شیخ تقی الدین النبهاني
10/18/2020 |

Print


شیخ تقی الدین النبهاني بن ابراهیم بن مصطفی بن اسماعیل بن یوسف النبهاني، علامه عالم، په یوویشتمه پیړۍ کې د اسلامي فکر نوښتګر او د حزب التحریر مؤسس دی. نوموړی د بادیه اعرابو بنی بنهان قبیلې ته منسوب دی چې د فلسطین په شمالي ولایت حیفا کې د «اجزم» په کلي کې یې اړولي وو. د کره اقوالو پر اساس نوموړی په 1332هـ کال کې چې له 1914م کال سره سمون خوري په یوه عالمه،دینداره او په تقوی او زهد مشهورې کورنۍ کې و زیږید.
د شیخ پلار ابراهیم چې د ده په شان فقیه شیخ و، د فلسطین په معارف وزارت کې د شرعي علومو د مدرس په توګه دنده ترسره کوله. دغه راز مور یې هم شرعي چارو ته جدي پاملرنې کوله، ځکه هغې دین له خپل پلار شیخ یوسف څخه زده کړی و.
شیخ یوسف، همغه سړی دی چې په اړه په ترجمو کې داسې راغلي دي:
"یوسف بن اسماعیل بن یوسف بن حسن بن محمد النبهاني الشافعی "أبو المحاسن" أديب، شاعر او متبارز قاضی و چې د عثمانی خلافت له خوا د شام به مهمو سیمو کې د قضاوت مسوولیت او د جزا او حقوقو د محاکمو ریاست یې پر غاړه و. نوموړی له ۴۸ زیات کتابونه لیکلي دي.
ددې کورنۍ چاپیریال د شیخ تقی الدین په را پورته کیدو او پرمختګ کې کارنده رول لوبولی دی او ددې لامل شوه چې نوموړی قرانکریم تر ۱۳ کلنۍ مخکې حفظ کړي. نوموړی د خپل مورني نیکه له تقوی او وعی څخه سخت اغیږمن شوی، ځکه یې له همغه يې سیاسي چارو ته ځانګړی پام درلود. د هغه نیکه په عثماني دولت کې مشهور عالم او فقیه و. د همدې اغیز له مخې یې خپل پلار ته قناعت ورکړ چې نوموړی د شرعي علومو د زده کړې لپاره الازهر پوهنتون ته ولیږي.
شیخ تقی الدین په ۱۹۲۸ کال کې د ازهر ثانوي زده کړې پیل کړې او په همدې کال کې یې په بې ساري بریالیتوب سره د الغرباء شهادتنامه تر لاسه کړه. وروسته د ازهر د دارالعوم پوهنځي ته ولاړ او له همدې سره په یوه وخت به یې د الازهر شریف په حلقو کې چې د نیکه په لارښوونه یې جوړیدلې، ګډون کاوه او ویې کولای شول چې په دې ناستو کې خپل نبوغ یو ځل بیا پیاوړی کړي.
شیخ تقی الدین د الازهریه، الغرباء ثانوي شهادتنامه او په عربي ژبه او ادبیاتو کې دیپلوم په قاهره کې د دارالعلوم له کلیې څخه او قضایي اجازه لیک د شرعی قضا لپاره له عالي معهد څخه چې د الازهر تابع و، تر لاسه کړل. په ۱۹۳۲ کال کې یې د ازهري د شریعت نړیواله شهادتنامه تر لاسه کړه.
شیخ تقی الدین رحمه الله تر ۱۹۳۸ کال پورې په معارف وزارت کې په شرعي تعلیم بوخت و. وروسته د حیفا د محکمې د لیکوونکي په توګه، له هغه وروسته د مشاور ( د قاضي مرستیال) او وروسته د الرمله د محکمې د قاضي په توګه یې تر ۱۹۴۸ کال پورې دنده ترسره کړه. د یهودو له لوري د فلسطین له اشغال وروسته شام ته ولاړ، په همغه کال کې بیرته را وګرځید، چې د القدس په شرعي محکمه کې مقرر شي. وروسته يې تر ۱۹۵۰ کال پورې په استیناف محکمه کې د قاضي په توګه دندې ته دوام ورکړ. له دې مقام څخه له استعفی وروسته تر ۱۹۵۲ کال پورې په عمان کې د العلمية الإسلامية په كلية کې د ثانوي مرحلې شاګردانو ته د اړتیا وړ درسونو په تشریح بوخت شو. شیخ تقی الدین په ټولو علومو کې د بحر په شان د پراخ معرفت څښتن، مطلق مجتهد او د لوړ دلیل درلودونکی ویناوال و.
