Pashto Farsi


نړۍ د اسلام او کپیټلیزم د غوراوي په منځ کې
03/22/2020 | خالد مشعل

له نن څخه ۹۹ کاله وړاندې ( د ۱۳۴۲ه.ق کال د رجب په ۲۸مه) په نننۍ ترکیه کې اسلامي خلافت (دولت) د کورنیو خائنو او برتانیوي ښکیلاکګرو په مټ ړنګ شو او د هغه دولت ګیلم په بشپړ ډول ټول شو چې په لومړي ځل په ۶۲۴ز کال د مدینې منورې په ښار کې د اسلام ستر پیغمبر (ص) له خوا یې بنسټ ایښودل شوی وو او شاوخوا ۱۳۰۰ کاله په لوی منځني ختیځ چې ( د آسیا، اروپا او افریقا) ځینې برخې په بر کې نیسي، واکمن وو.
کله چې موږ د خلافت نظام (دولت) اصطلاح کاروو، نو د ډیرو لوستونکو/اوریدونکو په ذهن کې یو شمیر مصنوعي او استخباراتي خلافتي دولت ګرځي راګرځي، لکه د داعش خلافت چې په ۲۰۱۴ز کال  کې د عراق په موسل ښار کې رامنځ ته شو او له ډیرو وحشتونو، ظلمونو او د اسلام له بدنامولو وروسته، د هغه چا له لوري محو شوو چې په رامنځ ته کولو کې لوی لاس درلود. په دې ځای کې زموږ هدف قطعاً  د داعش او هغې ته ورته خلافت نه دی؛ بلکې زموږ موخه د هغه ستر او ریښتوني خلافت دی چې ۱۳ پیړۍ د نړۍ د دریو وچو (آسیا، اروپا او افریقا) په لویو برخو حاکم وو.
د اسلامي خلافت تر چتر لاندې، منځني ختیځ پد نن په پرتله، په پوره سوله، امنیت، اقتصادي رفاه او په ښه برم کې ژوند کاوه. هغه وخت اروپا د جهل او ظلمت په تورو پیړیو کې ډوبه وه او خلکو یې په ډير ناوړه وضعیت کې شپه او ورځ تیروله. د اسلامي خلافت د حاکمیت په دور کې، نننۍ ترکیه، عرب ژبي هیوادونه،  د اروپا د بالکان سیمه، د افریقا شمال او تر ډيره د جنوبي، شرقي او منځنۍ آسیا هیوادونه د یو واحد چتر (اسلامي دولت) لاندې ژوند کاوه او هر شرقي او غربي یرغلګر ته یې، غاښ ماتوونکی ځواب ورکاوه.
خو نن، د اسلام له واکمنۍ ۹۹ کاله وروسته، نه یوازې مسلمانان، بلکې ټوله نړۍ تر ټولو بد او ناوړه وضعیت کې تیروي. په اقتصادي او مالي لحاظ، د نړۍ ۲۰۲۳ تنه پانګوال د څلور ملیارده کسانو پانګه خپله کړې او د شتمنو او بې وزلو ترمنځ واټن هغه کچې ته رسیدلی چې په اوسني حالت کې اصلاح ناممکن کار دی. په سیاسي برخه کې، د نړۍ اووه ځواکمنو هیوادونو، د پاتې ۱۹۳ هیوادونو برخلیک په لاس کې اخیستی او شته یې په ډول ډول پلمو ترې زبېښي. که چرته د دغو څو په ګوته شمیر قدرتونو ګټه د دې تقاضا وکړي چې په یوه سیمه کې دې په زرګونه بې ګناه انسانان و وژل شي، نو په ډيره بې باکۍ سره دا کار کوي او لاره ورته هواروي. همدا اوس چې زه د دې مقالې په لیکلو بوخت یم، موږ په افغانستان، یمن، عراق، سومالیا، لیبا، سوریې، کشمیر او فلسطین کې د سختو جګړو، ناامنیو او ناخوالو شاهدان یو، چې تر شا یې د امریکا د ظالمانه استعماري سیاست لاس دی.
