Pashto Farsi


په 857هـ،/ 1453م کې د قسطنطنیې د فتحتې د یادښت په مناسبت د حزب التحریر د امیر جلیل‌القدر عالم شیخ عطا بن خلیل ابو الرشته پيغام
12/30/2019 | عطاء بن خلیل ابو رشته

الحمد لله على نعم الله والصلاة والسلام على رسول الله وعلى آله وصحبه ومن والاه وبعد.
اسلامي امت ته، هغه امت چې د ټولو خلکو د دعوت لپاره بهر کړل شوی دی، د دعوت غوره او نېکو لېږدوونکو، مېلمنو او د دې پاڼې ګرانو لیدونکو ته!
السلام علیکم ورحمت الله وبرکاته
د ملتونو په تاریخ کې داسې روښانه ورځې دي، چې ملتونه ورباندې ویاړي، نو څنګه به وي چې دغه ورځې د رسول الله صلی الله علیه وسلم د زېري د پوره کېدو مهال وي؟ په یقیني توګه چې دا ډول ورځې هغه ستوري دی چې په اسمان کې ځلېږي؛ بلکې لمر دی چې نړۍ یې روښانه کړې او امت یې د اسمان لوړو لمنو ته رسولی دی. د هغو ورځو له ډلې دا مبارکې ورځې هم دي چې اوس موږ پکې یو، د قسطنطینې د فتحې یادوښت ورځې، محمد فاتح د قسطنطینې جګړه او محاصره د ربیع الاول په ۲۶مه پيل کړه، چې د ۸۵۷هـ د جمادي الاول د سه شنبې ورځې په سهار یې فتحه کړه، یعنې محاصرې یې دوې میاشتې وخت ونیو. کله چې محمد فاتح ښار ته بریالی  ننوت، له اس څخه راښکته شو او د دې فتحې له امله یې الله سبحانه وتعالی ته د شکر سجده وکړه، بیا یې د "ایا صوفیا" کلیسا ته مخ واړوه، چې د بیزانس خلک او دیني علماء هم هلته راټول شوي وو، هغوی ته یې امان ورکړ او امر یې وکړ چې "ایا صوفیا" کلیسا دې پر مسجد بدله شي او همدارنګه امر یې وکړ چې د جلیل القدره صحابي (ابو ایوب انصاري رضی الله عنه) د قبر پر ځای دې هم مسجد جوړ کړل شي. دا صحابي د هغو لومړیو مجاهدینو په ډله کې شامل و، چې د قسطنطنیې د ازادولو او فتحې اقدام یې کړی و او هلته وفات شو. الله متعال دې رحم ورباندې وکړي او مغفرت دې ورته وکړي. وروسته محمد چې د فاتح لقب ورکړل شو، وپتېیله چې قسطنطنیه د ادرنه پر ځای د خپل دولت مرکز او پلازمېنه وټاکي او له فتحې وروسته یې قسطنطنیه اسلامبول (د اسلام ښار یا دار اسلام) ونوموله، چې اسلامبول بیا پر استانبول مشهور شو. محمد فاتح ښار ته ننوت او ایا صوفیا ته ولاړ، هلته یې لمونځ وکړ او د الله سبحانه وتعالی په فضل له کلیسا څخه پر مسجد بدله شوه. دغه حالت دوام وکړ او ایا صوفیا داسې پاک او ځلېدونکی مسجد و چې مسلمانانو یو په بل پسې جوړاوه او رغاوه؛ تر دې چې د وخت جنایتکار مصطفی کمال قدرت ته ورسېد او خلک یې هلته له لمانځه منع کړل او هغه سپېڅلی ځای یې د سهار او ماښام د ګرځندویو لپاره موزیم جوړ کړ.
نو په دې توګه هغه زېری چې رسول الله صلی الله علیه وسلم په خپل حدیث کې بیان کړی و، پر حقیقت بدل شو. له عبد الله ابن عمرو ابن عاص رضی الله عنه څخه روایت دی چې وايي: په داسې حال کې چې موږ د رسول الله صلی الله علیه وسلم پر شاوخوا راټول وو او لیکل مو کول چې یو چا له هغه صلی الله علیه وسلم څخه پوښتنه وکړه: کوم ښار لومړی فتحه کېږي، قسطنطنیه که روم؟ رسول الله صلی الله علیه وسلم وفرمایل:

«مَدِينَةُ هِرَقْلَ تُفْتَحُ أَوَّلاً، يَعْنِي قُسْطَنْطِينِيَّةَ»
(دا حدیث احمد په مسند او حاکم په مستدرک کې روایت کړی دی)
ژباړه: د هِرَقل ښار یعنې قسطنطنیه لومړی فتحه کېږي.