شیخ تقی الدین النبهاني، ګڼ تالیفات لري چې مهم یې په لاندې ډول دي:
1.نظام الإسلام، "اسلامي نظام"
2. التكتل الحزبي، " ګوندي جوړښت"
3.د حزب التحريرمفاهيم
4.النظام الاقتصادي في الإسلام، "په اسلام کې اقتصادي نظام"
5. النظام الاجتماعي في الإسلام، "په اسلام کې ټولنیز نظام"
6. نظام الحكم في الإسلام، "په اسلام کې د حکم نظام"
7. الدستور، "اساسي قانون"
8. مقدمة الدستور، "د اساسي قانون مقدمه"
9. الدولة الإسلامية، "اسلامي دولت"
10. الشخصية الإسلامية في ثلاثة أجزاء، "اسلامي شخصیت، په دریو ټوکونو کې"
11. مفاهيم سياسية لحزب التحرير، "د حزب التحریر سیاسي مفاهیم"
12. نظرات سياسية، "سیاسي نظریات"
13. نداء حار، "اور ورین فریاد"
14. الخلافة، "خلافت"
15. التفكير، "تفکیر"
16. سرعة البديهة، "په فکر او عمل کې سرعت"
17. نقطة الانطلاق، "د پیل ټکی"
18. دخول المجتمع، "په ټولنه کې نفوذ"
19. تسلح مصر، "د مصر تسلیحات "
20. الاتفاقيات الثنائية المصرية السورية واليمنية، " د سوریې، مصر او یمن ترمنځ دوه ‌‌طرفه توافق لیکونه"
21. حل قضية فلسطين على الطريقة الأميركية والإنكليزية، " د فلسطین د قضیې امریکایي او انګلسي حل"
22.نظرية الفراغ السياسي حول مشروع أيزنهاور " د ایزنهاور په وړاندې لیک کې د سیاسي خلا مفکوره"...او زرګونه نور فکري، سیاسي او فقهي منشورات.
د شیخ تقی الدین نبهاني د تالیفاتو د زیاتوالي له امله د وخت واکمنو ظالمو نظامونو د هغه تالیفات او نشرات تحریم کړل. له دې امله شیخ اړ شو چې خپل یو شمیر نشرات او تالیفات د حزب د نورو غړو تر نامه لاندې خپاره کړي، چې عمده یې په لاندې ډول یادولی شو: -
1.السياسة الاقتصادية المثلى، "الګو اقتصادي سیاست"
2. نقض الاشتراكية الماركسية، "د اشتراکي مارکسیزم رد"
3. كيف هدمت الخلافة، "خلافت څنګه ونړید"
4. أحكام البينات، "د شواهدو احکام"
5. نظام العقوبات، " د عقوباتو یا جزایي نظام"
6. أحكام الصلاة، "د لمانځه حکمونه"
7. الفكر الإسلامي. " اسلامي فکر"
نوموړي د حزب التحریر له تاسیس وړاندې د قومي مفکورې پر اساس دوه کتابونه، إنقاذ فسلطين " د فلسطین ژغورنه"، اورسالة العرب"د عربو ماموریت او پیغام"؛تألیف کړي، چې هغه هم له اسلامي فکرې او عقیدې څخه خالي نه دي او له مطلق عربي نشنلیزم سره یې زیات توپیر درلود او عربان یې اسلامي رسالت ته متوجې کړي وو.
نوموړی د اسلامي امت له وتلو عالمانو سره له زياتو فکري او سیاسي بحثونو څخه وروسته وتوانیده چې په بیت المقدس کې، په هغه ښار کې چې شیخ یې د استیناف محکمې د قاضي په توګه کار کاوه، د حزب هسته جوړه کړي او شیخ احمد الداعور د قلقیلیه له قبیلې څخه، السیدان نمر له الخلیل څخه، عادل النابلسی، غانم عبده، منیر شقیر، شیخ اسعد بیوض التمیمی او نور دعوت کړي.
په پیل کې د هغه غونډې غیر منظمې وې، خو د ۱۹۵۲ کال په پای کې، هغه وخت چې دغو افرادو حزبي بڼه غوره کړه، د ۱۹۵۳ کال د نومبر په ۱۷ مه پنځو تنو موسسينو چې نومونه یې لاندې یادیږي، په رسمي ډول د اردن د کورنیو چارو له وزارت څخه د فعالیت د جواز غوښتنه وکړه:
تقی الدین - رهبر،
داوود حمدان–مرستیال رهبراو د حزب سکرتر،
غانم عبده–د مالي صندوق مسوول،
عادل النابلسی - غړی
منیر شقیر هم غړی.
