Pashto Farsi


د عبدالله او اشرف غني لانجه ختمه شوې ده؟
05/22/2020 | زمری افغان

د اشرف غني پلویان وايي چې د ملي یووالي حکومت ختم شو، عبدالله له حکومته ایستل شوی او اوس به ټولې پرېکړې د منتخب ولسمشر په توګه یوازې اشرف غني کوي. د عبدالله پلویان بیا وايي چې د واک انحصار یې مات کړی او نور به اشرف غني په هر څه کې خلاص لاس ونه لري. خو ایا په وروستۍ هوکړې سره د عبدالله او اشرف غني لانجه ختمه شوه او که به د ملي یووالي حکومت د لانجې په شان یا هغې ته ورته ستونزې دوام لري؟
له اوږدو ټاکنیزو لانجو، فشارونو، بحثونو او کړکیچونو وروسته عبدالله او اشرف غني سیاسي هوکړه لاسلیک کړه. که څه هم هوکړه مخامخ د بهرنیانو په غوښتنه او فشار وشوه، خو دا ځل پکې د جان کیري پر ځای ځینو افغان سیاستوالو ظاهري منځګړیتوب وکړ. په دې هوکړه کې ډاکټر عبدالله د حکومت له بدنې ایستل شوی او یوازې د مصالحې عالي شورا ورکړل شوې، خو په نور حکومت کې پنځوس سلنه ونډه ورکړل شوې او د وزیرانو، والیانو، خپلواکو رییسانو او آن انتصابي سناتورانو په ګډون به په هر څه کې پنځوس سلنه ونډه ولري. ددې تر څنګ د دولت عالي شورا هم منل شوې چې په لویو مسایلو کې به مشورتي رول لري. که هوکړه ښه وکتل شي، نو د اختلاف او لانجې لپاره پکې ډېر ټکي شته، چې په راتلونکو کلونو کې به د دواړو اړخونو ترمنځ د زیاتو لانجو سبب شي. موږ یې دلته ځیني برخې یادوو:
۱- دولتي شورا: دا سمه ده چې دا ځل ډاکټر عبدالله په حکومت کې اجرایوي رول نه لري او اشرف غني به په یوازې سر پرېکړې کوي، خو بیا هم محدودیتونه ډېر دي چې د لانجو سبب کېدلی شي. په هوکړه کې د دولت د عالي شورا یادونه ده چې که اشرف غني، په خپلسري ډول پرېکړې کوي، نو ډاکټر عبدالله او نور سیاسي مخالفین به د هوکړې له مخې د دولت عالي شورا خبره بیا بیا وکړي او په دې ډول به د اشرف غني پرېکړې ننګوي او لانجې به روانې وي.
۲- د مصالحې شورا: د مصالحې عالي شورا چې مشري به یې عبدالله عبدالله کوي، د سولې چاره پر مخ وړي. په راتلونکو کلونو کې د حکومت تر ټولو مهمه چاره د سولې خبرې اترې دي. له وړاندې د سولې په اړه د ډاکټر عبدالله او اشرف غني د دریځونو ترمنځ توپیر شته او دواړو په واضح ډول په دې اړه متفاوت دریځونه خپل کړي دي. کله چې خبره د سولې په اړه د پرېکړو تر بریده ځي، نو په طبیعي ډول به بیا هم د دواړو شریکانو ترمنځ ستونزې وي او په دې ډول به لانجې روانې وي.
۳- مقررۍ: د وزارتونو، ولایتونو، خپلواکو ریاستونو، انتصابي سناتورانو او ځیني نورو مهمو دولتي بستونو پنځوس سلنه چارواکي به ډاکټر عبدالله معرفي کوي. اوس که ډاکټر عبدالله هر څوک معرفي کوي، نو اشرف غني به یې مني؟ که ډاکټر عبدالله یوې څوکۍ ته یو څوک معرفي کوي او اشرف غني یې نه مني او له عبدالله بل کس غواړي، نو بیا به څه کېږي؟ په دې اړه په هوکړه کې وضاحت نشته. دا چاره هم د دوی ترمنځ د لانجې یو مهم لامل کېدلی شي.
۴- انفکاک او تبدیلي: که اشرف غني د هغو چارواکو د بدلولو یا منفکۍ پرېکړه کوي چې عبدالله معرفي کړي، نو د عبدالله غبرګون به څه وي؟ ایا اشرف غني خلاص لاس لري، که محدود دی. په دې اړه هم په هوکړه وضاحت نشته او دا به د لانجو د دوام یو بل ستر لامل وي.
 ۵- بهرني تړاونه: اشرف غني او عبدالله دواړه امریکا ته له وفادارۍ سره سره له ځینو نورو هېوادونو سره هم پټ تړاونه لري. همدا تړاوونه د ګټو تضاد رامنځ ته کوي او دا چاره به ددې سبب شي چې دوی په ځینو لویو ملي مسایلو کې اختلاف ولري او د لانجو سبب به شي.
د اشرف غني او عبدالله د لانجو د دوام لپاره ګڼ نور دلایل هم شته، خو مهمې برخې او لاملونه یې یاد شول. په واقعیت کې د عبدالله او اشرف غني لانجه ختمه شوې نه ده. دا لانجه به د ملي یووالي د حکومت په شان دوام کوي او راتلونکي پنځه کلونه او یا تر هغو چې دا حکومت شته، د دوی ترمنځ به لانجې وي او د تېر په شان به یې حکومتولي شرمېدلي وي. په دې سره به یو ځل بیا د دوی د اختلافاتو زیان د افغانستان ولس ته اوړي او دا اختلافات به د خلکو پر اقتصاد، امنیت، ټولنیز ژوند او نورو چارو منفي اغېز کوي.


   


   ارسال نظر