 د دغه حدیث په اړه ویل شوي دي، چې د شیخینو د شرط له نظره صحیح دی؛ خو دوی دواړو دغه حدیث نه دی تخریج کړی. ذهبي په تخلیص کې د دغه حدیث په اړه داسې تبصره کړې ده: د مسلم او بخاري د شرط مطابق دی. همدارنګه په حدیث کې راغلي چې عبد الله ابن بِشر ابن خَثعَمِي له خپل پلار څخه روایت کړی او پلار یې له رسول الله صلی الله علیه وسلم څخه اورېدلي دي، چې ویې فرمایل:

«لَتُفْتَحَنَّ الْقُسْطَنْطِينِيَّةُ فَلَنِعْمَ الْأَمِيرُ أَمِيرُهَا وَلَنِعْمَ الْجَيْشُ ذَلِكَ الْجَيْشُ»
ژباړه: قسطنطنیه به هرو مرو فتحه شي، هغه څومره غوره امیر دی او څومره غوره لښکر یې دی!

 د خَثعَمِي پلار وايي: مَسلَمه ابن عبد الملک زه وروغوښتم او په دې اړه یې وضاحت راڅخه وغوښت او ما هم ورته روښانه کړه. ده هم د رسول الله صلی الله علیه وسلم د زېري په اورېدو د قسطنطنیې د فتحې لپاره جګړه وکړه. دغه حدیث احمد روایت کړی دی. په مجمع الزوائد کې د دغه حدیث په اړه راغلي دي: "احمد، بزار او طبراني روایت کړی دی او رجال (راویان) یې ثقه دي". تر دې چې دغه زېری د محمد الفاتح په نامه یوه ځوان چې عمر یې تر ۲۱ کلونو زیات نه و، په لاسونو پوره شو؛ خو ده له خپل ماشومتوبه په مستقیم ډول دې چارې ته ځان چمتو کاوه او پلار یې دویم سلطان مراد خپل زوی ته ځانګړې پاملرنه کوله او دی یې د خپل وخت د غوره علماوو شاګرد کړ، چې یو یې احمد ابن اسماعیل الکواراني دی او سیوطي هغه د فاتح لومړی استاد ګڼلی او په اړه یې ویلي دي: کوراني ستر عالم او فقیه دی، چې د وخت علماوو د هغه پر غوره والي او متانت شاهدي ورکړې ده؛ بلکې هغه د خپل وخت "ابو حنیفه" بولي. همدارنګه یو استاد یې "آق شمس الدین سنقر" دی، چې د محمد فاتح له ماشومتوبه یې د رسول الله صلی الله علیه وسلم حدیث د هغه په ذهن او ضمیر کې زرغوناوه او د دې موخې د تر لاسي لپاره یې هڅه کوله. شیخ آق شمس الدین محمد الفاتح ته د قرآن کریم، حدیث، نبوي سیرت او فقهې اساسي علوم تدریسول. همدارنګه عربي، فارسي او ترکي ژبې یې ورزده کړې، د دې ترڅنګ د ژوند ځينې ورځني علوم لکه ریاضیات، ستورپوهنه (نجوم) او تاریخ یې هم ورته تدریس کړل. پر دې سربېره نوموړي د اس په سپرلۍ او جنګي فنونو کې بېساري زړورتیا درلوده، چې الله سبحانه وتعالی نوموړي ته ورکړې وه او د رسول الله صلی الله علیه وسلم ستاینې یې په اړه صدق وکړ او محمد فاتح همغه غوره امیر او لښکر یې همغه غوره لښکر و چې رسول الله صلی الله علیه وسلم یې زېری ورکړی و. داسې لښکر و چې لښکریانو یې له ایمانه ډک زړونه لرل او لاسونه یې له وسلې او چمتووالي ډک او د جهاد په رښتینې انګېزه روزل شوي وو، د الله متعال دین ته یې نصرت ورکړ او الله سبحانه وتعالی هم په ستره فحته او بري دوی ته نصرت ورکړ؛ نو حمد او ستاینه یوازې د عالمیانو د رب لپاره ده.
