Pashto Farsi


د افغانستان جیوپولیټيک برخلیک او د سیمې سرچینې کومې خوا ته وړل کېږي!؟
07/08/2020 | سیف الله مستنیر

خبر:
د امریکا د استازو مجلس تسلیحاتي کمېټې یوه طرحه تصویب کړې ده چې پر بنسټ یې د دغه هېواد د ولسمشرۍ ټاکنو تر پایه د څلور زره امریکايي نظامیانو وتل محدود شوي دي. د دې کمېټې د مشرتابه غړی «لیزچیني» وايي: "له افغانستانه د امریکايي نظامیانو وتل باید په دغه هېواد کې له تروریزم سره مبارزې ته زیان ونه رسوي. همدارنګه نوموړی زیاتوي چې هلته باید د تروریستانو امن پټنځای نه وي. موږ باید ډاډه شو چې د تروریزم ضد فعالیتونه سر ته رسولی شو." «سرچینه: طلوع نیوز ټلویزیوني شبکه»
تبصره:
امریکا له طالبانو سره د سولې هوکړه‌لیک له لاسلیکولو وروسته د خپلو ځواکونو شمېر له ۱۳ زره څخه ۸۶۰۰ ته راکم کړ او ټاکل شوې چې له طالبانو سره د سولې هوکړه‌لیک له لاسلیکولو څوارلس میاشتې وروسته په مشروط ډول د طالبانو له لوري د ټولو ژمنو په عملي کېدو دغه ځواکونه هم له افغانستانه وباسي. په وروستیو کې داسې راپورونه وو چې پنټاګون یا د امریکا دفاع وزارت له افغانستانه د شاوخوا څلور زره نورو نظامیانو د ایستلو طرحې د نهايي کولو په لټه کې و، چې اوس د امریکا د استازو مجلس له محدودیت سره مخ کړی دی.
له بده مرغه باید ووایو چې د افغانستان جګړه او سوله، د امریکايي ځواکونو بشپړ او جزيي وتل او د افغانستان او سیمې اقتصادي پراختیا ته ظاهراً د رسنیو په وسیله د امریکا له سیاسي لوبو او ټاکنیزو کمپاینونو سره تړاو ورکول کېږي. امریکا د کرونا له نړیوال کړکېچ او د هغه له مختلفو پایلو وروسته له مختلفو ناورينونو لکه بېکاري، اقتصادي رکود، ټولنیزو کړکېچونو او نورو خطرناکو بحرانانو سره مخ شوې ده. پر دې سربېره د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ په بې‌ساري توګه خپل ناوړه مدیریت په ښکاره نندارې ته وړاندې کړی دی. له همدې امله ظاهراً د افغانستان له قضیې څخه له ګټې اخیستنې پرته ټرمپ د بریاليتوب لپاره بله لار نه ويني. نو ځکه غواړي افغانستان د سولې له قضیې څخه د امریکا په عامه افکارو کې په داسې بې سارې توګه ګټه واخلي، چې په ټاکنو کې يې بريالی کړي.
که څه هم امریکا داسې هېواد دی چې وګړي نه، بلکې مختلف بنسټونه یې رهبري کوي. همدارنګه دغه بنسټونه د بهرني سیاست په ټولو قضیو کې د امریکا ملي او د خپلو بنسټونو ګټې په پام کې نیسي، کله یو له بل سره د نظر یووالی لري او کله هم یو له بل سره شدید اختلاف کوي. نو اوس هغه څه چې ډونالډ ټرمپ د افغانستان د سولې په چارو کې د امریکا استازي زلمي خلیلزاد په وسیله مدیریت کوي، ښايي د پروسې په بهیر او یا له پروسې وروسته یې ځينې بنسټونه له جدي ګواښ سره مخ کړي.
له همدغه امله ډونالډ ټرمپ په ټول جدیت سره هڅه کوي، څو د امریکا ټاکنو د ګټلو لپاره د افغانستان سوله بریا ته ورسوي او ظاهراً خپل ځان امریکايي رایه ورکوونکو ته بریالی ثابت کړي. د دې موخې د ترلاسه کولو لپاره «د تاوتریخوالي د کمولو او د طالب زندانیانو د پر وخت خوشي کولو» په موخه سیمې ته د خلیلزاد وروستی سفر تر تېر هغه ځانګړنې لري او هغه دا چې د امریکا د نړیوالې مالي پرمختیايي موسسې رییس «آدم بولر» هم په دغه سفر کې د خلیلزاد ملتیا کوي. د دغه سفر له پیلېدو مخکې د امریکا د بهرنیو چارو وزیر «مایک پمپیو» او زلمي خلیلزاد د منځنۍ اسیا له چارواکو سره د «C5+1» ډلې په اډانه کې د افغانستان د سولې د ټینګښت، د سیمې د تړښت او د دغو هېوادونو تر منځ د سوداګرۍ د پياوړتیا په اړه د ویډیويي کنفرانس له لارې بحث او خبرې اترې وکړې. ورپسې زلمي خلیلزاد په خپلو ټویټري پيغامونو کې په افغانستان کې د سولې او ثبات په ټینګښت کې د منځنۍ اسیا هېوادونو د هڅو ستاینه وکړه. همدارنګه نوموړي دا ځل په دې اړه په بېلو ادبیاتو لیکلي دي: "له ځواکمنو او خپلواکو هېوادونو جوړه شوې یوه منځنۍ اسیا، چې په ګډه له جنوبي اسیا سره د افغانستان د تړښت لپاره کار وکړي، د سیمې او متحده ایالاتو په ګټه ده."

