آزمويل. همداراز فتان شیطان ته ويل کېږي. همداراز (قَلْبٌ فَاتِنٌ)
هم کارول کېږي. خلیل بيا (الْفَتْنُ) د سوځولو په معنی کارولی دی.
امام راغب اصفهاني
په مفردات القرآن کې د (الفَتْنِ) رېښه؛ اور ته د طلا داخلول بللې، ترڅو پاکه او
سوچه شي او نور معدني مواد ورڅخه بېل او یا هم وسوځول شي. همداراز الله سبحانه
وتعالی اور ته د انسان د داخلولو لپاره هم کارولې ده. هغه سبحانه وتعالی فرمايي:
«يَوْمَ هُمْ عَلَى النَّارِ يُفْتَنُونَ» یعنې: کله چې دوی په اور وسوځول شي.
همداراز الله سبحانه وتعالی فرمايلي دي؛ «ذُوقُوا فِتْنَتَكُمْ» یعنې: عذاب مو
وڅکئ. همداراز هغه څه ته چې عذاب ترې حاصليږي هم کارول شوې ده: «أَلا فِي
الْفِتْنَةِ سَقَطُوا» يعنې پوه شئ چې په عذاب کې ولوېدل. کله هم د ازمويلو په
معنی کارول شوې: «وَفَتَنَّاكَ فُتُوناً» یعنې په فتنې سره مو وازمويلې. همداراز
هغه ابتلا ته هم ويل کېږي چې انسان ته د سختۍ او اسانۍ څخه رسېږي: «وَنَبْلُوكُمْ
بِالشَّرِّ وَالْخَيْرِ فِتْنَةً» یعنې تاسو د شر او خير په فتنې سره ابتلا (افشا)
کوو.
فتنه له یوې خوا
داسې افعال دي چې د الله سبحانه وتعالی له لوري ترسره کېږي. له بل پلوه فتنه کېدلی
شي د بنده له خوا هم ترسره شي. لکه بلا، مصيبت، قتل، عذاب او نور ناوړه اعمال. خو
کله چې د الله سبحانه وتعالی له لوري فتنه ترسره کېږي، تر شا يې ستر حکمتونه وي او
کله چې د انسانانو له لوري ترسره کېږي، نو د حکمت خلاف وي. له همدې امله الله
سبحانه وتعالی د انسان بېلابېلې فتنې بدې بللې دي، لکه: «وَالْفِتْنَةُ أَشَدُّ
مِنَ الْقَتْلِ» یعنې؛ فتنه تر قتل ډېره سخته ده. یا: «إِنَّ الَّذِينَ فَتَنُوا
الْمُؤْمِنِينَ» یعنې هغه کسان چې مؤمنان په فتنه (عذاب) کې اچوي. یا دا آیت شریف:
«وَاحْذَرْهُمْ أَنْ يَفْتِنُوكَ عَنْ بَعْضِ ما أَنْزَلَ اللَّهُ إِلَيْكَ» یعنې
له هغوی څخه حذر وکړه چې د ځينو هغو احکامو د تطبیق په اړه چې الله سبحانه وتعالی
پر تاسو نازل کړي دي، تاسو ته خدعه درنه کړي.
د فتنې په اړه
پورتنيو حالاتو او معناوو ته پام سره، هغه حالت ته هم فتنه ويل کېږي چې یو څوک په
داسې شرايطو کې واقع شي، چې د یوه عمل او يا پېښې حکم ونه پېژني او هغه د دې سبب
شي چې خپل مکلفیت ترسره نه کړي. نو څوک چې خپل تکلیف نه پېژني هغه هم په فتنه کې
لوېدلی دی. په اسلامي ټولنه کې د نفاق پدیده خپله ستره فتنه ده. همداراز که څوک
داسې افواهات خواره کړي چې په ټولنه کې د عامه افکارو د اغتشاش او ګډوډېدو سبب شي،
دې ته هم فتنه ويلی شو. نو فتنه کېدای شي د حاکم او رعيت د ليدلوري له مخې توپیر
وکړي.