محمد الفاتح ژور لید درلود او د بصیرت خاوند و، هر وخت به یې چې تشه او نیمګړتیا لیدله، ژر تر ژره یې ډکوله او حللاره یې ورته موندله او هر کله به یې چې مخ ته خنډ راتله، د الله سبحانه وتعالی په مرسته به یې له منځه وړه. د قسطنطنیې د فتحې لپاره د خپل امارت پر مهال له دریو خنډونو سره مخ شو چې په خپله هوښیارۍ او فردي مهارت یې د هغو د حل اقدام وکړ:
۱. لښکریانو یې د هوا له یخنۍ او دا چې د دېوالونو پر شاوخوا په خلاصه فضا کې اوسېدل، شکایت ورته وکړ؛ محمد فاتح پناځای ورته چمتو  کړ چې د اړتیا پر مهال ورتلل. ده نه غوښتل چې لښکر یې له محاصرې لاس واخلي، که څه هم محاصره اوږدېده او نه یې غوښتل چې لښکر یې د مسلمانانو د نورو لښکرو غوندې، چې له قسطنطیې سره جنګېدل، بېرته راوګرځي؛ بلکې غوښتنه یې دا وه چې تر هغه بېرته ګرځېدل نشته، څو چې قسطنطنیه د الله سبحانه وتعالی په اذن فتحه نه شي.
۲. د قسطنطنیې دېوالونه له دریو پوړونو جوړ وو او د هر پوړ تر منځ درې متره واټن موجود و، محمد فاتح په دې قضیه کې حیران و او په هغه وخت کې داسې پرمختللې وسلې نه وي، چې د زیات تخریب قوت ولري او خورا ځواکمنه وسله یې منجنیق و چې متوسطې ډبرې یې غورځولې او په دومره سترو دېوالونو کې یې یوازې د یوه کوچیني سوري جوړولو وړتیا درلوده. محمد فاتح د نړۍ نظامیان تر نظر لاندې ساتل، څو خبر ورته راوسېد چې د «اوربان» په نامه یو تجربه‌کار انجینیر د داسې توپونو جوړولو تیوري لري چې د دیوالونو د نړولو وړتیا لري، اوربان دغه مهارت او خدمتونه د قسطنطیې امپراتور ته وړاندې کړل، خو هغه پاملرنه ورته ونه کړه او په بدل کې یې محمد فاتح ښه هرکلی وکړ، ډېر مالونه یې ورکړل او ټول هغه امکانات یې ورته چمتو کړل چې په دې اختراع کې یې مرسته ورسره کوله. اوربان د عثماني دولت د انجینیرانو په همکارۍ د توپونو په جوړولو پيل وکړ او محمد فاتح خپله د دغو توپونو د جوړولو څارنه کوله، د دريو میاشتو په تېرېدو اوربان د دریو سترو توپونو په جوړولو بریالی شو. د توپ د مرمۍ وزن یې یو نیم ټن په پام کې ونیو. اوربان نه غوښتل چې د دغو توپونو ازمويښت د قسطنطنیې په دیوالونو کې وکړي، ځکه که د تمې وړ پایله تر لاسه نه شي، دا کار به د مسلمانانو پر روحیه منفي اغېز وکړي. نو پر دغه اساس یې ازمویښت په ادرنه کې تر سره کړ، چې د الله سبحانه وتعالی په فضل بریالی و او دا درې توپونه یې له ادرنې څخه د قسطنطنیې د دېوالونو د نړولو لپاره هغو نږدې انتقال کړل، چې په پایله کې د روم د تسلیمۍ لامل شول.