تر دې ور اخوا، اوس د کپیټلیستي سیاست او افکارو له وجې، ټول بشر له یوه داسې ګواښ سره مخ دی چې د ځینو رپوټونو له مخې،  اصلي جوړونکی او خپرونکی خپله انسان دی. دغه ټول شموله ګواښ د کرونا وایروس دی چې هیڅ دوست او دښمن نه لري. اوس د نړۍ کابو ۱۷۰ هیوادونو ته خپور شوی او تر دې دمه یې شاوخوا ۱۲۰۰۰ کسان وژلي او تر ۲۵۰ زرو زیات کسان پرې اخته شوي دي. ویل کیږي چې دا وایروس د چین او امریکا د سیالۍ په ترڅ کې جوړ شو، تر څو یوبل پرې تضعیف کړي. د حیرانتیا خبره ده، چې همدا د کپیټلیزم په ثقافت روزل شوی انسان/دولت د خپلو مادي ګټو په خاطر، ټول بشر د مرګ له ګواښ سره مخ کړی او هیڅ پروا یې و نه کړه چې د دې قیمت څومره ستر او ټولشموله دی. دا د کپیټلیزم او ډیموکراتیکو افکارو او مفاهیمو پایله ده چې نن یې بشر تجربه کوي.
انسان هماغه انسان دی چې زر دوه زره  کاله مخکې یې ژوند کاوه. په انساني فطرت کې هیڅ بدلون نه دی راغلی. خو دا افکار او د حاکم نظام د ثقافت پایله ده چې همدغه انسان یې تر دې کچې ظالم، وحشي او له انساني معیارونو لرې کړی چې د خپلې مادي ګټې به خاطر، ټول بشر د مرګ له ګواښ سره مخ کوي. دا کار پس پاتې او کوچنیو دولتونو نه دی کړی، بلکې د ډیموکراسۍ او پانګوال نظام ملاتړو، حاملینو او بنسټ ایښودونکو کړی دی.
په خپل ذات کې، دا یوازې د کرونا وایروس نه دی چې ټوله نړۍ ګواښي، بلکې د کپیټلیزم او د کپیټلیزم د ملاتړو دولتونو اقتصادي، سیاسي، رواني او اجتماعي کړنو او سیاستونو، انسان په هره برخه کې له سختو ستونزو او ننګونو سره مخ کړی دی. د ملکیت د آزادۍ فکر او دا چې شخصي ګټه تر هرڅه مخکې ده، له انسانانو څخه داسې لیوان جوړ کړي چې یو د بل وینو ته ناست دي. انسان هغه ډول عمل کوي چې فکر کوي. که چرته د انسان فکر سالم او د انساني فطرت له اعلی معیارونو سره سم سمبال شي، نو بیا هغه څه کوي چې د ټول بشر خیر/مصلحت په کې نغښتی وي.
اوس نړۍ له دوه انتخابونو سره مخ ده؛ یا به اسلام غوره کوي چې ژوند یې وژغورل شي او یا به کپیټلیزم چې لا له وړاندې بشر د تباهۍ کندې په لور روان کړی دی. د خلافت نظام په چوکاټ کې سیاسي اسلام، نه یوازې دا چې مسلمانانو ته یوه حیاتي مسئله ده. بلکې ټول بشر ته د وخت ضرورت دی. خکه چې کپیټلیزم یوازې اسلام نه ګواښي، بلکې د ټول بشر ژوند او موجودیت ګواښي. په کپیټلیزم کې لوی شوو او روزل شوو ساینس پوهانو، خپل اهل ته د کرونا وایروس تقدیم کړ، هغه مهلک مرض چې زوړ، ځوان، ماشوم، ښځه او نر ټول په ړندو سترګو په ډیر ذلت سره،  د تورو خاور غیږ ته ټېل وهي.
دا چې نن د کرونا وایروس غمیزه او مهلک مرض د اسلامي خلافت د سقوط له ۹۹ یم تلین سره سر خوري، نو دا د ژوند او مرګ خبره باید جدي و ګڼل شي او په کار ده چې د بیا را ژوندي کیدو لپاره، ورته شپه او ورځ کار وشي. دا سمه ده چې موږ مسلمانان یو او د خلات په چوکاټ کې، د اسلام حاکمیت ته علاقه لرو او غواړو یې. خو اوس دا خبره د عقیدوي مرز څخه وتلې او د انسانانو ګډ مکلفیت او مصلحت دی. ځکه چې کپیټلیزم د ټول بشر دښمن دی او که یې ګیلم ټول نه شي، نو کپيټلیزم او پیروان یې، یوه ورځ ټول بشر د نابودی له ګواښ سره مخ کوي. نو هغې ورځې ته له رسیدو وړاندې، لومړۍ خو باید  چې د کپیټلیزم او ډیموکراسۍ ګیلم په ټوله نړۍ کې ټول شي، خو په اسلامي خاورو کې دا یوه واجبي او د مرګ او ژوند قضیه ده؛ هغه هم په داسې توګه چې د خلافت دولت په چوکاټ کې، سیاسی اسلام د هغه ځایناستی شي.


   


   ارسال نظر