Pashto Farsi


د افغانستان د جګړې او سولې دوه‌لارې ته یوه کتنه!
06/17/2020 |

افغانستان د څلوېښت کلنې جګړې په بهیر کې یو ځل بیا د سولې د پروپاګند په ګرم بازار بدل شوی دی. هغه سوله چې د ښکېلو اړخونو له نظره مختلفې معناوې لري.
د افغانستان عام خلک چې کله د سولې کلمه اوري، ګومان کوي چې سوله د جګړې د درېدلو په معنی ده؛ خو کله چې امریکا د سولې خبره کوي، موخه یې دا ده چې د امریکا د تاریخ خورا اوږده جګړه داسې پای ته ورسوي، چې په افغانستان کې خپل سیاسي او  استخباراتي نفوذ وساتي او خپل نظامي ځواکونه بېرته امریکا ته ستانه کړي.
طالبان د سولې په اړه ګومان کوي چې امریکا باید خپله ماتې ومني، له افغانستانه ووځي او د طالبانو امارت یا امارت ته ورته نظام یو ځل بیا د افغانستان سیاسي ډګر ته راوګرځي. د افغانستان لاسپوڅی دولت او هغه متنفذین او سیاسي رهبران چې په تېر کې یې د افغانستان په اشغال کې د امریکا د پلو ځواکونو په توګه رول ادا کړی و، هڅه کوي چې هغه غربي سیکولر ارزښتونه چې په تېرو شلو کلونو کې یې د هغو د دفاع لپاره شعار ورکړی، پلمه ونیسي؛ خو اصلي غوښتنه یې د افغانستان په راتلونکي نظام کې د خپل سیاسي حیثیت ساتنه او د شخصي او حزبي ګټو خوندیتوب دی.
اروپايي ټولنه، قضیه د افغانستان د دولت او امریکایانو په اړه تر ډېره ارزښتي ویني او تل د نولس کلنو ارزښتونو لکه بشري حقونو او ولسواکۍ د ساتنې شعارونه ورکوي.
چین، روسیه، ایران او پاکستان که څه هم ظاهراً په افغانستان کې د امریکا د حضور مخالف دي، خو هر یو له امریکا سره د متفاوتو اړیکو او په افغانستان کې د خپلو ګټو پر اساس د امریکا له غیر مسوولانه وتلو اندیښنه لري، ترڅو افغانستان یو ځل بیا د «تروریزم» په سرچینه او پټنځای بدل نه شي.
خو دغه ټول اړخونه پر دې د نظر یووالی لري چې د امارت نظام جوړښت او د شریعت پلي کول هغه سره کرښه ده، چې باید د افغانستان سیاسي محضر ته بیا راونه ګرځي. نو د دغو ټولو اړخونو د نظر دا ډول نامشروع یووالی په افغانستان کې د جګړې د دوام د یوازیني لامل په توګه رول لوبولی شي. دا غوښتنه د دې خاورې د مسلمانو او مجاهدو خلکو د عقیدې خلاف ده او تاریخ ثابته کړې چې د افغانستان خلکو په ټولیزه توګه د شریعت د نه پلي کېدو او د اسلامي نظام د تاسیس خلاف غوښتنه نه ده منلې او نه به یې ومني.  
پورتنیو مواردو ته په پام دغه غولوونکي الفاظ لکه ملي، سیمه‌ييزه او نړیواله اجماع هم د سولې په اړه د دې پروپاګندا یوه برخه ده. په داسې حال کې چې هغه نړۍ چې د پانګوالۍ مبدا (ایډيولوژۍ) پر اساس رهبري کېږي، ټول د خپلو ګټو په لټه کې دي او دا ډول مفاهیم یوازې د خلکو د عامه ذهنیت لپاره د ګمراه کوونکو رول ادا کوي او هېڅکله په خپله حقیقي معنی د عمل جامه نه شي اغوستی.
له بلې خوا د امریکا حاکم ګوند (جمهوري غوښتونکي) هم د افغانستان د سولې له پروسې څخه د امریکا د راتلونکو ټاکنو  لپاره ګټه اخلي، خو له افغانستانه د امریکا د ټولو ځواکونو د ایستلو په ادعا کې رښتیني نه دي. په دې اړه د دغه حقیقت درک کول اړین دي، چې امریکا داسې هېواد دی چې د افرادو پر ځای یې بنسټونه رهبري کوي. له یوې خوا ټرمپ د امریکا د ولسمشر په توګه تل تمایل لري چې امریکايي ځواکونه ژر تر ژره -د امریکا او طالبانو تر منځ د سولې هوکړه‌لیک له نېټې مخکې- افغانستان پرېږدي. مګر د امریکايي نظام نور بنسټونه د ده له دغه نظر سره تل مخالفت ښيي، چې وروستۍ څرګندونې یې د امریکا د دفاع وزیر مارک اسپر وې، چې یو ځل بیا یې د ټرمپ د تمایلاتو پر وړاندې وویل: د امریکا د ولسمشرۍ ریاست له ټاکنو مخکې د دغه هېواد د سرتېرو ایستل یوه ټاکنه ده؛ خو «قوي ټاکنه» نه ده.