د فتنې په لفظ کې
د دې ظرفیت شته چې د حاکم او يا د رعيت له لوري ورڅخه ناوړه ګټه پورته شي. له همدې
امله که په ټولنه کې حاکم او رعيت شرعي پياوړي، روښانه او ژور اسلامي مفاهيم ونه
لري، د دغه لفظ کارول يو د بل لپاره په عادي چاره بدلېدلی شي. نو له همدې امله
باید د دغه لفظ له کارونې سره بشپړ احتیاط وشي. په دې اړه د حاکم دنده دا ده چې
هېڅکله رعيت په فتنه کې وانه چوي، د هر فرمان او دستور لپاره یې باید د خپل اجتهاد
او سياست لپاره روښانه شرعي دلایل وړاندې کړي او همداراز د رعيت دنده دا ده چې
هېڅکله شرعي حاکم ته فتنه جوړه نه کړي. همداراز اړينه ده چې له حاکم سره د رعيت له
لوري د محاسبې، امر باالمعروف او نهی عن المنکر هڅه فتنه ونه بلل شي، که دا کار
وشو نو په اسلامي ټولنه کې به ستر شر راپورته شي.
۲. فساد:
د فساد معنی دا ده
چې یو څه له عادي حالت څخه ناوړه حالت ته لاړ شي او د صلاح ضد مفهوم لري. لکه چې الله
متعال فرمايي: «وَاللّهُ يَعْلَمُ الْمُفْسِدَ مِنَ الْمُصْلِحِ» یعنې الله سبحانه
وتعالی مفسد له مصلح څخه بېلوي. د دې لپاره چې د فساد پروسه دقیقه وپېژنو، لازمه
ده چې د صلاح پروسه هم وپېژنو. له همدې امله د دغو دواړو څرګند او مطلق بېلتون یو
ستونزمن کار دی. ځکه دا د ليدونکي تر ليدلوري پورې تړاو لري. له همدې امله مفسد
هغه کس دی چې شته او ښه وضعيت او حالت ګډوډوي. په قرآن کريم کې راځي:
﴿وَقَالَ
الْمَلأُ مِن قَوْمِ فِرْعَونَ أَتَذَرُ مُوسَى وَقَوْمَهُ لِيُفْسِدُواْ فِي
الأَرْضِ وَيَذَرَكَ وَآلِهَتَكَ قَالَ سَنُقَتِّلُ أَبْنَاءهُمْ وَنَسْتَحْيِـي
نِسَاءهُمْ وَإِنَّا فَوْقَهُمْ قَاهِرُونَ﴾
[الاعراف: ۱۲۷]
ژباړه: د فرعون له
قوم څخه د نوموړي ځینو مشاورينو او چارواکو هغه ته وويل چې آیا ته موسی او د هغه
قوم پرېږدې چې په ځمکه کې فساد وکړي، تاسو او ستاسو خدای پرېږدي. هغه وويل ژر به
زه د هغوی زامن ووژنم او ښځې به یې ژوندۍ پرېږدم او موږ پر دوی قاهر او برلاسي یو.
همداراز د یوه کلي
او ښار د اوسېدونکو له خوا حاکم او پاچا ته هم د فساد ګوته نیول کېږي، ځکه حاکم او
پاچا شته وضعيت بدلوي، په ځانګړي ډول هغه حاکمان چې یوه سيمه فتحه کړي. په دې اړه
هم په قرآن کريم کې راځي:
﴿قَالَتْ
إِنَّ الْمُلُوكَ إِذَا دَخَلُوا قَرْيَةً أَفْسَدُوهَا وَجَعَلُوا أَعِزَّةَ
أَهْلِهَا أَذِلَّةً وَكَذَلِكَ يَفْعَلُونَ﴾
[نمل: ۳۴]
ژباړه: هغې وويل
کله چې پاچاهان یوه کلي ته داخل شي، هلته فساد کوي او د عزت او قدرت خاوندان یې
ذليلوي او دې ته ورته کارونه کوي.
په لسان العرب کې
راځي چې «فسد: الفسادُ: نقيض الصلاح وتَفَاسَدَ القومُ: تدابَرُوا وقطعوا
الأَرحام» یعنې: فساد د صلاح ضد دی او دا چې قوم یو له بل سره فساد وکړ، معنی دا
چې یو بل ته یې شا کړه او د خپلوۍ اړيکې يې پرې کړې.
نو د اسلام له
نظره فساد هغه وخت ښه فهم کېدلی شي چې هغه څه وپېژنو چې د اسلام له لوري مصلحت وي.
