Pashto Farsi


له افغانستان څخه د امریکايي ځواکونو تاکتیکي او سیاسي کمښت
02/11/2020 | سیف الله مستنیر

د افغانستان ولسمشر اشرف غني په سویس کې د اقتصادي ناستې په یوه څنډه کې ویلي چې د افغانستان حکومت د بهرنیو ځواکونو له وتلو سره ستونزه نه لري؛ خو خبرداری ورکوي چې که د دغه بهیر د څرنګوالي په اړه د حکومت پر ځای له طالبانو سره خبرې اترې وشي، د افغانستان جګړه به یوه نوي پړاو ته ننوځي. 
د امریکا او طالبانو تر منځ د سولې په خبرو اترو کې په ځیرنه سره موندل کېږي، چې د افغانستان حکومت په دې پروسه کې څنډې ته ایستل شوی دی او د تړلو دراوزو تر شا دا خبرې اترې تعقیبوي. د افغانستان حکومت حتی د دې پروسې له لومړی لاس معلوماتو څخه، چې د طالبانو او امریکا د خبرو اترو د مېز پر سر څه تېرېږي، ناخبره دی او کره معلومات نه ترې لري. څه وخت مخکې د افغانستان د سولې په چارو کې د امریکا ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد په هغه سفر کې چې کابل ته یې درلود، د امریکا او طالبانو د هوکړه‌لیک مسوده په کتبي ډول د افغانستان رهبرانو ته ورکړه، ترڅو یې په همغه مجلس کې مطالعه او بېرته یې تسلیم کړي. امریکا پر خپلو افغان مزدورانو باور نه لري، له دې امله یې ونه غوښتل چې د دې مسودې يوه کاپي دوی ته ورکړي، ترڅو دوی دا هوکړه‌لیک په جزیاتو مطالعه کړي او نظر ورکړي. له دې امله اشررف غني هرې خوا لاس او پښې اچوي، څو په دې پروسه کې برخه ترلاسه کړي. دا د استعمار طبیعت دی، چې په سترو مسایلو کې خپل مزدوران ګوښې ته کوي، ځکه چې پوره باور نه ورباندې لري. 
ډونالډ ټرمپ یو پلان طرحه کړ چې یو شمېر امریکايي ځواکونه د امریکا د ۲۰۲۰ تر ټاکنو پورې افغانستان پرېږدي، چې څلور زره ځواکونه په لومړي پړاو کې وځي. د افغانستان جګړه پر یوه ناعلاجه ټپ او د امریکا د تاریخ پر خورا اوږده جګړه بدله شوې ده. عامه افکار هم په افغانستان او هم په امریکا کې د افغانستان د جګړې په اړه منفي دي او د امریکا خلک یې یو ناکامه او بې ګټې جګړه بولي. له دې امله امریکا غواړي چې په افغانستان کې د خپلو ځواکونو په کمولو له یوې خوا په افغانستان کې خپله ماته پټه کړي او له بلې خوا د ټرمپ ټيم وکولی شي چې له دې څخه په خپلو ټاکنیزو کمپاینونو کې تبلیغاتي ګټه واخلي. 
د امریکا هڅه دا ده ترڅو خپل ځواکونه په داسې توګه کم کړي چې په مستقیم ډول له طالبانو سره د خبرو اترو او د سولې له پروسې سره تړاو پيدا نه کړي، ځکه په دغه حالت کې د امریکايي ځواکونو کمښت په افغانستان کې د امریکا پر ماته دلالت کوي. له دې امله امریکايي چارواکو په ځلونو اعلان کړی چې په افغانستان کې زموږ د ځواکونو کمښت د امریکا او طالبانو تر منځ له هوکړه‌لیک سره تړاو نه لري. لکه څنګه چې د امریکا دفاع وزیر مارک اسپر اعلان وکړ: له افغانستانه د امریکايي ځواکونو وتل، د طالبانو له ډلې سره د هوکړې له ترلاسه کولو سره اړیکه نه لري او د سولې هوکړې ته د رسېدو له هڅو به جلا تر سره شي. 
نو په دغه حساب د اشرف غني خبرې چې د بهرنیو ځواکونو له وتلو سره ستونزه نه لري، په حقیقت کې یې د خپلو بادارانو خبرې په بله بڼه بیان کړې دي. نوموړی تر دې کوچینی دی چې د امریکايي ځواکونو د کمښت په اړه جدي نظر څرګند کړي یا تصمیم ونیسي. اشرف غني او ټيم یې د پردې تر شا د امریکايي ځواکونو کمښت ته انديښمن دي؛ ځکه افغان امنیتي ځواکونه د امریکا له مالي او نظامي مرستې پرته د سترو نظامي عملیاتو وړتیا نه لري او په شدت د امریکايي ځواکونو په ملاتړ پورې تړلي دي.  
خو اشرف غني له یوې خوا غواړي چې د امریکايي ځواکونو د کمښت ملاتړ وکړي، ترڅو د ټرمپ د پروګرام په پیاوړتیا له هغه سره نږدې اړیکې جوړې کړي او په بدل کې یې ټرمپ ده ته یو هډوکی ورواچوي؛ خو له بلې خوا هڅه کوي چې د امریکايي ځواکونو کمول د افغانستان دولت په همغږۍ تر سره شي، چې پایله به یې په قدرت کې د اشرف غني پاتې کېدل وي. په داسې حال کې چې له عملي نظره څنګه شونې ده چې هغه څوک چې د امريکايي ځواکونو  د دایمي حضور زمینه یې د خپلې واکمنۍ په لومړیو ۲۴ ساعتونو کې د امنیتي تړون په لاسلیکولو تضمین کړه، اوس ووايي چې د امریکايي ځواکونو وتل ستونزه نه رامنځته کوي؟ 
روښانه واقعیت دا دی چې د افغانستان مسلمان وګړي د امریکايي ځواکونو پر ضد دي او هڅه یې دا ده چې په هر ډول چې وي امریکايي ځواکونه له افغانستانه ووځي او اشغال پای ومومي. یوازې یوه ډېره کوچنۍ ډله د امریکايي ځواکونو له کمښت څخه وېره لري، چې د دغو ځواکونو په زور او قدرت د افغانستان د خلکو پر برخلیک حاکمه شوې ده. دا هماغه تکنوکراتان او له غربه راستانه سیکولران دي چې پر سترو دولتي څوکیو ناست دي او پر چور او لوټ بوخت دي. دا کوچینۍ ډله د افغانستان په مسلمانانو کې هېڅ شرف او عزت نه لري او دغه راز سیاسي او د خلکو ملاتړ هم نه لري. 
په پایله کې په افغانستان کې د امریکايي ځواکونو کمول به هم تاکتیکي او سیاسي وي؛ خو له واقعي نظره امریکايي ځواکونه نه له طالبانو سره د سولې د هوکړه‌لیک په لاسلیک او نه په بل هېڅ نامه له افغانستانه بشپړ وځي؛ ځکه امریکا به د افغانستان ستراتیژيک موقعیت پر بله هېڅ ګټه او قیمت بدل نه کړي. له افغانستانه د امریکا د شړلو او ایستلو  ټاکنه یوازې د خلافت دولت مقتدر پوځ دی، چې په سیمه کې د امریکا ولکې او  وحشت ته د پای ټکی ږدي. 

سیف الله مستنیر
د حزب التحریر – ولایه افغانستان د مطبوعاتي دفتر رییس



   


   ارسال نظر