ظاهراً امریکايي چارواکي او طالبان د سولې د هوکړه‌لیک پر بشپړ تطبیق ټينګار کوي او د افغانستان د سولې لپاره د امریکا ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد په دوحه کې د طالبانو له استازو سره له ۱۸ میاشتو خبرو اترو وروسته له افغانستانه د امریکايي ځواکونو د ایستلو لپاره مشخصه اډانه فورمول‌بندي کړه. د ډېرو په باور دغه هوکړه‌لیک د افغانستان په اړه د امریکا په سیاستونو او  غوښتنو کې د ډېرو درزونو په رامنځته کولو پای ته ورسېد، خو د سولې هوکړه‌لیک اوس هم په واشنګټن او د طالبانو په صفونو کې ګڼ نیوکګر (منتقدان) لري.
امریکا د دغه هوکړه‌لیک پایلې په کابل کې د خپل لاسپوڅي نظام د مخالفتونو په وسیله داسې رهبري کولی شي، چې څنګه یې په سیمه کې بهرنی سیاست ایجابوي او له حقوقي نظره د خپل دغه ځنډ او مرداریو سیاسي او تبلیغاتي بار هم د افغانانو پر غاړه ورواچوي. په داسې حال کې چې طالبان لږ دا ډول جهت‌ورکوونکی نفوذ لري.
نو دغه هوکړه‌لیک امریکا ته یوازې د خپلې ماتې د پټولو او د امریکا تاریخ د خورا اوږدې جګړې د پای ته رسولو لپاره سمبولیک او رسمي اهمیت لري، ترڅو په کوردننه او بهر کې د عامه افکارو د غولولو لپاره ګټه ترې واخلي. پر دې سربېره دغه هوکړه‌لیک طالبانو ته چې یوه نظامي ډله ده، د دې لامل شوی ترڅو دیوې نظامي ډلې پر ځای چې د اشغالګرو پر وړاندې جنګېږي او د اسلامي نظام او د شریعت د هر اړخیز تطبیق مدعي دي، موقف یې پر یوه ملي سیاسي اړخ بدل شي. دغه عمل د یوې نظامي ډلې لپاره سیاسي انتحار او همدارنګه د دې نولس کلنې جګړې د شهیدانو د ارمان خلاف ګڼل کېږي.
خو هغې پراخې او سختې پروپاګندا ته په پام چې د سولې په اړه جریان لري، افغانستان اوس هم د جګړې او سولې پر دوه لارې کې واقع دی او تر سولې د جګړې احتمال زیات لیدل کېږي؛ ځکه چې د افغانستان له عامو خلکو پرته د جګړې هېڅ ښکېل اړخ د دغې جګړې د درولو نیت نه لري، بلکې ټول د خپلو ګټو د خوندیتوب په لټه کې دي. د یادونې وړ ده چې د امریکايي سولې ډېری پایلې هم د خلکو د عقیدې خلاف دي او هره شېبه ګټه‌اخیستونکي اړخونه د خلکو له احساساتو ګټه اخیستلی شي.
نو تر هغه چې مسلمانان د سیمې او امت په کچه د کفارو د سیاستونو په اړه راپورته نه شي، له افغانستانه د امریکا ظاهري وتل او قدرت ته د ملي ډلو رسېدل که څه هم اسلامي مختاړي او وروستاړي او اسلامي مخینه هم ولري، د خلکو ستونزې نشي حل کولی؛ بلکې د افغانستان قضیه د مسلمانانو د نورو قضیو په څېر یوازې د اسلامي امت په غېږه کې د واحد اسلامي دولت په تاسیس سره حل کېدلی شي. چې هغه مهال به په کوردننه او نړیوال ډګر کې د عمل ابتکار د امت په لاس کې وي او نړیوالو ته به د پانګوالۍ له تیارو څخه د اسلام روښنايۍ ته د وتلو لارښوونه کوي.

و ما ذالک علی الله بعزیز!


   


   ارسال نظر