Pashto Farsi


په لسو کې اته غلو لوټلي
12/20/2019 | زمری افغان

موږ لس ملګري سره ناست وو او په کابل کې مو د غلاوو او شوکو د زیاتېدو په اړه خبرې کولې. تازه یې زموږ له یو ملګري موبایل اخیستی و. په موږ لسو کې اته یې غلو لوټلي وو، یوازې زه او یو بل ملګری پاتې وو، موږ پر اتو نورو ملګرو ټوکې کولې، پر سبا یې نهم ملګري خبر کړو چې دی هم له غلو سره مخ شوی. اوس یوازې زه پاتې یم.
په کابل کې کم داسې خلک وي چې غلو نه وي لوټلي، موبایل، پیسې، لپټاپ، موټر او یا بل څه یې نه وي ترې وړي. ځینی غله خو لا وهل ټکول هم کوي، که پیسې یا موبایل درسره نه وي، بیا هم وهل ټکول شته او که لانجه ورسره وکړې، نو خبره دې تر مرګه پورې رسېدلی شي. په کابل کې ډېر کسان په یوه موبایل، یا هم زر- دوو زرو افغانیو وژل شوي دي. غلاوې او شوکې پخوا هم وې، خو کمې وې او هغه هم د شپې په تیاره کې، په تنګو کوڅو کې، خو اوس په لسو کې یو یا دوه کسان غلو ته په لاس نه دي ورغلي. اوس خبره د شپې نه ده، بلکې په رڼا ورځ، په سهار، مازیګر، غرمه او ماښام کې، پر عمومي سړک، د خپل کور مخ ته، آن د پولیسو د پوستې او حوزې په څنګ کې غله خلک دروي، وهي یې، لوټي یې او خبره یې تر وژلو رسیږي. کابل داسې دی لکه له دولتي ودانیو د باندې واکمني یې چې غلو ته سپارل شوې وي او د دولت دنده یوازې د دولتي ودانیو ساتل وي.
په دغو غلاوو او شوکو کې یوه غټه برخه پولیس او امنیتي چارواکي او مسوولین ښکېل دي. دوی یا خو خپله مخامخ غلا کوي چې مستندې پېښې یې شته او یا هم د غلو امنیت ساتي، لارې ورته جوړوي او یا هم له غلو سره د ستونزې پر وخت مرسته کوي. کله کله خلک غل ونیسي، پولیسو ته یې وسپاري، خو پولیس بېرته نیوونکو ته ستونزه جوړه کړي او یا هم غله بېرته خوشې کړي. د پولیسو ځیني سیمه ییز چارواکي ټوله شپه خپله په عیاشیو کې وي، دوی په ښار کې له پټو شراب پلورنځیو او فاحشه خانو څخه خپله برخه اخلي، ورځي، نشه کوي او شپې په همدغو فاحشه خانو کې تېروي. د ورځې بیا ویده وي او غله خپله واکمني چلوي. زموږ امنیت، د سر، مال او عزت ساتنه اوس داسې خلکو ته پاتې شوې ده!
دا ستونزه خورا ژوره ده او هېڅ داسې څرک نشته چې د غلو او حکومتي مفسدینو ددې ګډې واکمنۍ مخه دې ونیول شي. دا چاره د چارواکو په تغیر او تبدل نه حل کېږي، دا چاره د دوو پاکو او سمو امنیتي چارواکو په راتګ هم نه حل کېږي. دا ستونزه ژورې رېښنې لري چې له سیستم سره غوټه شوې دي. دا سمه ده چې یوه برخه کسان به مسلکي او ماهر غله وي، خو د بې کارۍ او غربت له امله هم د غلا او شوکو پېښې زیاتېږي. دا ستونزه او ورسره نورې ستونزې هغه وخت حل کېږي چې سیستم بدل شي، موږ د خپلې عقیدې پر اساس واکمني ولرو. واکمن له خدایه ووېرېږي، د عمر رضی الله تعالی عنه په شان د شپې په کوڅو کې وګرځي، د خلکو له ستونزو ځان خبر کړي، د غریبو غږ واوري، خلکو ته د کار زمینه برابره کړي، وږي ماړه کړي او که له دې د پاسه بیا هم چا غلا کوله، حد پرې جاري کړي، لاس یې پرې کړي او ټولنې ته امن را وګرځوي. اوسني واکمنان خو د لویو دیوالونو شا ته امن او د مستۍ ژوند لري، له دیوالونو چې را ووځي، بیا هم په زرې موټرونو کې وي. دوی نه خلکو ته د کار زمینه برابرولی شي، نه وږي ماړه کولی شي او نه هم اسلامي احکام او حدود جاري کولي شي. دوی او د دوی سیستم د غلا، شوکو او ناخوالو شریکان دي، له همدې لارې تغذیه کېږي او په همدې کې یې د واکمنۍ دوام نغښتی دی. که دا سیستم بدل نه کړو، زه لسم به بیا خپله کیسه کوم چې څنګه غلو ولوټلم او ته چې دا لیکنه لولې، له همدې برخلیک سره مخ کېږې او که یې لوټلې وې، د دویم ځلي او درېیم ځلي لوټلو کیسې به کوې. له همدې امله د درېدو وخت دی او باید خپل ځان، مال، عزت، کورنۍ، خلک، ټولنه او ارزښتونه خوندي کړو.



   


   ارسال نظر