Pashto Farsi


د اونۍ خبره: افغان چارواکي، له پاکستان سره په دښمنۍ کې دوه مخې دي
11/08/2019 | خالد مشعل

په تیرو ۱۸ کلونو کې، پاک-افغان (افغانستان او پاکستان) اړیکه د سختو لوړو ژورو شاهده وه او دغه حالت کله ناکله وسله والې نښتې پورې هم رسیدلی. همدا تیره اونۍ د پاکستان او افغانستان ځواکونو د کونړ ولایت په سرحدي سیمو کې وسله واله نښته وکړه او د پاکستان له لوري د کونړ ولایت په ځینو سیمو په سلګونه توغندي لګیدلي وو. کیسه همدلته تمامه نه شوه، د دوشنبې په ورځ، یو شمیر رسنیو خبر خپور کړ چې د پاکستان څاګرې ادارې (ISI)په هغه هیواد کې د افغانستان سفیر احضار کړی او همدا شان پاکستان په کابل کې خپله قنسلګری د نامعلوم وخت لپاره تړلې ده.
 افغان سیاسي-نظامي چارواکي د پاکستان په ضد په دوامداره توګه سخت او له قاطعیت ډک دریځونه نیسي او د پاکستان د هر اقدام په وړاندې د بالمثل عمل ګواښ کوي. خو یوه اساسي پوښتنه چې د ډیرو په ذهن کې ګرځي را ګرځي، دا ده چې افغان چارواکي په رښتیا او د پردې ترشا، له پاکستان سره دښمن او د هغه هیواد په ضد ولاړ دي؟
له پخواني حکومته نیولې بیا تر نن پورې، افغان حکومتي چارواکو په مکرر ډول د پاکستان په ضد دوه مخی سیاست کړی او افغان ولس ته یې چل (دوکه) ورکړې. دوی په ظاهر کې د پاکستان د ناوړه کړنو په ضد، د بالمثله عمل او د سخت دریځ نیولو ادعاوې کړي، خو په عمل او په ځینو مواردو کې په پټه، له پاکستان سره معاملې کړي، پاکستاني دولت سره پټ قراردادونه لاسلیک کړي او حتی پاکستاني دولت ته یې په سرحدي سیمو کې د یوشمیر کړنو شین څراغ ورکړی.
د اشرف غني په مشری د ملي یووالي حکومت له پاکستان سره د تربګنی او پریکنده دریځ چغې وهي او وایي چې پاکستان مو په نړیواله سطحه منزوي کړی او تر سختو فشارونو لاندې دی. همدا شان حکومت ادعا کوي چې افغانستان نور د پاکستان په اقتصادي  او سوداګریزه کلابندی کې نه دی او له نورو (منځنۍ آسیا، ایران، هیوايي دهلیز) لارو مو د افغانستان د سوداګریز ترانزیت اوږده ستونزه حل کړې. بله ادعا چې افغان حکومت یې کوي دا ده چې، پر پاکستان مو د منځنۍ آسیا لار تړلې او پاکستان له دې ناحیې په ملیاردو ډلر زیانمن شوی دی.
که فرض کړو چې پورتنی ادعاوې ټولې رښتیا او په عیني واقعتونو ولاړې دي. نو بیا ولې د افغان ولس په اقتصادي وضعیت کې بهبود نه راځي؟ ولې د عام ولس د ژوند له سختیو او کړاونو سره مل دی؟ په همدې توګه، ولې پاکستان له پښو نه لویږي او اړ کیږي نه چې له افغانستان سره خپل چلند نرم کړي؟
واقعیت او د پردې تر شا لوبه بل ډول ده. افغان حکومت په پټه او عمل کې، له پاکستان سره نږدې اړیکې لري او د هغه هیواد په خدمت کې دی. د همدې حکومت د سترګو لاندې د ډیورن په کرښه اغزن سیم تېر شو، همدې حکومت له پاکستان سره د پولې د مدیریت (Border Management) پټ هوکړه لیک لاسلیک کړی، همدې حکومت د تورخم دروازه له عمران خان سره رسماً پرانیسته، همدې حکومت د پاکستاني طالبانو د تحریک مشران په کونړ کې و وژل او د پاکستان په دستور یې وځپل، همدا حکومت د پاکستان د استخباراتو مشر په پټه ارګ ته راغواړي او ورسره مشورې کوي، د همدې حکومت لومړی درجه مشران په ټاکنو کې له پاکستان  څخه مرسته غواړي او هغه هیواد ته سفر کوي او ...
