هغه ډېران چې امرالله صالح پرې عطر شیندي
11/16/2020 | زمری افغان

Print



هر سهار د امرالله صالح د شپږ نیمو بجو د خیالي سریال کیسې دي، کله یې د یوه پارکینګ چوکیدار نیولی وي او که یې هم یو داسې غل نیولی وي چې یوازې ۳۱ آیفونونه یې غلا کړې وي، نه یې کوم بل ماډل موبایل غلا کړی وي او نه یې هم له کوم بل مبایل سره علاقه وي او یا هم هېڅ پرې ور پېښ شوی نه وي. په دې سریال کې کله د داعش او طالب د اړیکو منصوعي سندرې غږول کېږي او کله هم د شخصي عقدو لپاره پر سیاسي فعالینو او چارواکو سیاسي بریدونه.
د افغانستان حکومت د کثافاتو هغه ډېران دی چې بوی یې افغانان سخت په تکلیف کړي او نور یې نه شي زغملی، خو امرالله د بې کیفیته عطرو له یو بوتل سره ولاړ دی، پر دغه ډیران یې پاشي او ورسره چیغي وهي چې اوس ددغه ډېران بد بوی نه ځي، دا ډېران پاک او خوش بویه شوی دی.
د ظلم، بې کفایتۍ، اداري او اخلاقي فساد، چور، چپاول، پردۍ پالنې او وحشت د یوې ټولګې واکمنان لګیا دي چې هر څه سم وښيي. د اشرف غني مرستیال او د سي ای اې هغه جاسوس چې پر خپله جاسوسۍ افتخار کوي، منظمه او سیستاتیکه هڅه کوي چې د کثافاتو دغه ډېران خلکو ته خوشبیه وښيي، له همدې امله هره ورځ د شپږ نیمو بجو تر نامه لاندې یوه خیالي غونډه لري او بیا یې ټوله حکومتي تبلیغاتي دستګاه ګومارلي چې نغارې ووهي او هر څه سم وښيي. ښايي امرالله صالح څو واړه غله نیولې وي، خو د افغانستان ستونزه یوازې د کابل د کوڅو غله نه دي، بلکې د افغانستان ستونزه هغه غله، جاسوسان، ظالمان او خاینان دي چې د واک پر ګدۍ یې تکیه وهلې، د خلکو وینې تویوي، غلا کوي او کار یې پردیو ته جاسوسي او د خپلو خلکو د ارزښتونو او ګټې پر خلاف کار دی.
د افغانستان خلک نه ړانده او نه هم کاڼه دي چې دا هر څه ونه ویني. خلک ویني چې امرالله صالح د کثافاتو پر یو لوی ډېران له یوه واړه بوتل څخه بې کیفیته عطر شیندي. خلک ویني چې ډېران لا همغسې بوی کوي. خلک پر یوه وخت پر امرالله صالح هم خاندي او هم غوسه دي، ځکه چې دده کار د ځان ریشخندول او خلکو ته سپکاوی دی. خلک پر ډیران د عطرو پاشل نه غواړي، خلک غواړي چې دا ډیران له بیخه و ایستل شي او له امرالله صالح او نورو جاسوسانو، مزدورانو، اخلاقي او مالي مفسدینو او د افغانستان د خلکو د ارزښتونو او ګټو له دښمنانو پاک شي. همدا د خلک هیله ده، د همدې لپاره هڅې کوي او همدا یې ارمان دی چې پر دې وطن افغانان او اسلامي فکر واکمن شي.




   ارسال نظر