څو تنه له طالبانو
سره د تړاو په تور نیول شوي وو او د لېږد لپاره یې دوې چورلکې راغلې. بندیان
الوتکو ته ور روان کړل شول، خو وروسته وویل شول چې الوتکې دا ټول کسان نشي پورته
کولی او درې کسان زیات دي. دوو اسټرالیايي پوځیانو درې بندیان له الوتکې لرې د
ودانۍ شاته یووړل، داس ښکارېدله چې ګواکي دوی به بېرته ځايي زندان ته لېږدوي، خو
وروسته د ډزو غږونه شول او درې واړه بندیان له دې امله ووژل شول په الوتکو کې یې د
لېږد لپاره ځای نه و.
دا په افغانستان
کې په ظاهره د ډیموکراسۍ او د بشر د حقونو د خوندیتوب لپاره د یوه را لېږل شوي
ډیموکراتیک دولت د ځانګړو ځواکونو د وحشتونو یوه وړه بېلګه ده. په دې ورځو کې د
بشري حقونو ګڼو سازمانو له اسټرالیا غوښتي چې د خپلو ځانګړو ځواکونو د هغو
جنایتونو په اړه پلټنې وکړي چې د افغانستان په ارزګان ولایت کې یې کړي دي. که څه
هم ددې جنایتونو په اړه کم شواهد او اسناد شته او د پلټنو او محاکمې خبرې هم تر
ډېره سبمولیکې دي، خو د ارزګان د خلکو له زړونو او ذهنونو د اسټراليايي ځواکونو د
وحشتونو کیسې نه دي وتلي. اسټراليايي ځواکونو د نورو غربي ښېکلاګرو په شان د
افغانستان په کلي کلي کې جنایت کړی دی، بې ګناه خلک یې شکنجه کړي، ټپیان کړي او
وژلي دي. دوی آن پر ښځو او ماشومانو رحم نه دی کړی او هغوی یې هم په بې رحمانه ډو
وژلي دي. دوی ته د افغانانو وژل داسې ښکارېدل لکه ویډیو ګېم چې کوي او دلته به یې
د ښځو، ماشومانو او نورو خلکو له وژلو خوند اخیست او دا یې د ورځنۍ بوختیا او
تفریح یوه برخه وه. د ارزګان او نور افغانستان خلکو احساسوله چې له څه ډول وحشیانو
سره مخ دي. دوی فکر کاوه چې اسټرالیايي ځواکونه د افغانستان له ماشومانو، ښځو،
لویانو او آن ونو او بوټو سره هم دښمني لري، ځکه دغو وحشي ځواکونو هر وحشت ته لاس
اچاوه او له هرې موقع په ګټې اخیستنې یې وحشت کاوه او همدا یې د ماموریت اصلي موخه
ښکارېدله.
اوس چې د بشري
حقونو سازمانونه په دې اړه غږ پورته کوي او یا هم اسټرالیايي چارواکي د څېړنو خبره
کوي، دا به یو سمبولیک کار وي، ښايي د اسټرالیا د دیموکراتیکې څېرې د خوندیتوب
لپاره د ځینو مجرمینو رتبې ښکته شي او ځیني ښایي بښنې وغواړي، خو دا به هېڅ ستونزه
حل نه کړي او نه به هم عدالت تامین کړي. دا جنایتونه به تر ډېره همداسې بې ځوابه
پاتې وي. یوازې واحد او مقتدر اسلامي دولت د اسټرالیا په ګډون له ټولو ښکېلاګرو د
ارزګاني او هر افغان او مسلمان مظلوم د وینو غچ اخیستلی شي. د هر افغان او مسلمان
زړه به تر هغو خالي نه شي، څو د واحد اسلامي دولت مجاهد سرتیري په اسټرالیايي
خاوره کې د همدغو وحشي ځواکونو پر مرۍ پښه کېږدي او د خپلو ماشومانو، ښځو، سړیو،
ونو او بوټو غچ ترې وا نه خلي. له همدې امله زموږ د عزت او زمو د وقار د را
ګرځېدنې او ساتنې د ځواک او واحد اسلامي دولت لپاره باید ټول مسلمانان یو بل ته
لاس ورکړي او همدا زموږ د ژغورنې او عزت یوازینۍ لاره ده.