Pashto Farsi


حزب التحریر - ولایه افغانستان د نړۍ ټولو مسلمانانو ته د قربانۍ د نېکمرغه عید مبارکي وايي!
07/31/2020 | د حزب التحرير – ولایه افغانستان مطبوعاتي دفتر

د حزب التحرير – ولایه افغانستان مطبوعاتي دفتر د نړۍ په ګوټ-ګوټ کې ټول اسلامي امت ته د قربانۍ د نېکمرغه عيد مبارکي وايي او ارحم الراحمين الله ته د دعا لاسونه پورته کوي، ترڅو د ټولو مسلمانانو طاعات، عبادات، حج، مالي او ځاني قربانۍ په خپل دربار کې قبولې کړي.
دا ځل عيد په داسې حال کې راورسېد، چې د افغانستان خلک د کرونا، فساد او ناامنۍ له تور مثلث سره مخ دي، چې د دغه خاورې د معاصر تاریخ تر ټولو تياره دوره ګڼل کيږي. د افغانستان چارواکي د خلکو د ستونزو د حل او هغوی ته د خدمت کولو پر ځای دوه نورې دندې لري:
لومړۍ؛ د خپلو جيبونو په ډکولو بوخت دي او د مريض له دوا، د مړي له کفن او د فقير له ډوډۍ څخه غلاوې کوي. یوازې پر دې هم بسنه نه کوي، بلکې دغه غلا يې په سيستماتيکه او هدفمنه توګه تر مرکزي بانک او ګمرکونو پورې هم رسولې ده.
دويمه؛ د خپل قدرت د بقا لپاره هره ورځ نوو دروغو او نوو غولونو ته مخه کوي. د افغانستان په تاريخ کې هېڅ چارواکي د اوسنيو چارواکو په اندازه ښکرور دروغ نه دي ويلي او نه يې په دې کچه خلک غولولي دي. د بېلګې په توګه؛ هغوی له افغانستان څخه د آسيا د انرژۍ د څلورلارې له جوړولو خبرې کولې، په داسې حال کې چې کابل د نړۍ له تر ټولو تياره پلازمېنو څخه ګڼل کيږي. د انرژۍ په برخه کې د ميليارډونو ډالرو له لګښت سره سره، اوس هم د افغانستان د برېښنا د سويچ واک د نورو په لاس کې دی.
د افغانستان د مسلمانانو په ژوند کې واقعي عيد هغه وخت تمثيلېدلی شي چې فکري، سياسي، اقتصادي، نظامي او استخباراتي اشغال بشپړ پای ته ورسيږي، ډيموکراسي او د هغې د ارزښتونو جرړې له بېخه را وايستل شي او پر دغه خاوره د پرديو او بې ريښې ډيموکراتانو حاکميت پوره ختم شي. دغه موخې ته رسېدل هغه وخت ممکن دي چې له هغوی سره قوي فکري او سياسي مبارزه وشي او په ژوند او دولت کې د عقيدې او نظام په توګه يوازې اسلام حاکم شي.
په دې هيله چې دا هغه وروستی عيد وي چې د افغانستان باعزته او مسلمان خلک يې د غربي يرغلګرو تر حاکميت او د فاسدو ډيموکراتانو تر ګرو لاندې تېروي. د عزيز او حميد الله دربار ته دعا کوو چې په اسلامي نړۍ کې تياره او وينې ځبېښونکي حاکميتونه پای ته ورسوي او اسلامي امت د خلافت دولت په نعمت سره سرلوړی کړي. ځکه خلافت هغه نظام دی چې نه یوازې د مسلمانانو لپاره، بلکې د ټول بشریت لپاره د آرامۍ او رحمت سرچينه ده.

د حزب التحرير – ولایه افغانستان مطبوعاتي دفتر


   


   ارسال نظر