نو فساد هر هغه کار او عمل ته ويل کېږي چې د اسلامي شريعت له احکامو سره څرګند ټکر
ولري. لکه څنګه چې د یوسف علیه السلام د وروڼو په اړه قرآن کریم وايي چې دوی مصر
ته د فساد لپاره نه وو راغلي چې هلته د قانون خلاف عمل ترسره کړي او غلا وکړي.
﴿قَالُواْ تَاللّهِ لَقَدْ عَلِمْتُم مَّا
جِئْنَا لِنُفْسِدَ فِي الأَرْضِ وَمَا كُنَّا سَارِقِينَ﴾
[یوسف: ۷۳]
ژباړه: هغوی وویل
قسم پر الله چې تاسو باید پوه شئ چې موږ د دې لپاره نه وو راغلي چې په ځمکه کې
فساد وکړو او نه موږ غلا کوونکي وو.
همداراز د ځمکې پر
مخ فساد کول هغه حالت ته وايي، چې پر ځمکه شريعت پلی کېږي، خو ځینې کسان وغواړي
دغه د صلاح حالت بدل کړي او بېرته یې جاهلیت (بشري نظام) ته واړوي. له همدې امله
نن په امت کې شريعت نه پلی کېږي، نو ځکه دغه حالت ته د فساد حالت ويل کېږي. الله
سبحانه وتعالی فرمايي:
﴿الَّذِينَ
يَنقُضُونَ عَهْدَ اللَّهِ مِن بَعْدِ مِيثَاقِهِ وَيَقْطَعُونَ مَا أَمَرَ
اللَّهُ بِهِ أَن يُوصَلَ وَيُفْسِدُونَ فِي الأَرْضِ أُولَـئِكَ هُمُ
الْخَاسِرُونَ﴾
[البقره: ۲۷]
ژباړه: هغه کسان
چې له الله سبحانه وتعالی سره (د شریعت د تطبیق او حمل) له تړون وروسته عهد ماتوي
او هغه څه چې الله متعال یې د وصل امر کړی، هغه قطع کوي او په ځمکه کې فساد کوي،
همدا خپله زيانکاران دي.
او یا دا آیت شریف:
﴿وَإِلَى
مَدْيَنَ أَخَاهُمْ شُعَيْباً قَالَ يَا قَوْمِ اعْبُدُواْ اللّهَ مَا لَكُم مِّنْ
إِلَـهٍ غَيْرُهُ قَدْ جَاءتْكُم بَيِّنَةٌ مِّن رَّبِّكُمْ فَأَوْفُواْ الْكَيْلَ
وَالْمِيزَانَ وَلاَ تَبْخَسُواْ النَّاسَ أَشْيَاءهُمْ وَلاَ تُفْسِدُواْ فِي
الأَرْضِ بَعْدَ إِصْلاَحِهَا ذَلِكُمْ خَيْرٌ لَّكُمْ إِن كُنتُم مُّؤْمِنِينَ﴾
[الاعراف: ۸۵]
ژباړه: د مدين ښار
(خلکو) ته د هغوی ورور شعيب وویل: اې قومه! د الله سبحانه وتعالی عبادت وکړئ، تاسو
ته له یوه الله پرته بل معبود نشته، تاسو ته مې ستاسو د رب له لوري روښانه دلایل
راوړي، نو په تله او پيمانه کې وفا وکړئ او خلکو ته د هغوی په شيانو کې تاوان مه
اړوئ او په ځمکه کې د هغې له اصلاح وروسته فساد مه کوئ، دا ستاسو لپاره خير دی، که
مؤمنان یاست.
نو پورتني لغوي او
شرعي وضاحت ته په کتو، فساد هم هغه مفهوم دی، چې هم الله سبحانه وتعالی کارولی او
هم مفسد فرعون. ځکه دغه مفهوم د استفاده کوونکي په لیدلوري پورې تړاو لري. نن سبا
ځینې هغه جبريه نظامونه چې د امت د انحطاط پر مهال يې پر خلکو ځانونه د اسلامي
نظامونو په توګه تپلي دي، لکه د ايران «اسلامي جمهوریت» او د سعودي شاهي نظام، د
خپلو مخالفينو د ځپلو لپاره د فساد او مفسدون فی الارض کلمې کاروي، آن تر دغو
نومونو لاندې خپل مخالفین محاکمه کوي، بندي کوي او اعداموي يې. نو دغه کلمه هم
کېدلی شي، د امرباالمعروف او نهی عن المنکر پر وړاندې د چارواکو او رعیت له خوا
وکارول شي او ترې ناوړه ګټه پورته شي.