دا ډول پيغامونه له یوې خوا د روسیې پر ژوند په منځنۍ اسیا کې د امریکا مستقیمه مداخله ګڼل کېدای شي او له بلې خوا امریکا ته له چین څخه د منځنۍ اسیا هېوادونو اړولو پيغام هم لېږدولی شي. که داسې وي، نو امریکا ته د منځنۍ اسیا هېوادونو تمایل به د چین «د یوه کمربند او یوې لارې» سترې پروژې د پرمختګ د مخنیوي لامل شي.
سیمې ته د امریکا دغه لرلید د افغانستان اهمیت زیات کړی دی او په راتلونکي کې په پاکستان کې یوه کمربند او یوې لارې پروژې ته ستر خنډ کېدای شي. دغه سیاست ظاهراً له منځنۍ اسیا څخه جنوبي اسیا په ځانګړې توګه هندوستان ته د انرژۍ صادرولو لپاره د امریکا او د هغې د متحدینو په وسیله د چین د لازیاتې محاصرې لپاره پلان شوی دی. په واقعیت کې دا ټولې امریکايي موخې هغه مهال تر لاسه کېږي چې افغانستان نسبتاً امن شي. په قطر کې د طالبانو د سیاسي دفتر له مشرتابه سره پر دغه فرصت او شرایطو او په افغانستان کې د قطر دولت د پانګونې پر چانس بحث شوی دی. یوه بېلګه یې له زلمي خلیلزاد سره د امریکا د نړیوالې مالي پرمختیايي موسسې رییس «آدم بولر» په ملګرتیا کې کتلی شو. دغه سیاست د چین، روسیې او پاکستان ګټو ته د زیان رسولو او له امریکا سره د مرستې په موخه د هند لوړوالي لپاره د افغانستان له جیوپولیټيک موقعیت څخه د ګټې اخیستنې سیاست ګڼل کېدای شي.
له شک پرته امریکا د جګړې له لارې په افغانستان کې خپله ماتې درک کړې ده. دغه مسئله په ځلونو د امریکا لوړپوړو نظامي او غیر نظامي چارواکو بیان کړې ده. لنډه دا چې په اوسني وضعیت کې امریکا هڅه کوي څو په سیمه کې د خپل اشغال او استعمار اسلوب پر ډيپلوماسۍ، نرم ځواک او اقتصادي امکاناتو بدل کړي او له دې لارې شرایط پر خپله ګټه وڅرخوي. په دغه سیاست سره لیدل کېږي چې هېڅکله له اسلام او مسلمانانو سره له دښمنۍ لاس نه اخلي. له همدغه امله جدي اړتیا لیدله کېږي څو د سیمې مسلمانان د امریکا او حتی چین، روسیې او نورو هېوادونو د ټولو اجنډاوو پر وړاندې ودرېږي او د نبوت پر منهج راشده خلافت دولت د بیا تاسیس لپاره مبازره وکړي؛ ځکه یوازې خلافت دولت او د هغه ځواکمن لښکر له امت سره د محاربو هېوادونو او مکارو استعمارګرانو جرړې ایستلی شي، څو مسلمانان یو ځل بیا د خپل برخلیک، خپلې خاورې او خپلو سرچینو خاوندان شي.

سیف الله مستنیر
د حزب التحریر – ولایه افغانستان د مطبوعاتي دفتر رییس


   


   ارسال نظر