د 2020 م کال دسمبر مياشت کې د حزب التحریر د نړیوال دعوتي فعالیتونو ته یوه کتنه
01/02/2021 |

Print


د حزب التحریر مرکزي مطبوعاتي دفتر نړیوال کمپاین:
"د سریلانکا مسلمانان په خپل ژوند او مرګ کې جفاء ويني!" د حزب التحریر مرکزي مطبوعاتي دفتر د ښځو برخې د سریلانکا حکومت د مسلمانانو پر ضد د سیاستونو او بې عدالتیو په اړه د پوهاوي لپاره یو نړیوال کمپاین په لاره واچاوو. د سریلانکا حکومت د مسلمانانو مړو جسدونه چې، د کرونا ټيسټ يې مثبت وي پرته له دې چې له کورنۍ یې اجازه واخلي سوځوي.د 2020م کال د دسمبر په نهمه، د يوه 20 کلن ځوان مړی چې کرونا يې لرله، د هغه د کورنۍ له اجازې پرته وسوځول شو.
د سریلانکا مسلمانان د ډیرې مودې راهیسې د افراطي بودایانو له تبعیض او تعصب سره لاس او ګريوان دي البته په میانمار کې د روهنګیایي مسلمانانو پرضد نښتو څخه دا ظلم راشروع شوی دی. مسلمانان تل د پانګوالۍ نظام لاندې د تبعیض سره مخامخ دي. په عین حال کې د اسلامي خاورو واکمنان د خپلو بادارانو په خدمت او چاپلوسۍ بوخت دي او یوه وژونکې چوپتیا یې غوره کړې ده. یوازې یو قوي د خلافت دولت کولی شي چې د مسلمانانو له سر، مال ، عزت او ناموس څخه دفاع وکړي او هغوی ته په آخرت کې د الهی رضایت او نجات لپاره زمینه برابره کړي.
جمعه ۱۰ جمادی الاول ۱۴۴۲
2020/12/25
لینکونه:
http://www.hizb-ut-tahrir.info/en/index.php/hizbuttahrir/20600.html
www.hizb-ut-tahrir.info/en/index.php/press-releases/cmo-women-s-section/20608.html /
https://www.facebook.com/womenscmoht
د تونس ولایت د حزب التحرير د ښځو برخې لاریونونه:"بهرنۍ اجنډا ته د خدمت کولو لپاره د شریعت د حاکمیت په وړاندې د فتنو مخه ونیسئ!"
دا لاریونونه د "استانبول د تړون" ، د تونس په پارلمان کې د وروستي تاوتریخوالي او جنجالونو په ځواب کې چې "په اسلام کې د کورني ژوند رول" او د "خاین فیمینست او همجنسګرا سازمانونو" لخوا د مسلمانانو کورنی شاته پاته کیدل په عکس العمل کې شوي.
لاریون کونکو میرمنو غوره ګڼله چې د بشر په لاس جوړ شوي سیکولر قوانینو پر ځای د خپل خالق د نظام مطابق ژوند وکړي، دوی په دې اړه شعارونه او ويناوې وکړې.
دوشنبه ۶ جمادی الاول ۱۴۴۲
۲۱/۱۲/ ۲۰۲۰
 د مطالبو  مکمل لینک: 
http://www.hizb-ut-tahrir.info/en/index.php/dawah/tunisia/20593.html 
پاکستان:
ټویټري کمپاین او هشتک د «#Free Naveed Butt» (#نوید بت خوشې کړئ!) تر سرليک لاندې په لاره اچولی.
زموږ زړور ورور، د اسلامي امت زمری او زموږ لوی دعوتګر نوید بټ چې په پاکستان کې د حزب التحرير رسمي ویاند دی، نوموړی د خپلو ماشومانو سره له ښوونځي څخه د کور په لور روان و چې د 2011م کال د می په 11مه د بزدلانه عمل په واسطه وتښتول شو.د خدای پاک شکر دی چې د اسلام آباد عالي محکمې اوس د نوید بټ قضیه په لاس کې اخیستې. د هغه د سمدستي خوشې کولو لپاره د ټویټر کمپاین د شنبې په ورځ ، د دسمبر په 26مه په 5 بجو ټاکل شوی و.
جمعه 10 جمادی الاول 1442
25/12/2020لینک
http://www.hizb-ut-tahrir.info/en/index.php/dawah/pakistan/20624.html
په سوریه کې د حزب التحریر لاریونونه چې سرلیک یې:"مؤمنان ناامیدي نه کوي او نه نااميدي ته اجازه ورکوي چې د دوی د خیانت سبب وګرځي!"
پنجشنبه ۲ جمادی الاول 42 1442.
17/12/2020


قاضي په ترکیه کې د حزب التحریر په څلور غړو 52,5 کاله د زنداني کيدو حکم وکړ.
"نړۍ ولې خلافت ته اړتیا لري؟" تر عنوان لاندې یو مطبوعاتي کنفرانس چې د 2017 کال د مارچ په 5م تاریخ پلان شوی و له کوم دلیل پرته یې مخه ونیول شوه. څلور وینا کونکي :محمود کار ، عبدالله امام اوغلو، موسی بای اوغلو او عثمان یلدیز چې ټاکل شوې وه په کنفرانس کې خبرې وکړي؛ په حزب التحرير کې د غړيتوب او د خلافت مفکورې د ترویج په تور 52,5 کاله په بند په 2020/11/27 نیټه عالي محکمې محکوم کړل ، چې د نادولتي موسسو، ورځپاڼو ، ویب سایټونو، قانون جوړوونکو او ليکوالانو له سختو اعتراضونو سره مخامخ شول.
سه شنبه ۲۸ ربیع الثانی 1442
د دسمبر 8 ، 2020
لینک: http://www.hizb-ut-tahrir.info/en/index.php/dawah/turkey/20546.html



   ارسال نظر