جلیل القدر عالم شیخ عبد القدیم زلوم
10/18/2020 |

Print


د حزب د قيادت لپاره د لومړني امير غوره بديل لوى عالم شیخ عبد القدیم بن یوسف بن عبد القدیم بن یونس بن ابراهیم په 1342 هـ کې چې 1924 ميلادي کال سره سمون خوري د فلسطين په الخليل ښار کې په يوه دينداره کورنۍ کې وزيږېد. د نوموړي پلار د قرانکريم حافظ و او د خلافت د سقوط تر وروستيو پورې يې د مدرس دنده لرله. د هغه کاکا عبدلغفار زلوم په عثماني خلافت کې د الخليل مفتى و. د ده کورنۍ د ابراهيمي مسجد د خدمت دنده لرله او په مختلفو مراسمو او مناسبتونو کې به يې اسلامي بېرغ په منبر رپاوه او له ځان سره به يې لېږداوه. د خلافت دولت له دې امله چې د مسجدونو خدمت ته زياته پاملرنه کوله د الخليل مشهورې کورنۍ به يې دې دندې ته ټاکلې. شيخ زلوم تر ١٥ کلنۍ پورې په الخليل ښار کې ژوند وکړ او خپلې ابتدايي زده کړې يې د اخليل په مدرسه کې وکړې. وروسته يې پلار نوموړى د فقه د زده کړې لپاره په 1939م کال کې ازهر شريف ته وليږه او په 1941م کال کې يې د اولې اهليې شهادتنامه تر لاسه کړه او په 1947م کال کې يې د شريعت د پوهنځي شهادتنامه تر لاسه کړه او  په 1949م کال کې يې په قضا کې د تخصص نړيواله شهادتنامه چې اوس دوکتورا بلل کيږي تر لاسه کړه.
شیخ زلوم د اعرابو او اسرايلو په جنګ کې د مصر ځوانان جهاد ته منسجم او بسيج کول، خو کله چې ددغه هدف لپاره د فلسطين په لوري وخوځيد، له اسرايلو سره اوربند يا سوله وشوه. له دې وروسته الخليل ته را وګرځېد. په 1949م کال کې يې په تدريس پيل وکړ او د بيت اللحم په يوه مدرسه کې يې دوه کاله دنده ترسره کړه. په 1951م کال کې بېرته الخليل ته ولاړ  او هلته يې د اسامه بن منقذ په مدرسه کې د مدرس دنده پيل کړه. په 1952م کال کې يې له تقى الدين نبهاني سره وليدل او د حزب په اړه يې بحث وکړ. وروسته يې په 1956م کال کې د حزب د قيادت عضويت تر لاسه کړ.
شيخ زلوم په الجفر الصحراوی زندان کې کلونه تېر کړل، چې وروسته د الله تعالى په احسان سره ازاد شو. نوموړى د لومړي امير ښى لاس و او د مهمو کارونو لپاره ګومارل شوى و. يوه ورځ به په ترکيه کې، بله ورځ په عراق کې، بله ورځ په اردن کې، بله ورځ په مصر، لبنان... کې ليدل کېده. په ځانګړي ډول يې په عراق کې لويه دنده ترسره کوله، چې له يو ميړني کس پرته بل چا نشواى ترسره کولى. د موسس امير له مړينې وروسته نوموړى د حزب امير شو او د ده د امارت په دوره کې د منځنۍ اسيا، جنوبي اسيا او ختيځې اسيا مسلمانانو او ان اروپا ته هم د دعوت لومړني څرکونه ورسېدل.
د شيخ د امارت په وروستيو کې د حزب التحرير د ځينو غړو د عهد ماتونې فتنه رامنځ ته شوه او هغوى له مسقيمې کرښې ووتل. خو شيخ په پوره فقاهت، سياست، متانت او د الله په مهربانۍ سره مشمل داسې حل کړ چې د حزب جسم ته يې هېڅ زيان ونه رساوه او منحرفه شوې ډله د تاريخ په هديره کې ښخه شوه.
شيخ زلوم تر ٨٠ کلنۍ پورې د دعوت په لېږد او رهبرۍ بوخت و، د خپل عمر دوه ثلثه يې په ستونزو کې تېر کړل، 25 کاله د موسس امير ښى لاس و. د 1424 هـ کال د محرم الحرام په 14 مه چې 2003  ميلادي کال د مارچ له 17 مې سره سمون خوري د حزب له قيادت څخه څنګ ته شو او څلوېښت ورځې وروسته يې د 1424 هـ کال د صفر المظفر په 27 مه چې 2003  ميلادي کال د اپرېل له 29 مې سره سمون خوري، له دې نړۍ څخه سترګې پټې کړې. د الله رحمت دې پر هغه وي. په الخيل او عمان کې دده په وير په مراسمو کې ګڼو خلکو ګډون وکړ. شيخ ارام اعصاب او د حق په لاره کې جرئت درلود او له الله پرته له هېچا څخه نه وېرېده. په اخلاقو او تواضع کې يې نيک شهرت درلود. حليم او کريم و او قيام اليل ته يې له سختې ژړا سره دوام ورکاوه. د دعوت په لاره کې صابر و او تل يې غريبانه ژوند کاوه، تر هغو چې وفات شو.
د نوموړي مهم تاليفات دا دي:
1. الأموال في دولة الخلافة، "د خلافت په دولت کې اموال"
2. توسيع وتنقيح نظام الحكم، "د حکومتوالۍ د نظام تدقيق او انکشاف"
3. الديمقراطية نظام كفر، "ډيموکراسي کفري نظم دى"
4. حكم الشرع في الاستنساخ ونقل الأعضاء وأمور أخرى، "د استنساخ او د غړو د بدلون په اړه د شريعت حکم"
5. منهج حزب التحرير في التغيير، "د بدلون لپاره د حزب التحرير تګلاره"
6.التعريف بحزب التحرير، "د حزب التحریر معرفي "
7. الحملة الأميركية للقضاء على الإسلام، "د اسلام د له منځه وړلو لپاره امريکايي يرغل"
8. الحملة الصليبية لجورج بوش على المسلمين، "پر مسلمانانو د جورج بوش صليبي يرغل"
9.هزات الأسواق المالية، "د مالي بازارونو بحران"
10. حتمية صراع الحضارات"د تمدنونو ټکر"




   ارسال نظر