Pashto Farsi


حزب التحریر
مطبوعاتی دفتر
ولایه افغانستان
 
ګڼه: ح.ت.افغ ۱۳/۱۴۴۱ دوشنبه ۱۷ رمضان، ۱۴۴۱هـ ۱۰/۰۵/۲۰۲۰م

مطبوعاتي اعلامیه
ډيموکراسۍ افغان رهبران او ځينې پخواني مجاهدین پر منفعت‌غوښتونکو سیاسي معامله‌ګرو بدل کړي دي

د سیاسي اختلافاتو د ختمولو او د ټولشموله حکومت د جوړولو لپاره پر افغان رهبرانو د امریکا او اروپايي ټولنې له مکررو فشارونو وروسته د ثبات او همپالنې ټيم مشرانو په حکومت کې د ګډون لپاره له سیال ټيم سره خبرې اترې پيل کړې دي. دا چاره د دغه ټيم په مشرانو کې د اختلافاتو او د دوی د څو ټوټې کېدو لامل شوې ده. البته په څو وروستیو کلونو کې دا څووم ځل دی چې دغه ټيم له تفرقې سره مخ کېږي او مهم غړي یې یو د بل پر وړاندې دریځ نیسي.
روښانه ده چې د ثبات او همپالنې ټيم مشرانو او ځينو پخوانيو مجاهدینو له تېرو ترخو تجربو عبرت نه دی اخیستی او څو څو ځله له یوې سوړې چیچل شوي دي، چې هغه په ډيموکراټيک نظم کې ګډون او موقتي ګټو ته ترجیح ورکول دي. دې چارې یې ورځ په ورځ قدرت کم کړی او په خلکو کې یې د دوی محبوبیت تهزیان رسولی دی. دوی دغه اساسي ټکی هېر کړی چې ډيموکراسي د سیکولرانو او تکنوکراتانو د مبارزې او فعالیت ډګر دی؛ نه د مجاهدینو او اسلامي ډلو. له دې امله هر څومره چې ځان د ډيموکراسۍ پر ارزښتونو سینګار کړي او په امریکايي نظم کې ښکېل شي، همغومره په خلکو کې خپل مقام او دریځ له لاسه ورکوي. د څو تېرو ټاکنو شمېرې ښيي چې خلکو څومره پر دوی خپل باور له لاسه ورکړی دی. له بلې خوا، کله چې د ډيموکراسۍ په نظم کې راځي، هغه ژمنې هم نه شي عملي کولی چې له خلکو سره یې کړي دي. د ډيموکراسۍ په ډګر کې صلاحیت د دوی نه دی، بلکې په دغه نظم کې دوی د هغو کسانو په تر لاس لاندې کړیو بدل شوي چې په دغه ډګر کې د لوبې د قواعدو طراحان دي. نو په قدرت کې پنځوس سلنه ونډه او موازي یا ټولشموله حکومت د دوی ستونزې نه حل کوي، ځکه دا ټول په ډيموکراټيک نظم کې تر سره کېږي.
له بلې خوا ډيموکراسي د ټيمي او شخصي ګټو او مصلحتونو ډګر دی او هر ټيم او اړخ چې مبارزه پکې کوي، لومړی یې له خپلو ارزښتونو راټيټوي، بیا یې فردي معاملو او داخلي تفرقې ته ورټېل وهي؛ ځکه په دغه ډګر کې ګټه او مصلحت تر ارزښتونو او ارمانونو لومړیتوب لري. له همدې امله ځينې پخواني مجاهدین له خپلو اسلامي ارزښتونو څخه راټيټ شوي، پر منفعت‌غوښتونکو سیاسي معامله‌ګرو بدل شوي او د تکنوکراتانو تر لاس لاندې څو موقتي څوکۍ او بې‌صلاحیته وزارتونه یې منلي دي. شخصي او ټيمي مصلحتونو یې زړونه کلک او متفرق کړي دي او نن لکه بې‌تاره تسبیح یو له بله پاشل شوي دي.
پخواني مجاهدین باید دغه مسئله ژوره درک کړي چې د جهاد پر مهال یې قدرت له کمونیستي رژيم سره له پرېکون او د شوروي اشغال پر وړاندې له مبارزې څخه سرچینه اخیستې وه. اوسمهال هم یوه حللاره لري، چې له ډيموکراسۍ سره پرېکون او په اوسني امریکايي نظم کې نه شاملېدل دي. دا چاره لامل کېږي چې په خلکو کې خپل عزت او قدرت بیا تر لاسه کړي او په سیاسي تحولاتو کې د اغېزمن نه، بلکې اغېزناک جریان په توګه رول ولوبوي. ګني په ډيموکراټيک نظم کې به له سیاسي لارورکۍ سره مخ وي او په یوه تیاره دښته کې به د نامعلوم مسیر په لوري ګامونه اخلي.  

د حزب‌التحریر - ولایه افغانستان مطبوعاتي دفتر


   


   ارسال نظر