Pashto Farsi


په امریکا کې د کرونا شدت او پر افغان سیاست یې اغېز
04/02/2020 | زمری افغان

کرونا وایروس د بل هر ځای په پرتله په امریکا کې په چټکۍ سره د خپرېدو په حال کې دی. اوس امریکا د نړۍ تر بل هر هېواد ډېر په کرونا اخت ناورغان لري او د مړینې له اړخه تر چین مخکې شوی او درېیم ځای لري چې ښايي ژر نور هم مخکې ولاړ شي. د کرونا دې چټکې خپرېدا امریکايي حکومت په کور دننه بوخت کړی او په نړیوال سیاست کې یې رول پیکه شوی. داسې ښکاري چې که همدا حالت دوام وکړي، یا کرونا په امریکا کې نوره هم خپره شي، نو نه یوازې دا چې دغه هېواد به لا زیات منزوي شي، بلکې پر نړیوال سیاست غوړېدلی سیوری به یې کم او آن یو مخ ور ټول شي. د نړیوال نظم پوهان وایي چې کرونا پر نړیوال نظم مخامخ اغېز کوي. په نړیوال نظم کې بدلون حتمي دی، خو دا چې دا بدلون به په کومه کچه وي، دا چاره د کرونا له شدت او د مخنیوي لپاره یې د هڅو په بریا او ناکامۍ پورې تړلې چاره ده.
تر اوسه دا واضح ده چې امریکا تر فشار لاندې ده او په نړیوال سیاست کې یې رول پیکه کېږي. امریکا په افغانستان کې له سیاسي، اقتصادي، نظامي او استخباراتي اړخه ژوره ښکېله ده. اوس چې امریکا په کور دننه کرونا بوخته کړې، نو له شک د افغانستان پر چارو به هم اغېز ولري. تر اوسه یې اغېز ډېر محسوس نه دی، خو لومړني څرکونه یې ښکاري. د امریکا ټول نظامي فعالیتونه چې پکې بشري ځواک را ټولیږي، درول شوي دي. ګډ عملیات او تمرینه درول شوي دي. د امریکا له خوا د حکومتي ځواکونو روزنه درېدلې ده، له دولتي او خصوصي ادارو امریکايي کارکوونکي او مشاورین وتلي دي او آن له چارواکو سره مخامخ مجلسونه هم پر ویډیو کنفرانسونو بدل شوي دي. ددغه حالت پراختیا او دوام به له حکومت او امریکا پلوه سیاستوالو سره اړیکه کمزوري کړي او د اړیکې کمزورتیا به کنټرول کم کړي. له بله اړخه د امریکايي سیاسي، نظامي، استخباراتي او اقتصادي فعالیتوو محدودیت او له حکومت سره یې د مرستو کموالی او کمزورې اړیکه به د حکومت ملا ماته کړي، ځینو خپلسریو او ګډوډیو ته به لاره پرانیزي او دا چاره آن د حکومت د سقوط تر بریده مخکې تللی شي. د امریکا د رول پیکه توب به د ډېرو سیاستوالو سیاسي قبلې هم بدلې کړي، ځینې به یې پر نورو سیمه ییزو قدرتونو پورې د ځان تړلو هڅه کوي او ښايي ځینې یې همداسې بې قبلې پاتې شي.
ددې شونتیا هم شته چې نور قدرتونه له دې خلا او د امریکا له بوختیا ګټه واخلي او د نړیوال نظم د بدلون لپاره عملي ګامونه واخلي. دوی په افغانستان کې د امریکا د ځای ډکولو یا د امریکا دا پښو وهلو هڅه هم کولی شي. تر اوسه داسې ښکاره هڅې نشته، روسیه له اقتصادي اړخه په هغه حد کې نه ده چې دا کار وکړلی شي او چین هم د خپل محتاط سیاست له امله داسې ګام نه دی اخیستی. که څه هم چین د نړۍ ځینو هېوادونو ته د مرستو په لېږلو سره د ځان بدیل ګڼلو اشاره ورکړې، خو د لوېدیځ او چین ژور اقتصادي تړښت، په چین کې خپله د کرونا مبهم حالت او تر دې ټولو مهم د یوې اېډلوژۍ نشتوالی هغه څه دي چې د امریکا د بدیل په توګه د چین د را څرګندېدو مخه یې نیولې ده.
په دې بحران کې دوه مهم فرصتونه هم شته او هغه دا چې همدا وخت د واحد اسلامي دولت د جوړېدو لپاره یو ښه فرصت دی. پکار ده چې مسلمانان له همدې فرصت نه ګټه واخلي، د لوېدیځ لاسپوڅي حکومتونه او چارواکي یې څنګ ته کړي او پر ځای یې په ټوله نړۍ کې یو واحد اسلامي دولت جوړ کړي، چې هم د امریکا بدیل کېدلی شي او هم بشریت له ناورین څخه ژغورلی شي. دویم فرصت د افغانانو لپاره دی او هغه دا چې د امریکا د رول په پیکه کېدو سره د اشغال د واقعي خاتمې لپاره یو ښه فرصت دی او همدا وخت دی چې اشغال، د هغوی لاسپوڅي چارواکي او سیاستوال له بیخه و ایستل شي او تر څنګ یې د امریکا هر ډول سیاسي، نظامي، استخباراتي او اقتصادي حضور ختم کړل شي.


   


   ارسال نظر