وروسته حزب د عثماني جمعیاتو د قانون سره سم د رسمي ‌طی مراحلو څخه وروسته په بیت المقدس د مرکزيت په لرلو سره د علم او خبر د مکتوب له لارې د جواز فعاليت تر لاسه کړ. او د 1372هـ د جمادی الثاني په ٢٨ مه چې د 1953 کال د مارچ له ١٤ مې سره سمون خوري، په رسمي ډول يې په فعاليت پيل وکړ. وروسته يې ټول پنځه غړي د حکومت له خوا جلب شول او څلور تنه يې بنديان شول. په دې ډول د 1372 کال د رجب په 7مه، چې د 1953 کال د مارچ له 22 مې سره سمون خوري، حزب التحرير له تاسيس يوه اونۍ وروسته غير قانوني(ممنوع الفعالیت) اعلان شو.
خو شيخ تقى الدين دغه ممونعيت ته پام ونه کړ او د رسالت د لېږد لپاره مخکې ولاړ، په 1956 کال کې داوود حمدان او نمر المصري د حزب له قيادت څخه څنګ ته شول او ځاى يې د شيخ نبهاني تر امر لاندې دوو تنو جليل القدر عالمانو عبد القدیم زلوم او شیخ احمد داعور لاسته راوړ.
د ټولنيز تثقيف له امله 1958 کال په پاى کې شيخ اړ شو چې قدس پريږدي او دمشق ته ولاړه، هلته د سوري نظام له لوري ونيول شو او د لبنان او سوريې په سرحد کې خوشې شو، په هغه ځاى کې د لبنان نظام هم د شيخ د ورتلو څخه مخنيوى وکړ. تر څو يې د وادی الحریر د پوليسو له مرکز څخه غوښتنه وکړه چې د لبنان په داخل کې له يو چاسره ټېلفوني تماس ونيسي، امنيتي مسوول اجازه ورکړه او د لبنان له مفتي شيخ حسن العلايا سره يې اړيکه ونيوه چې د نبهاني نږدې دوست و. نوموړي د لبنان پر مسوولينو زيات فشار راوړ تر څو يې لبنان ته د شيخ النبهاني د دخول اجازه تر لاسه کړه. نبهاني تر 1958 کال پورې خپل افکار نږدې له کوم خنډ پرته نشر کړل، خو کله چې نظام د هغه د افکارو څخه د خطر احساس وکړ، هغه يې د بيروت پرېښودو ته اړ کړ او په مخفي ډول طرابلس ته ولاړ. يو کره شخص چې نبهاني يې په غوره ډول پېژانده، د هغه په اړه داسې وايي:
"شیخ تقی خپل ډېر وخت په لوستلو، ليکلو او له راديو څخه د خبرونو په اورېدولو تېراوه، تر څو قوي سياسي تاليفات وکړي ".
شیخ په عراق کې د طلب النصره عمليې ته ځانګړې پاملرنه کوله، له شيخ زلوم( ابويوسف) سره يې زيات سفرونه درلودل، چې بالاخره له وفات وړاندې په وروستي سفر کې په عراق کې ونيول شو، په شدت سره شکنجه شو. څارنوالو زياته هڅه وکړه چې له دې څخه د حزب التحرير د امير په اړه څه معلومات تر لاسه کړي ( ځکه د عراق دولت نه پوهېده چې دى خپله د حزب رهبر دى)، خو شيخ د حزب د رهبر په اړه څارنوالو ته ويل: " شيخ ( يعنى رهبر) د علاج په اړه خبرې کوي!" وروسته په داسې حال کې چې د زياتې شکنجې له امله يې بدنې قومت له لاسه ورکړى و او دواړه لاسونه يې فلج شوي وو، د سوريې په سرحد کې پرېښودل شو. الحمدالله مخکې له دې چې اردن عراق ته ووايي چې دغه بندي د حزب رهبر نبهاني دى، خوشې شو.
شیخ تقی الدین النبهاني حزب التحرير تاسيس کړ، هدف ته د رسېدو او د دعوت د چارو په لېږد کې ثابت قدمه پاتې شو، ان تر دې چې هدف ته نږدې هم شو، خو عمر يې پاى ته ورسېد. په دې ډول يې د حق غوښتنې ته لبيک ووايه او د1977 کال د ډسمبر په 11 مه د 1389 هـ د محرم په لسمه د يکشنبې په ورځ وفات شو او د بېرت په اوزاعي هديره کې خاورو ته وسپارل شو.
انالله و انااليه راجعون




   ارسال نظر