۳. بغاوت:
البَغْيُ؛ اصلاً داسې
شدیدې او سختې غوښتنې ته ويل کېږي چې انسان یې د لاس ته راوړلو لپاره مادي کړنو،
ظلم او تېري ته لاس واچوي. حسد او کينه اصلاً خپله بغاوت دی. دې ته ورته ظلم ته هم
بغاوت ويل شوی، ځکه حاسد او کينهکښ پر محسود (هغه کس چې ورسره کينه لري) ظلم کوي
او هڅه کوي چې له هغه څخه د الله سبحانه وتعالی ورکړل شوی نعمت زايل کړي. همداراز
بغی تېري او تجاوز ته هم ويل کېږي، چې له حق او عدالت څخه مخ اړوي او تېری کوي.
باغي ډله؛ هغې ډلې ته ويل کېږي چې د عادل او مشروع امام له طاعت څخه تېری وکړي.
لکه څنګه چې عمار ته رسول الله صلی الله علیه وسلم وايي: «وَيْحَ ابنِ سُمَيَّة
تَقْتله الفئةُ الباغية» یعنې: افسوس اې د سميې زویه! تا به باغي ډله وژني.
همداراز په قرآن کریم کې راځي: «فلا تَبْغُوا عليهن سبيلاً» یعنې: پر دوی د تېري
لاره مه لټوه.
همدارنګه الله
سبحانه وتعالی په قرآن کريم کې د هغو حرامو څیزونو خوړلو ته رخصت ورکوي چې د باغ
یا بغاوت (د الله متعال له حدودو څخه د تېرېدو) له امله یې نه خوري، بلکې یوازې د
ژوندي پاتې کېدو له امله یې خوري او نور ورته هېڅ کوم خاص تمایل نه لري.
﴿إِنَّمَا
حَرَّمَ عَلَيْكُمُ الْمَيْتَةَ وَالدَّمَ وَلَحْمَ الْخِنزِيرِ وَمَا أُهِلَّ
بِهِ لِغَيْرِ اللّهِ فَمَنِ اضْطُرَّ غَيْرَ بَاغٍ وَلاَ عَادٍ فَلا إِثْمَ
عَلَيْهِ إِنَّ اللّهَ غَفُورٌ رَّحِيمٌ﴾
[بقره: ۱۷۳]
ژباړه: بېشکه پر
تاسو خپله مړ شوی حیوان، وينه، د خنځير غوښه او هر هغه څه چې د الله له نامه پرته
په بل نامه ذبح شوي وي، حرام دي. نو که څوک (د مرګ تر کچې) مجبور شو، پرته له دې
چې د الله سبحانه وتعالی له حدودو څخه تېر شي او يا هم تېری وکړي، یوازې د مجبوریت
له مخې دغه حرام شوي څیزونه وخوري، پر هغه ګناه نشته. بېشکه الله سبحانه وتعالی
پټوونکی او ډېر مهربانه دی.
دا هم باید درک
کړو چې بغاوت د انسان په فطرت کې شته او تل د ژوند په بېلابېلو برخو کې غواړي، تر
نورو ډېر څه ولري، نور یې تر لاس او واک لاندې وي. دې ته ورته انسان وروسته له هغې
چې علم او بینات یې د الله سبحانه وتعالی له لوري ترلاسه کړي، له هغه وروسته یې
بغاوت ته مخه کړې. الله متعال فرمايي:
﴿إِنَّ
الدِّينَ عِندَ اللّهِ الإِسْلاَمُ وَمَا اخْتَلَفَ الَّذِينَ أُوْتُواْ
الْكِتَابَ إِلاَّ مِن بَعْدِ مَا جَاءهُمُ الْعِلْمُ بَغْياً بَيْنَهُمْ وَمَن
يَكْفُرْ بِآيَاتِ اللّهِ فَإِنَّ اللّهِ سَرِيعُ الْحِسَابِ﴾
[آلعمران: ۱۹]
ژباړه: بېشکه الله
ته منل شوی دين اسلام دی او اهل کتابو هم تر هغه اختلاف ونه کړ، مګر وروسته له هغه
چې علم (روښانه او قطعي دلایل) ورته راغلل، هغه هم په خپلو منځونو کې د بغاوت له
امله. نو څوک چې د الله سبحانه وتعالی پر آیتونو کفر وکړي، نو الله سبحانه وتعالی ډېر
ژر حساب کوونکی دی.
