Pashto Farsi


موږ په وار-وار ټينګار کړی چې د سولې پروسه د امريکايي وحشت یو بل نوم دی!
05/14/2020 | سیف الله مستنیر

د دغو غميزو او وحشتونو د لړۍ دوام يوازې په غندنو، شيطاني عمل بللو او پر افغانستان باندې د امريکا د لاسپوڅي حاکم له خوا د انتقام اخيستنې د حکم پر صادرولو پای نه مومي. بلکې دغه سناريو له هغه وخته پیل شوې چې د يرغلګرو؛ امريکا، ناټو، د هغوی د لاسپوڅو، تورو استخباراتي او جاسوسي ځالو پښې زموږ خاورې ته را اوږدې شوې دي. د دغه وحشت پای يوازې هغه وخت ممکن دی، چې زموږ له خاورې د دا ډول شیطانانو د هر ډول نفوذ جرړې وايستل شي.
د دولت د انتقام اخيستو دردوونکې پايلې هم زموږ د مظلوم او اسير ولس پر اوږو لوېږي، چې کوچنۍ بېلګه يې پر عام ولس باندې د دولتي ځواکونو وروستۍ ړندې بمبارۍ دي. يوازينی اړخ چې له دغو وحشتونو څخه ګټه پورته کوي؛ هغه امريکا او د هغې لاسپوڅی دولت دی. ځکه د داعش په ستر او خطرناک ښودلو سره، امريکا هڅه کوي، ترڅو طالبان او دولت د هغه پر وړاندې سره متحد کړي.
خو په افغانستان کې منځ ته راغلي شرایط د سولې زيری نه بلکې د جګړې د دوام د خطر زنګ کړنګوي. موږ یو ځل بيا پر دې ټينګار کوو چې د امريکا له نظره سوله د هغوی د پوځیانو، نظامي او ديپلماتيکو مرکزونو امنيت او خونديتوب دی او بس، نو ځکه يې د سولې پروسه هم هماغه لور ته روانه کړې ده. هغه سوله او ډاډ چې د افغانستان خلک يې هيله لري، متاسفانه په دغه پروسه کې هېڅ ځای نه لري.

سیف الله مستنیر

د حزب التحریر – ولایه افغانستان د مطبوعاتي دفتر رییس


   


   ارسال نظر