Pashto Farsi


د ابدالي او غزنوي بچیانو ته اوښتې سترګې
12/29/2019 | زمری افغان

په هند کې پر مسلمانانو ناتار روان دی، وژل کېږي، ځورول کېږي او بندي کېږي. د چین په سینکیانګ کې دوه میلیونه مسلمانان په زندانونو کې دي، ځورول کېږي، شکنجه کېږي او وژل کېږي. ماشومان له خپلو میندو او پلرونو جلا ساتل کېږي، چې اسلام زده نه کړي، دوی ته چیني – کمونیستي افکار ورکول کېږي چې له خپل دین او کورنیو جلا شي. په منځنۍ اسیا کې همدا حال دی، ظالم دیکتاتور او خاین رژیمونه پر مسلمانانو ظلم کوي، ماشومان جوماتونو ته نه پرېږدي، ښځې حجاب ته نه پرېږدي، نارینه ږیره نه شي پرېښودلی او زندانونه یې له مسلمانو ځوانانو ډک کړي دي.
پر دوی دغه ظلمونه اوږده شوي، دوی هڅه کوي چې له دې حالته ووځي. کله تاریخ ته مخه کړي، ګوري چې هندي مسلمانان احمدشاه بابا ژغورلي، د شاه ولی الله دهلوي لیک ته په ځواب کې احمدشاه بابا هند ته ورځي، په پاني پت کې په یوه جګړه کې ۴۰ زره مرهټیان وژني. دوی ته سلطان محمد عزنوي ور یاديږي چې په هند کې یې اسلام خور کړ. دوی لولي چې د سیمې او نړۍ ډېر ظالمان، جابران او ښکېلاګر افغانانو مات کړي او ټوټه کړي یې دي. دوی ته هیله پیدا شي چې افغان مجاهدین به ورځي او دوی به ژغوري. دا تمه که څه هم اوس پوره کېدونکي نه ښکاري، خو زموږ لپاره څو اساسي پیغامونه لري:
لومړی: له ټولو بدمرغیو، ناکامیو، ستونزو او خپلمنځي لانجو سره سره لا هم نور مسلمانان موږ ته تمه لري، پر موږ حساب کوي او له موږ مرسته غواړي. موږ د حساب وړ یو او موږ باید بېرته له نورو سره د مرستې وړ شو.
دویم: موږ داسې نیکونه لرل چې په خپلو کې د جګړې او نفاق پر ځای یې یووالي درلود او داسې ځواک یې درلود چې نه یوازې ځان یې ساته، بلکې تر هند پورې د مسلمانانو مرستې ته ورتلل او هغوی یې ژغورل. یوازې د شاه ولی الله دهلوي په لیک یې هند لاندې کړ، د مرهټیانو واکمني یې دړې وړې کړه او پر مسلمانانو ظلم کوونکو ته یې داسې سبق ورکړ چې د هغوی اولادونه یې اوس هم نه هېروي او فلمونه پرې جوړوي.
درېیم: موږ هغه ولس نه یو چې باید یو بل سره ووژنو، موږ خپله انرژي باید د خپلو وروڼو پر وژلو ضایع نه کړو، بلکې باید د نورو مرستې ته ور ودانګو او خپله توره د خپل دښمن او د اسلام د دښمن پر وینو سره کړو، نه د خپل ورور په وینو. دا زموږ اصل دی چې له بده مرغه اوس ترې جلا شوې یو.
څلورم: موږ د سیمه ییز او نړیوال ځواک د جوړولو ظرفیت لرو. موږ نه یوازې د خپل ځان د ژغورلو توان لرو، بلکې د نورو مسلمانانو او بشریت د ژغورلو توان لرو او همدا زموږ دنده او مسوولیت دی. نو پکار ده چې د یووالي لور ته ولاړ شو او خپل ځان له اوسني حالت څخه وباسو. موږ ته اوښتي سترګې باید ناهیلې پاتې نه شي. که اوس نه وي، موږ باید په چټکی سره پر یو داسې ځواک بدل شو چې که نور سترې را اړوي، ناهیلې یې نه کړو.
پنځم: که د اوس لپاره له دغو مسلمانانو سره مرسته نه شو کولی، دښمني خو باید ورسره ونه کړو. په زړه کې ورسره مینه ولرو، د دوی د ژغورنې ارمان او هدف ولرو او له قاتلینو سره یې دوستي ونه کړو. اوس خو موږ د پاکستان له ظالم او خاین رژیم سره د کرکې لپاره له هند او د مسلمانانو له قاتل مودي سره دوستي کوو، چې دا نه زموږ د نیکونو لاره ده او نه هم اسلام جواز ورکوي. د پاکستان رژیم او استخبارات ظالم دي، خونخوار دي او زموږ د ګڼو وروڼو په وینو یې لاسونه سره دي، موږ یې باید پر وړاندې ودرېږو، خو دا باید هېڅکله له مودي او نورو اسلام دښمنو عناصرو او هېوادونو سره د دوستۍ سبب نه شي.
اوس وخت دی چې موږ بېرته را پاڅېږو، بېرته یووالی پیدا کړو، قومي، ژبني او مذهبي مسایل څنګ ته کړو، پر اسلام را ټول شو، واک پیدا کړو، ځواک پیدا کړو، ځان وژغورو، د نورو مسلمانانو مرسته وکړو او بشریت ته مو خیر او مرسته ورسیږي. همدا زموږ د نیکونو لاره ده او موږ باید د خپلو نیکونو لاره را ژوندۍ کړو.


   


   ارسال نظر