Pashto Farsi


په امريکا کې د روانو لاريونونو په اړه څلور مهم ټکي
06/17/2020 | احمد يما افغان

په امریکا کې روان لاريونونه او تاوتريخوالی هغه وخت پيل شول چې د «جورج فلویډ» په نوم یو تورپوستی افریقایي الاصله امریکایي د پولیسو لخوا د نیول کېدو پر مهال ووژل شو او په غبرګون کې یې خلک سړکونو ته را ووتل او د عدالت غوښتلو غږ یې اوچت کړ. له دغو تاوتريخجنو لاريونونو څخه لاندې  څلور پايلې اخيستلی شو:
لومړی: د امریکا له تاسیس راهیسې تور پوستي امریکایان له نژادي تبعیض څخه کړېږي. تور پوستي د امریکا د نفوس ۱۳ سلنه دي، خو په امریکا کې د بندیانو دریمه برخه تورپوستي دي. دا ښيي چې د امریکا په ټولو سیستمونو کې له دوی سره توکمیز چلند کېږي او د دویمې درجې اتباعو په سترګه ورته کتل کېږي. که څه هم له ټرمپ څخه وړاندې یو تور پوستی د امریکا ولسمشر و، خو دې کار د تور پوستو پر وړاندې سیستماتیک نژادي تبعیض ختم نه کړ.
امريکا تل د بشري حقونو او آزادۍ د ساتونکي تمثیل کوي. خپل سیال دولتونه له دې لارې تر فشار لاندې راولي او د ولسونو پر وړاندې یې پړ ښيي. خو امريکا پخپله پر بشري حقونو د ستر تېري کوونکي دولت په توګه داسې کړنې ترسره کوي چې بېلګې يې کمې ليدل کیږي. دوی په دې ډول دروغجنو ادعاوو نوره نړۍ غولوي، خو په خپله خاوره کې لږکیو ته حقونه نه ورکوي او توپیریز چلند ورسره کوي.
يوازې توپوستي نه دي چې د لږکيتوب له امله ورسره توپیريز چلند کيږي؛ بلکې په امريکا کې مېشت مسلمانان چې د دغه هېواد تابعيت هم لري، له ګڼو حقونو څخه بې برخې دي او د پرديو په څېر چلند ورسره کيږي. د بېلګې په ډول: په امريکا کې پوليس حق نه لري چې له اسنادو او شواهدو پرته د جرم له امله شکمن شخص ونيسي او پلټنې ترې وکړي، خو که شکمن شخص مسلمان وي، نو اړتيا نه شته چې د هغه د نيولو لپاره دې پوليس په اسنادو پسې وګرځي.
دوهم: امریکا تل پر ایران، چین او نورو هیوادونو نیوکې کوي چې سولیزې مظاهرې ځپي او د خپلو ولسونو د حق غوښتلو غږ په زور غلی کوي. خو پخپله له لاريونوالو سره ناوړه چلند کوي،وهي ټکوي يې او په زندانونو کې يې اچوي. همدا اوس څو ورځې وړاندې امريکايي ولسمشر ډونالد ټرمپ په امریکا کې د روانو لاريونونو په غبرګون کې خپلو والیانو ته امر وکړ چې د لاريونوالو پر وړاندې له زوره کار واخلي، ویې نیسي او د لسو کلونو لپاره یې په زندانونو کې واچوي!
درېيم: په امريکا کې داخلي ستونزې لکه: له تاوتريخوالي څخه ډک وروستي لاريونونه، له دولت څخه د خلکو ناخوښي، په ځينو ايالتونو کې د خپلواکۍ د غورځنګونو راټوکېدل، په شرموونکي ډول له کرونا ناروغۍ سره په مبارزه کې پاتې راتلل او تر بل هر هيواد، له دغې نارواغۍ څخه ډېر زيانمن کېدل، د واليانو له لوري د ولسمشر د فرمانونو ردېدل، د دولتي لوړپوړو چارواکو تر منځ اختلافات... هغه فکتورونه دي چې امريکا يې له دننه څخه انفجار ته نږدې کړې ده.
په نړيواله کچه هم په افغانستان کې د جګړې بايلل، له چين سره د ټکنالوژۍ په ډګر کې د پنځم نسل (5G) پر سر په سيالۍ کې پاتې راتلل، له ګاونډيو هېوادونو لکه مکسيکو سره د اړېکو ترينګلتيا، له امريکا څخه د اروپايي ټولنې مخ اړول، د شمالي کوريا د اتومي وسلو د کشالې له حل څخه عجز او ګڼې نورې ننګونې دي چې په تدريجي ډول امريکا له نړيوال زبرځواکۍ څخه د رالويدو خوا ته نږدې کوي.
 دغه مسايل نړۍ او په ځانګړي ډول مسلمانانو ته پيغام ورکوي چې د نن امريکا د پرون امريکا نه ده، امريکا د مرګ پر پوله ولاړه ده او په داسې لاعلاجه ناروغۍ اخته ده چې رغون ترې ناشونی دی.
څلورم: اسلام له پیله د تور او سپین توکم ستونزه حل کړې او پر دې یې ټینګار کړی چې تور پر سپين، عرب پر عجم او بډای پر بې وزله هیڅ غوره والی نه لري. بلکي ښه مسلمان او بریالی انسان هغه دی چې تقوا ولري او په نیکو عملونو سره الله سبحانه وتعالی راضي کړی.
دا د الهي قوانینو پر ځای د بشر په لاس جوړو شویو قوانینو پايله ده چې د نړۍ په هر ګوټ کې نن د بشر تر منځ نژادي، توکمیز، قبیلوي او نور تعصبونه اوج ته رسېدلي. انسانان یې یو له بل څخه بېل کړي او ژوند یې ورته سخت کړی. په داسې حال کې چې د اسلام په لمن کې دغه ډول تعصبونو ته هیڅ ځای نه شته او انسانانو ته یې یو د بل په څنګ کې د سولیز ژوند لار ښودلې چې د اسلام د حاکمیت په دور کې د دې بې شمېره بېلګې شته. مهم ټکی دا دی چې په اسلامي نظام او افکارو کې، اصلاْ د لږکیو بحث نشته دی. انسان ته د انسان او د اسلامي دولت د اتباعو په سترګه کتل کیږي. اکثریت او اقلیت، د کپيټلیزم او ډیموکراسۍ له مفهیمو څخه دي.
ځکه نو یوازې اسلام او اسلامي ايډیالوژۍ ته اړتیا شته چې یو ځل بیا د ځمکې پر مخ وغوړېږي، د تور او سپين تر منځ نفرتونه ورک کړي او انسانان دې ته متوجه کړي چې خالق يې څوک دی او دوی یې نړۍ ته د څه لپاره رالېږلي دي.


   


   ارسال نظر