۳. بله موضوع چې د هغه ذهن یې بوخت کړی و، هغه دا وه چې د قسطنطنیې د شاوخوا دیوالونه د خلیج په سیمه کې کمزوري وو، مګر روم هم په خلیج کې د دیوالونو په کمزورۍ پوهېده؛ خو بیا هم ډاډه و چې د مسلمانانو کښتۍ د تنګي د تړل کېدو له امله هغه ځای ته د رسېدو وړتیا نه لري؛ خو محمد فاتح چې الله سبحانه وتعالی لار ورته پرانیسته، کښتۍ یې د خلیج د یوالونو په مخامخ غونډيو وخېژولې او دغه سیمه د «طلایي ښکر» په نامه یادېږی. ده په غونډیو لرګي کېښودل او پر لرګيو یې زیات تېل او غوړي واچول، بیا یې کښتۍ پر دغو لرګیو وښویولې او په یوه شپه کې یې ۷۰ کښتۍ خلیج ته ښکته کړې، دې چارې رومیان سرګردانه او لارورکي کړل. کله چې سهار رڼا شوه او د مسلمانانو کښتۍ یې په خلیج کې ولیدې، زړونو ته یې وېره ننوته او په پایله کې فتحه او نصرت د مسلمانانو په برخه شول.
ګرانو وروڼو! د قسطنطیې د فتحې د څرنګوالي برخې مو د دریو دلایلو له امله درته بیان کړې:
لومړی: د تذکر په موخه، ترڅو هر د بصیرت خاوند وویني چې کله اسلام عملي شي، مسلمانان او خپله اسلام به څومره عظمت ولري او هغه مهال به کفار او کفر د مقاومت هېڅ وړتیا ونه لري، بلکې حق به سرلوړی شي او د (الله اکبر) نارې غوندې به انګازې وکړي، لکه څنګه چې فارس او بېزانس سر ورته ټيټ کړ او ژر به د الله متعال په امر روم چې د بېزانس بله برخه ده، هم ورته په ګونډو شي، ترڅو په دغه ترتیب د روم د فتحې په اړه د رسول الله صلی الله علیه وسلم د زېري دویمه برخه هم عملي مصداق پيدا کړي.
دویم: د دې لپاره چې ستاسو زړونه د رسول الله صلی الله علیه وسلم د درې ګونو زېریو د پوره کېدو په اړه ډاډ پيدا کړي، رسول الله صلی الله علیه وسلم د قسطنطنیې د فتحې، د روم د فتحې، د نبوت پر تګلاره د خلافت د بیا تاسیس او له یهودو سره د جنګېدو او د هغوی د سختې ماتې زېري ورکړي دي او پوهېږو چې رسول الله صلی الله علیه وسلم د خپل نفس له هوا څخه خبرې نه کوي او څه چې وايي وحیې ده، چې ورباندې نازلېده. د رسول الله صلی الله علیه وسلم زېري تر اوسه نه دي عملي شوي او د الله سبحانه وتعالی په غوښتنه به قطعاً عملي شي؛ خو باید باید له یاده ونه باسو چې دغه زېري به موږ ته له اسمانه د ملایکو په وسیله او د یوې ډالۍ په توګه عملي نه شي، بلکې تل الهي سنت دا دی چې موږ الله سبحانه وتعالی ته نصرت ورکړو، ترڅو هغه موږ ته نصرت راکړي او په دې توګه د هغه تعالی شریعت عملي کړو او د ستر دولت بنسټ یې لوړ کېږدو، څه مو چې په توان کې دي چمتو کړو او بیا د هغه تعالی په لاره کې جهاد پيل کړو؛ هغه مهال به ځمکه د رسول الله صلی الله علیه وسلم په درې ګونو زېریو چې تر اوسه نه دي عملي شوي، روښانه شي او ځمکه به یو ځل بیا د خلافت د نور شاهده وي.
