د اونۍ خبره: له مرکزي تر جنوبي اسیا د لویو قدرتونو د سیالۍ نوې څپې
09/16/2023 | زمری افغان

Print


د افغانستان لپاره د امریکا ځانګړي استازي ټام ویست له دې کبله اندېښنه ښودلې چې ښايي د سیمې ځیني هېوادونه له اسلامي امارت سره په تعامل کې امریکايي حدود مات کړي او تر رسمیت پورې وړاندې ولاړ شي. دا لومړی ځل دی چې امریکايي لوری وېره څرګندوي‌ چې د امارت په اړه به نړیواله اجماع ماته شي. د ټام وېسټ خبرې په داسې حال کې کېږي چې له مرکزي تر جنوبي اسیا د لویو قدرتونو د نوو لوبو څرکونه ښکارېږي.
له افغانستان څخه د امریکايي ځواکونو له وتلو وروسته ځینو لویو هېوادونو ته فرصت پیدا شوی چې په سیمه کې لوبې ته را ودانګي، له همدې امله له مرکزي تر جنوبي اسیا ځینې نوې لوبې روانې دي. امریکا لا هم نه یوازې افغانستان د ډرون پر مټ څاري،‌ بلکې پر ځمکه هم د ملګرو ملتونو په شان د سازمانونو او د قطر او ازبکستان په شان د هېوادونو پر مټ د خپلو ګټو د خوندي کولو هڅه کوي. له همدې کبله امریکا غوره ګڼلې چې په هر حال له اسلامي امارت سره تعامل ته دوام ورکړي. دا یوازې افغانستان نه دی چې امریکا غواړي خپل حضور پکې فعال وساتي،‌ بلکې د منځنۍ اسیا په هېوادونو کې هم نوې هڅې کوي چې د چین اقتصادي او د روسیې سیاسي‌ او نظامي حضور کمرنګه کړي. له همدې کبله امریکايي چارواکي منځنۍ اسیا ته منظم سفرونه کوي، هلته نوې پروژې پیلوي او د منځنۍ اسیا له هېوادونو سره امنیتي او استخباراتي همکارۍ ډېروي. له بله اړخه امریکا په پاکستان کې د سیاسي بې ثباتۍ تر شا هم ده او هڅه کوي چې له چین سره د پاکستان د نږدې کېدو او د سیفک پروژې د پرمختګ مخه ډپ کړي.
د امریکا هڅې څرګندې او محسوسې دي، خو چین او روسیه هم لاس تر زنې ناست نه دي. په ځانګړي ډول چین هڅه کوي چې ځیني ګامونه واخلي. په افغانستان کې د کانونو د استخراج په پلمه د چینایانو پراخ حضور او په ډیپلوماتیک چلند کې وروستی ګام یې څرګندې نښې دي چې غواړي خپل حضور وښيي. چین په منځنۍ اسیا کې پر پانګونه لا هم ټینګار کوي او دا د خپل نفوذ د پراخېدو بنسټیزه لاره ګڼي. هاخوا چینایان په پاکستان کې په شدت کار کوي چې خپلې اړیکې پیاوړې وساتي او د چین او پاکستان اقتصادي دهیلز بریالی کړي. چینایان فکر کوي چې په پاکستان کې د نا امنۍ او په ځانګړي ډول په بلوچستان کې د بلوڅو بېلتونپالو له خوا د رامنځ ته شوو نا امنیو تر شا هم د امریکا او هند لاس دی.
که مسایلو ته په ژور ډول وکتل شي، په سیمه کې د امریکا او چین د نوې لوبې څرکونه لیدل کېږي چې تر یوه بریده روسیه هم پکې ور ګډېږي. دا لوبه له منځنۍ اسیا پلېږي او تر جنوبي اسیا پورې غځېږي چې پکې سیاسي، اقتصادي او امنیتي ټکانونه محسوسېږي. د دې سیمې اهمیت ته په کتو سره ښکاري چې دواړه لوري به تر وروستي بریده هڅه وکړي چې په دې سیمه کې د خپل مخالف حضور کمرنګه کړي او خپل نفوذ زیات کړي. په دې ډول د افغانستان په ګډون ټوله سیمه یو ځل بیا د پردیو د لوبو پر میدان اوړي.
له هغه وروسته چې مسلمانان له ځواکه ولوېدل، د نورو (ښکېلاکګرو او د هغوی د لاسپوڅو) د لوبو شوې دي او بیا بیا یې سترو قدرتونو پر سرونو، مالونو او ځمکو لوبې کړې دي.‌ دا موږ ته یو ښکاره پیغام راکوي او هغه دا چې که خپله لوبه ونه کړو او ځان د لوبې جوګه نه کړو، نور به را باندې لوبې کوي. موږ د لوبې جوګه کېدای شو او په دې اړه زموږ دین موږ ته واضح تګلاره لري. تر هغو چې موږ له ملي پولو ونه وځو او تر هغو چې موږ د یوه نړیوال امت شموله؛ ستر اسلامي دولت (راشده خلافت) د جوړولو لپاره یو بل ته لاسونه ور نه کړو، موږ به د نورو د لوبو وسایل وو. اوس یو ښه فرصت دی چې له منځنۍ تر جنوبي اسیا ټول مسلمانان په دې فکر او کار وکړي چې څه ډول په ګډه یو واحد اسلامي دولت (راشده خلافت) جوړولی شي،‌ چې نه یوازې پر مسلمانانو د نورو د لوبو مخه ونیسي،‌ بلکې خپله په یو داسې ځواک واوړي چې نړیوال نظم بدل کړي.‌
که موږ له جنوبي تر منځنۍ اسیا او په ټوله کې اسلامي امت د یوه واحد جسم په توګه عمل ونه کړو، واحد دولت ونه لرو، نو نور به را باندې لوبې کوي او آن زموږ له قربانیو او جهادونو به هم نور په شعوري او غیر شعوري ډول استفاده کوي او ګټې به ترې اخلي.‌ له همدې کبله موږ باید خپل اصل ته ور وګرځو، موږ باید واحد دولت جوړ کړو او دا چاره پر موږ الهي فریضه ده. دا دولت په ملي پولو او ملي ارزښتونو، سېکولر بهرني سياست او ډالر محوره سودي اقتصادي نظام، نشي جوړېدای، بلکې هغه وخت جوړېږي‌ چې مسلمانان د اسلام له حکم سره سم یو بل وروڼه وګڼي، فکري، سياسي، جغرافيوي او مذهبي تفرقې څنګ ته کړي، د الله پر رسۍ منګولې ټینګې کړي او ټول په ګډه یو واحد دولت تاسیس کړي، چې په کور د ننه یوازې اسلام تطبیق او نړۍ ته یې د دعوت او جهاد له لارې ورسوي.



   ارسال نظر