په دغه آیت شریف
کې د بغاوت له مخې اختلاف د اهل کتابو د کفر سبب شوی دی.
دې ته ورته کله چې
انسان په سختو شرایطو کې وي، الله متعال ته رجوع کوي، خو کله چې له دغو سختو
شرايطو څخه راووځي بيا ژر په ځمکه کې بغاوت، ظلم او تېری پیلوي. په دې اړه زیات
قرآني آیتونه شته. همداراز مؤمنان یو له بل سره مينه لري، یو د بل پر وړاندې
ايثار او قربانۍ ته چمتو وي او همداراز یو د بل پر وړاندې کرم او سخا لري. خو هغه
ډله چې پر بله بغاوت او تېری وکړي، نو له باغي ډلې سره باید تر هغې جګړه وشي، ترڅو
بېرته د الله سبحانه وتعالی امر ته راوګرځي. په دې اړه الله متعال فرمايي:
﴿وَإِن
طَائِفَتَانِ مِنَ الْمُؤْمِنِينَ اقْتَتَلُوا فَأَصْلِحُوا بَيْنَهُمَا فَإِن
بَغَتْ إِحْدَاهُمَا عَلَى الْأُخْرَى فَقَاتِلُوا الَّتِي تَبْغِي حَتَّى تَفِيءَ
إِلَى أَمْرِ اللَّهِ فَإِن فَاءتْ فَأَصْلِحُوا بَيْنَهُمَا بِالْعَدْلِ
وَأَقْسِطُوا إِنَّ اللَّهَ يُحِبُّ الْمُقْسِطِينَ﴾
[حجرات: ۹]
ژباړه: که له
مؤمنانو څخه دوې ډلې یو له بل سره جګړه وکړي، نو ترمنځ یې صلحه وکړئ، خو که بيا
یوې پر بلې تېری وکړ، نو له هغې سره چې بغاوت یې کړئ، تر هغه وجنګېږئ، ترڅو د الله
سبحانه وتعالی امر ته راوګرځي. که راوګرځېده، تر منځ یې بيا په عدل او قسط سره صلح
وکړئ. بېشکه الله سبحانه وتعالی عدل کوونکي خوښوي.
دا هم باید ومنو
چې بغاوت د انسان په فطرت کې شته او په دې اړه ډېر آیتونه شته دي، چې دلته یې د
یادولو امکان نشته. همداراز هرڅوک چې د بغاوت او تېري ښکار شي، د هغه مرسته او
ملاتړ باید وشي او دا په قرآن کريم کې د مؤمنانو له صفاتو څخه بلل شوي دي. نو
بغاوت هم داسې اصطلاح ده، چې د چارواکو له خوا ورڅخه د ناوړه استفادې امکان شته دی.
۴. تفرقه:
تفرقه له لغوي
پلوه بېلولو او وېشلو ته وايي. «وَإِذْ فَرَقْنَا بِكُمُ الْبَحْرَ» یعنې: کله چې
موږ تاسو (موسی او بني اسرائيلو) ته بحر غوڅ او جدا کړ. ترڅو د فرعون له لښکرو څخه
وړاندې لاړ شئ. همداراز د قيامت په ورځ د مؤمنانو او کافرانو د بېلتون لپاره هم
همدغه اصطلاح کارول شوې ده. «وَيَوْمَ تَقُومُ السَّاعَةُ يَوْمَئِذٍ
يَتَفَرَّقُونَ» یعنې: په هغه ورځ چې قيامت کيږي، انسانان هم سره جدا کيږي. کتاب،
وحی، قرآن او د حق او باطل بېلتون ته هم فرقان ويل شوي، نو ځکه د بدر د غزا ورځ هم
یوم الفرقان بلل شوې ده. توپیر ته هم فرق ويل کېږي. دې ته ورته بېلې شوې ډلې ته
هم فرقه ويل کېږي. له همدې امله الله سبحانه وتعالی فرمايي: «وَاعْتَصِمُواْ
بِحَبْلِ اللّهِ جَمِيعاً وَلاَ تَفَرَّقُواْ» یعنې: د الله سبحانه وتعالی په رسۍ
منګولې ولګوئ او یو له بله مه بېلېږئ. خو په عقیده کې بېلتون ستره ستونزه ده، آن