درېیم: وروسته له دې چې کافر غرب د عربو او ترک خاینانو په مرسته په ۱۳۴۲هـ/ ۱۹۲۴م کال کې د خلافت په سقوط بریالی شو او دغه سقوط یې د قسطنطنیې له فتحې سره موازي وګاڼه او په دې توګه یې خپل له لاسه وتلی قدرت بېرته راوګرځاوه. له هغه مهال وروسته د غرب ټوله هڅه وهاند دا شو چې په ټول توان د خلافت د بیا تاسیس خنډ شي، ترڅو هغه توان او قدرت چې بیا یې لاس ته راوړی، یو ځل بیا له لاسه ورنه کړي، په ځانګړې توګه د اسلامي خاورو له استعمار وروسته یې تل د مسلمانانو په خاورو کې د جریانونو فعالیت ته پاملرنه کوله. خو کله چې په ۱۳۷۲هـ/ ۱۹۵۳م کال کې حزب التحریر تاسیس شو او د غرب پام شو چې د دغه حزب د فعالیتونو د ملا تیر او برخلیک ټاکونکې قضیه د خلافت بیا تاسیس دی او ویې مونده چې حزب التحریر په خپله دغه موخه کې بشپړ جدي دی او ملا یې تړلې ده؛ خپلو مزدورو چارواکو ته یې امر وکړ، چې د حزب د فعالیتونو مخه ونیسي او وګړي یې په مختلفو سیمو کې تعقیب، بندي او شکنجه کړي او حتی په شهادت یې ورسوي او په ځينو سیمو کې یې په اوږدمهاله او ابدي زنداني کېدو محکوم کړي. وروسته یې نور اسالیب لکه دروغ، فرېب او په بشپړه بې شرمۍ د حقایقو بدلون وراضافه کړل. د دې لپاره چې د دوی په خپل ګومان دا افتراوې او بهتانونه اغېز ولري، هغه کسان چې پر ځان یې نوم مسلمان اېښی و او د اسلام جامه یې اغوستې وه، په دې برخه یې رامخکې کړل او وروسته ځينې کسان چې حزب یې پرېښی و یا حزب مجازات کړي وو، په دغو افتراوو کې ورسره یو ځای شول. په دې توګه دغو مختلفو اړخونو یو ځای په دغو افتراوو، فریب او د حقایقو په بدلولو کې ګډون وکړ او هر یوه خپل رول درلود: کفار، منافقان او ډارن او وروسته کم شمېر کسان چې حزب یې پرېښی و یا حزب مجازات کړي وو او هغو کسانو چې په زړونو کې یې ناروغي درلوده، ټولو د حزب پر وړاندې په دغه دسیسه او افترا کې ګډون وکړ او خپل دغه فعالیت ته یې په هر پړاو کې په زهرجنو لارو چارو او ماهرانه دروغو دوام ورکړ. کله چې په یوه فرېب کې ناکامېدل، بدل فرېب یې کارواه؛ خو دا یې هېروله چې د حزب ځوانان داسې پاک فکر، سرعت البدیهه او ژور درایت او ذکاوت لري، چې خبیث او طیب (نېک او بد) په اسانۍ توپيروي او نه پرېږدي چې هېڅ دروغ ورپورې وتړل شي. پر دې سربېره چې خپلو دروغو ته یې د زینت ورکولو لپاره وسایل درلودل، دغه راز د حقایقو د بدلون د ښکلي ښودو لپاره یې ډېر زیار وایسته او ځانونه یې ستړي کړل؛ خو بیا هم دغو دروغو او فرېب د حزب په ځوانانو کې هېڅ اورېدونکي غوږونه ونه موندل او نه یې هېڅ کوم بادرایته مسلمان پيدا کړ، بلکې د قرآن کریم په تعبیر سراب ته ورته دي:

﴿كَسَرَابٍ بِقِيعَةٍ يَحْسَبُهُ الظَّمْآنُ مَاءً حَتَّىٰ إِذَا جَاءَهُ لَمْ يَجِدْهُ شَيْئًا﴾

[النور: ۳۹]
ژباړه: د کافرانو اعمال سراب ته ورته دي، چې په بې اوبو او بې واښو دښته کې تږی د اوبو ګومان پرې وکړي، چې ورپسې ورشي، اصلاً هېڅ شی په لاس ورنه شي.

 هر مکر یې چې وکړ، هر خباثت یې چې په کار واچاوه او هر بد یې چې د حزب او د هغه د رهبرۍ پر وړاندې ترسره کړ، په دغه ګومان چې پر حزب به اغېز وکړي، ګومان یې له خاورو سره خاورې شو او د الله تعالی په غوښتنه به خوار او نهیلي خپل لومړي حالت ته وروګرځي، له خپلو دروغو، دسیسو او مکرونو څخه به هېڅ ګټه تر لاسه نه کړي او که هر څومره زیات هم وي ﴿وَلَا يَحِيقُ الْمَكْرُ السَّيِّئُ إِلَّا بِأَهْلِهِ﴾ یعنې دغه ناوړه مکرونه یوازې د هغو د خاوندانو لمن نیسي. دوی به د خپلو دغو اعمالو عاقبت له الله سبحانه و تعالی سره پيدا کړي، که هر څومره یې دغه افتراوې او مکرونه زیات هم وي ﴿وَقَدْ مَكَرُوا مَكْرَهُمْ وَعِنْدَ اللَّهِ مَكْرُهُمْ وَإِنْ كَانَ مَكْرُهُمْ لِتَزُولَ مِنْهُ الْجِبَالُ﴾ یعنې دوی خپل وروستی مکر او فرېب وکاراوه، خو الله یې له ټولو مکرونو خبر دی، که څه هم مکر یې دومره وي چې غرونه له خپله ځایه وخوځوي.
په پای کې باید ووایو چې ستاسو وروڼو کلک او محکم دريځونه چې تل پر حق او نصیحت ولاړ دي او د هغو مکررو حملو پر وړاندې چې د حق د دعوت پر وړاندې کېږي، موږ ته د اصحابو رضی الله عنهم موقف رایادوي، چې دوی هم په سختیو او کړاونو کې د رسول الله صلی الله علیه وسلم په حکیمانه او سترو دریځونو پسې اقتدا کوله. هو! ستاسو موقف هم ثابت او محکم دی، چې هېڅکله په فتنو او محنتونو کې نه کمزوری کېږي، بلکې ستاسو هوډونه پياوړي او حنجرې مو د حق د نارې لپاره لا رسا کېږي، دنیا یو ځل ده، خو آخرت په ځلونو غوره دی. نو خوښي ده د حزب لپاره چې تاسو لري او خوښي ستاسو پر حال چې حزب لرئ.

﴿رِجَالٌ لَا تُلْهِيهِمْ تِجَارَةٌ وَلَا بَيْعٌ عَنْ ذِكْرِ اللَّهِ وَإِقَامِ الصَّلَاةِ وَإِيتَاءِ الزَّكَاةِ يَخَافُونَ يَوْماً تَتَقَلَّبُ فِيهِ الْقُلُوبُ وَالْأَبْصَارُ*لِيَجْزِيَهُمُ اللَّهُ أَحْسَنَ مَا عَمِلُوا وَيَزِيدَهُمْ مِنْ فَضْلِهِ وَاللَّهُ يَرْزُقُ مَنْ يَشَاءُ بِغَيْرِ حِسَابٍ﴾

[النور: ۳۷- ۳۸]
ژباړه: هغه کسان چې تجارت او معامله یې د الله له ذکر او لمانځه او ذکات ورکولو څخه نه غافلوي؛ دوی له هغې ورځې ورېږي چې زړونه او سترګې پکې بدلېږي او پرېشانه کېږي. ترڅو چې الله یې د نېکو کارونو بدله ورکړي او له خپل فضل څخه یې بدله ورزیاته کړي؛ ځکه الله چې هر چا ته وغواړي بې حسابه روزي ورکوي.

 وروستۍ خبر دا چې زه د الله سبحانه وتعالی دربار ته دعا او زارۍ کوم، چې د رسول الله صلی الله علیه وسلم د زېریو د عملي کېدو بهیر پيل شي او زېري یو په بل پسې د عمل جامه واغوندي او په دې توګه د دغه امت د خلافت د بیا راتګ شاهد وو. وروسته د دغه امت قدس ازاد کړو، ورپسې روم فتحه کړو، لکه څنګه مو چې مخکې بېزانس هم ازاد کړ او په دې توګه د رسول الله صلی الله علیه وسلم احادیث مصداق پيدا کړي. همدارنګه له الله متعال څخه غواړم چې له موږ سره مرسته وکړي چې خپل کار په احسان او نېکۍ ترسره کړو، څو د عزیز او رحیم الله سبحانه وتعالی د نصرت اهلیت لاسه ته راوړو

﴿وَيَوْمَئِذٍ يَفْرَحُ الْمُؤْمِنُونَ* بِنَصْرِ اللَّهِ ۚ يَنصُرُ مَن يَشَاءُ ۖ وَهُوَ الْعَزِيزُ الرَّحِيمُ﴾.
و السلام علیکم و رحمۀ الله و برکاته
۱۴۴۱هـ، د جمادی الأولی اومه، پنجشنبه
۲۰۲۰م، د جنوري ۲مه
ستاسو ورور عطاء بن خلیل ابو رشته - د حزب التحریر امیر


   


   ارسال نظر