Pashto Farsi


قسطنطنيه فتحه شوه، د پاتې زيرو د تحقق لپاره باید څه وکړو؟
01/25/2020 |

اسلام علیکم ورحمت الله وبرکاته!
د الله سبحانه وتعالی سنت دا دي چې په هره تياره پسې رڼا راځي. د خلافت له سقوط وروسته د اسلامي امت دغه تور تياره دور نور د پای شېبو ته نژدې شوی دی. د جبريه نظامونو، ظالمو او لاسپوڅو واکمنو د تورتمونو له منځه د دويم راشده خلافت لمر د راختو په درشل کې دی. وړانګې يې د اسلامي نړۍ په افق کې راڅرګندې شوې دي او ورځ تر بلې پیاوړې کيږي.
ټولې هغه ناروا لارې چارې او نظامونه چې امت ته يې دروغجنې هيلې او اميدونه ورکول، يوه پر بله پسې له ناکامۍ سره مخ شوې دي او امت يې بطلان او ضعف پر خپلو سترګو ليدلی او عملا تجربه کړی دی.
دا دی نن امت د هغه راشده خلافت لپاره د دعوت پر مټ سره منسجمېږي چې رسول الله صلی الله علیه وسلم يې له شته جبريه نظامونو وروسته د راتګ زېری ورکړی دی. د نبوت پر منهج د دویم راشده خلافت د تاسيس زېری د هغه صلی الله علیه وسلم د نورو راتلونکو زېرو لپاره د کیلۍ حيثیت لري.
ځکه ترڅو چې د نبوت پر منهج راشده خلافت رانشي، د قدس آزادي، پر يهودو غلبه، د هند فتح، د کشمير آزادي او د روم يا ټول غرب فتحه او د هغوی د ايډيولوژۍ (کپيټلېزم) ماتې ناممکنه بريښي. دې ته ورته د غربي استعمار او اشغال له ولکې د اسلامي امت آزادي امکان نه لري او همداراز د میانمار او شرقي ترکستان د مسلمانانو دفاع او ملاتړ هم ناشونی دی.
نن هغه ورځ ده چې د رسول الله صلی الله علیه وسلم یو ستر زېری (د قسطنطنيې فتح) ورباندې ترلاسه شوې، مګر د دغه زيري د ترلاسه کېدو په مناسبت کې ګڼ عبرتونه دي چې زه يې يوازې دوو ته په لنډه توګه اشاره کوم:
لومړی؛ دا چې راشده خلفا، صحابه او له هغې وروسته خلفا د رسول الله صلی الله علیه وسلم د وړاندوينو په اړه بې تفاووته نه وو. هغوی هر یوه ددې حرص درلود چې د رسول الله زېری د هغوی پر لاسونو ترسره شي او عامه امت هم هڅه کوله چې د دغه زېرو د تحقق په لاره کې د خلفاوو مخلص سرتېري او ملاتړي و اوسي. دغه حرص پر قسطنطينيه باندې د هر خلیفه د واکمنۍ پرمهال د بريدونو له لړۍ څخه بشپړ ثابتېږي.
دویم؛ کله چې د قسطنطينيې فتحه تر اتو پېړيو ډېره وځنډېډه د امت يوه برخه دې نتيجې ته ورسېده چې قسطنطينيه کېدای شي د مهدي عليه السلام په واسطه فتحه شي. مګر ګڼ شمېر داسې با اراده او مبارز مسلمانان وو چې که خپله يې د بريد پرمهال ماتې خوړله خو خپلو اولادونو ته يې د هغې د فتحې انګېزه ورکوله او پر همدغه روحيه باندې يې خپل راتلونکی نسل تربيه کولو.
په دې اړه د سلطان مراد ثاني هڅه چې له وړکتوبه يې خپل زوی محمد د همدغې فتحې لپاره چمتو تربيه کړ او د هغه دغه هڅې د محمد الفاتح تر ۲۱ کلنی پورې ثمرې ته ورسېدې او د الله سبحانه وتعالی په ستر فضل سره يې قسطنطينيه فتحه کړه، چې دا دی اوس يې موږ د فتحې ورځ لمانځو.
نو پورته دوه عبرتونو ته په کتو اوس هم د اسلامي امت یوه برخه خپلې ټولې ناخوالې د مهدي تر راتګ پورې موکولې کوي او د دولت – ملت ناروا واقعيت ته تسليمېږي او د ملي دولتونو تر سيوري لاندې ژوند او ناروا سياست ته دوام ورکوي.
خو بل خوا ګڼ داسې مخلص، مبارز او پياوړي مسلمانان شته چې د رسول الله صلی الله علیه وسلم په طریقه د تغيير لپاره مبارزه کوي ترڅو شته نړيوال نظم له بنسټه له منځه يوسي او پرځای يې د نبوت پر منهج هغه راشده خلافت تاسيس کړي چې رسول الله صلی الله علیه وسلم يې زېری ورکړی و او د راشده خلافت له لارې بیا د رسول الله صلی الله علیه وسلم نور زېري یو پر بل پسې تعقیب او ترلاسه کړي.
الله سبحانه وتعالی ته د دعا لاسونه لپه کوم چې ډېر ژر هغه ورځ راولي چې د امت د پوځونو له جنرالانو، قومي او قبايلي مشرانو سره يوځای د حزب التحرير له امير جليل القدر عالم شیخ عطا بن خلیل ابوالرشته سره د رسول الله صلی الله علیه وسلم د پاتې زېريو د ترلاسه کولو لپاره د دویم راشده خلافت د تاسيس په موخه بيعت وکړو او له خپل امت سره يو ځای تکبير او تهلیل ويونکي د خوشالۍ جشن ونيسو او د رسول الله صلی الله علیه وسلم د پاتې زېريو د ترلاسه کولو لپاره ګډه مبارزه وکړو.
والسلام علیکم ورحمه الله وبرکاته
د قسطنطنيې د فتحې او د رسول الله صلی الله علیه وسلم د پاتې زېرو د تحقق په اړه د حزب التحرير د امير شيخ عطاء بن خلیل ابوالرشته پر وينا د تبصرې په توګه او د نړيوال کمپاين په مناسبت د حزب التحریر ولایه افغانستان د مطبوعاتي دفتر د ريیس سيف الله مستنير د وينا متن


   


   ارسال نظر