تر دې چې د کفر سبب کېږي. په دې اړه الله متعال فرمايي:
﴿إِنَّ
الَّذِينَ يَكْفُرُونَ بِاللّهِ وَرُسُلِهِ وَيُرِيدُونَ أَن يُفَرِّقُواْ بَيْنَ
اللّهِ وَرُسُلِهِ وَيقُولُونَ نُؤْمِنُ بِبَعْضٍ وَنَكْفُرُ بِبَعْضٍ
وَيُرِيدُونَ أَن يَتَّخِذُواْ بَيْنَ ذَلِكَ سَبِيلاً * أُوْلَـئِكَ هُمُ
الْكَافِرُونَ حَقّاً وَأَعْتَدْنَا لِلْكَافِرِينَ عَذَاباً مُّهِيناً﴾
[نساء: ۱۵۰- ۱۵۱]
ژباړه: بېشکه هغه
کسان چې پر الله او د هغه پر پیغمبرانو کفر کوي او غواړي د الله او پیغمبرانو تر
منځ بېلتون رامنځته کړي او وايي چې موږ پر ځينو ايمان لرو او پر ځینو نورو کافران
کېږو او یا غواړي د دې تر منځ لاره غوره کړي. دوی حقیقي کافران دي او موږ د
کافرانو لپاره خواروونکی عذاب چمتو کړی دی.
همداراز ټولې هغې
ډلې چې په عقيده کې یې انشعاب کړی او دين یې متفرق کړی؛ الله متعال يې په اړه
فرمايي: «إِنَّ الَّذِينَ فَرَّقُواْ دِينَهُمْ وَكَانُواْ شِيَعاً» یعنې: بېشکه
هغه کسان چې په دین کې یې تفرقه کړې او ډلې ډلې شوي دي. نو د تفرقې پورتني یاد شوي
اړخونه هم دا ثابتوي چې چارواکي د تفرقې تر نامه لاندې هم کولی شي د امر باالمعروف
او نهی عن المنکر هڅې شنډې کړي او له دغه مفهوم څخه ناوړه ګټه پورته کړي.
نو د پايلې په
توګه؛ فتنه، فساد، بغاوت او تفرقه داسې مفاهيم دي چې چارواکي او رعيت دواړه کولی
شي، له هغو څخه ناوړه ګټه واخلي. چارواکي یې د امر باالمعروف او نهی عن المنکر،
محاسبې او نصيحت پر وړاندې وکاروي او رعیت هم له دغو نومونو او تورونو څخه د وېرې
له امله د دغه سترې فریضې د ادا کولو په برخه کې خپلې دندې ته شا کړي. د دغه ناوړه
ګټې اخيستنې د مخنيوي لپاره یوازنۍ د حل لار دا ده چې امت د اسلامي عقیدې او
افکارو پر بنسټ ويښ وي، د اسلام د سپېڅلي دین سياسي طبیعت یې بشپړ درک کړی وي، ډلهییزه
تقوا ولري، د امر باالمعروف او نهی عن المنکر فریضه له ټولو لازمو لارو چارو او
جزئیاتو سره ورته واضح وي او له دغو اصطلاحاتو سره یې دقیق توپیر وپېژني او
همداراز دولت او رعيت دواړه یوازې د الله سبحانه وتعالی د رضا لپاره خپل مکلفیتونه
او وجایب ترسره کړي. په دې اړه باید له حب الدنیا څخه چې قدرت هم پکې شامليږي ځان
وساتي، نه دا چې د قدرت او دنيوي چارو له مديریت څخه غافل وي، بلکې یوازې د شرعي
مکلفیت له مخې؛ چارواکی د چارواکي په توګه او امت د رعيت په توګه خپل تکليف ادا
کړي او دغو ټولو مفاهيمو او له هغو څخه ناوړه ګټه اخستلو ته په ژوند کې د الهي
هدف؛ ابتلا (افشاکېدو) د پروسې په سترګه وګوري. ګني اصلاً امکان نه لري چې دولت دې
په نبوي تګلاره برابر او په راشده توګه دې اسلام تطبیق او نړيوالو ته یې دې
ولېږدوي.
سیف الله مستنیر
د حزب
التحریر-ولایه افغانستان د مطبوعاتي دفتر رییس