Pashto Farsi


د اونۍ خبره :چارواکي چې له مړو غلا کوي
04/30/2020 | زمری افغان

په ټولنیزو رسنیو کې ادعاوې کېږي چې په ځینو ولایتونو کې د کرونا پېښې دروغ دي، یا خو دا پېښې هېڅ نشته او یا هم په هغه کچه نه دي چې ویل کېږي. دوی وايي چې ولایتي چارواکي غواړي شمېرې لوړې وښيي، څو د مرستندویانو پام ور واوړي او له کابل څخه هم پیسې ورشي او بیا دوی دغه پیسې او مرستې غلا کړي. دا خبرونه که څه هم په ناپېیلي ډول تایید شوې نه دي، خو زړه بوږنوونکي دي.
تر اوسه چې څه روښانه دي، هغه دا چې په افغانستان کې د کرونا د لومړنیو پېښو له ثبت سره سم چارواکو د غلا فکر او کار پیل کړ. هڅه یې وکړه چې دولتي او نادولتي مرستې او پېسې غلا کړي. د چارواکو د غلا ځینې پېښې بیخي علني هم شوې، چې د خلکو له پراخ غبرګون سره مخ شوې. په لومړنیو ګامونو کې له کرونا سره د مبارزې کمېټې کړنې د خلکو له غبرګون سره مخ شوې چې یوازې په دوو اونیو کې یې ۲۷ میلیونه افغانۍ په مشکوک ډول په رسنیو ویشلي وې. وروسته یې د غنمو د غلا او پر خلکو د څلور نیمو کیلو غنمو د وېش فساد او مسخره را پورته شول او خلک پرې خبر شول. په هرات کې هم په مرستو کې د فساد خبرې وشوې او د ارګ عملیاتي ادارې د چین اکټونه کول، یو روغتون یې په څو ورځو کې جوړ کړ، خو تر اوسه نه پکې ډاکټر شته او نه پکې طبي توکي. ویل کېږي په جوړونه کې یې هم پراخ فساد شوی دی. په ځینو ولایتونو کې والیانو او نورو چارواکو له خلکو سره کېدونکي غنم خپلو کورونو ته یووړل او یا یې هم په ازاد بازار کې وپلورل او پیسې یې په خپلو جیبونو کې واچولې. ددې ډول غلا یوه ښکاره پېښه په پکتیکا کې وه چې وروسته بیا چارواکو ویل چې ورک شوي غنم، اصلا غنم نه وو، بلکې په غنمو کې هغه شګې وې چې دوی ترې جلا کړې دي، خو رښتیا دا وه چې دوی دا غنم غلا کړي وو او په بازارونو کې یې پلورلي وو. اوس هم ویل کېږي چې شپږ میلیارده او ۷۲۷ میلیونه افغانۍ له کرونا سره مبارزې ته ځانګړي شوې دي او بېلابېلو ولایتونو ته لېږل کېږي. په دغو پیسو کې هم په کابل او ولایتونو کې د پراخې غلا رپوټونه دي. همداسې یوه غلا په یوه ولایت کې رسوا هم شوه چې یو چپرکټ پکې په څه باندې دېرش زره افغانۍ او یو د ترموز پکې په پنځه زره افغانۍ اخیستل شوی و.
دددغه ډول فساد بېلګې ډېرې دي، خو که واقعیت ته وکتل شي، ډېری چارواکي کرونا ته د غلا، چور او چپاول د یوه نوي فرصت په سترګه ګوري. دوی هغو کسانو ته ورته دي چې له مړي غلا کوي او خپل جیبونه ډکوي. په حکومت کې له مفسدو چارواکو سره نه د خلکو د صحت غم شته او نه هم د خلکو د لوږې او نورو ستونزو د مخنیوي، بلکې دوی، په هر څه کې د غلا فرصت لټوي. له همدې امله خو یا مخامخ غلا کوي او یا هم داسې پروګرامونه جوړوي چې مسخره وي، کله پر خلکو څلور نیمې کیلو غنم ویشي او کله هم د وچې ډوډۍ د وېش ډرامه پیلوي. په واقعیت کې دوی نه د خلکو له اړتیا سم خبر دي او نه هم غواړي له خلکو سره مرسته وکړي. دوی افغانانو پردي دي او د دوی وجدانونه مړه دي. د دوی ارزښتونه دوی په هر حال غلا او فساد ته اړ باسي او همدا ورته سمه لاره ښکاریږي. له همدې امله کرونا او بل هر بحران او هره پېښه دوی ته یوازې د غلا، چور او چپاول زمینه ده. تر هغو چې دوی دلته واکمن وي، چور، چپاول او غلا یې اصلي دنده ده. خلک باید له دوی تمه ونه کړي، بلکې د دوی پر ضد ودریږي، د دوی له ارزښتونو، فسادونو او غلاوو ځان خلاص کړي.


   


   ارسال نظر