Pashto Farsi


د لوی اختر په مناسبت د حزب التحریر، جلیل القدر عالم عطا بن خلیل ابو رشته د مبارکۍ پیغام!
07/31/2020 | عطا بن خلیل ابو رشته

الحمد لله و الصلاة و السلام علی رسول‌الله و علی آله و صحبه و من والاه و بعد...
الله أکبر الله أکبر الله أکبر، لا إله إلا الله، الله أکبر الله أکبر و لله الحمد
په عامه توګه ټول اسلامي امت ته؛ هغه غوره امت چې د خلکو د دعوت لپاره رالېږلی شوی، امر باالمعروف او نهی عن المنکر کوي او همدارنګه پر الله سبحانه وتعالی اېمان لري...
په ځانګړې توګه د دعوت لېږدوونکو ته؛ هغه کسان چې له الله سبحانه وتعالی څخه د دوی په لاسونو فتح او نصرت غواړو، څو د نبوت پر منهج اسلامي دولت (خلافت) ایجاد کړي.
زما د انټرنېټې پاڼې ټولو کتونکو او مینه والو ته؛ هغوی چې همېش له دغو پیامونو څخه د خیر او ښېګڼې لپاره ګټه اخلي، تر خپلې وسې د حق تر څنګ ولاړ دي او د حق پلوو ملاتړ کوي...
یادو کسانو او ټول اسلامي امته! اسلام علیکم ورحمت الله وبرکاته!
تاسو ټولو ته د نېکمرغه لوی اختر مبارکي وایم او له الله سبحانه وتعالی څخه غواړم، چې دغه اختر ټولو مسلمانانو ته د خیر او برکت لامل وګرځي.
ګرانو وروڼو! زه پر تاسو سلام کوم او نیکمرغي درته غواړم او همدارنګه له قوي او عزیز الله څخه غواړم چې له ټولو مسلمانانو څخه موجوده وبا لیرې کړي. دغه راز روانه میاشت د الله تعالی د خلافت د نشت وروستۍ میاشت وګرځوي؛ هغه دولت چې د مسلمانانو عزت بېرته پکې تر لاسه کېږي، الله عزیز او حکیم دی.
الله تعالی دې ستاسو عبادتونه قبول کړي او تاسو دې د هغو کسانو له ډلې وګرځوي، چې په اړه یې فرمایلي دي:

«رجال لا تلهیهم تجارة  لا بیع عن ذکر الله و إقام الصلاة و إیتاء الزکاة یخافون یوماً تتقلب فیه القلوب و الأبصار * لیجزیهم الله أحسن ما عملوا و یزیدهم من فضله و الله یرزق من یشاء بغیر حساب»
ژباړه: هغه پاک خلک چې په هېڅ ډول کسب او تجارت الله تعالی نه هېروي، له لمانځه اداکولو او زکات ورکولو یې نه لیرې کوي او له هغې ورځې وېریږي، چې په هغه ورځ په رښتیا سترګې او زړونه په وېره او حیرانیتا کې وي.
ستاسو ورور عطا بن خلیل ابو رشته
د حزب التحریر امیر
۱۴۴۱هـ.ق د ذی الحجې لسمه

۲۰۲۰م د جولای ۳۱مه


   


   ارسال نظر