که لږ مبالغه و نه شي، نو دغه حکومتي مشران په یو ډول د پاکستان جاسوسان دی او د هغه هیواد ګټو ته سخت ژمن دي. ولې په ظاهر کې د عامو افغانانو د تېر اېستلو(فریب) او په سترګو کې د خاورې اچولو په موخه، د پاکستان ضد دریځ  نیسي او څرګندونې کوي. پاکستاني سیاسي-نظامي مشران په دغو چارواکو خبر نه دي او پوهیږي چې د دوی ټول دریځونه  او ویناوې دروغجنې او کاذبې دي. په دې ډول ویناوو او دریځونو سره، یوازې او یوازې عوام فریبي کوي او بس.
له بل پلوه، د پاکستان خاین او ظلم سیاسي-نظامي چارواکي له خپلو مسلمانو وروڼو/خوندو او ګاونډي هیواد سره په دښمنۍ اخته دی او د امریکا په اشارې سره، هر جرم او جنایت تر سره کوي. کله پرې راکیټونه وروي او کله ورباندې ترانزیتي لارې تړي، کله افغان مهاجرین ځوروي، کله هغه هیواد ته د افغان ناروغانو په ویزو او تګ راتګ باندې بندیزونه لګوي. دا هغه څه دي چې هم یې د پاکستان اقتصاد او هم یې د افغانستان اقتصاد ته سخت زیان اړولی دی اړ د پولې داوړه خواوو ولسونو ته یې رنګ رنګ ستونزې را ولاړې کړي دي.
د پاکستان دا ظالمانه سیاست د دې باعث شوی چې افغان ولس د خپلو مریضانو د تداوی لپاره هند ته مخه کړي چې له یوه لوري یې لګښت ډير ګران دی او له بل لوري، د نابلدی له وجې، له ډول ډول ستونزو سره لاس او ګریوان دي. د پاکستان او افغانستان مزدور حکومتونه په مسلسل ډول هڅه کوي چې د پاکستان او افغانستان د ولسونو ترمنځ د نشنلیزم پلیته مفکوره او احساس را ژوندی کړي او د دغو دوه (ورور) ولس ترمنځ درځ واچوي، هغه څه چې امریکا یې له پخوا څخه غوښتون کې ده.
که د افغانستان او پاکستان خاین چارواکي او نظامونه، د امریکا د شومو اهدافو د تحقق لپاره، دغه ډول ظالمانه کړنې تر سره نه کړي، نو دغه دوه ولسونه  به په هماغه شیبه سره وروڼه او ترمنځ یې د بیلتون هیڅ خنډ شتون نه لري. دا نه یوازې چې په فکري او سیاسي لحاظ ډيره مهمه خبره ده، بلکې په عملي لحاظ د دواړو ولسونو لپاره خورا اقتصادي، کاري، علمي، فرهنګي، امنیتي او سوداګریزې ګټي لري.
افغان ولس باید د خپلو خاینو او دوه مخو چارواکو په غولوونکو ویناوو تېر نه وځي او پوه شي چې دغه مشران په پټه له پاکستان سره معاملې کوي، خو په ظاهر کې د دوی د فریب لپاره توندې خبرې کوي. دا د پاکستان او افغانستان په عامو خلکو ده چې په خپلو حکومتونو فشار راوړي او د دوی دغه له خیانته ډک دریځونه درک کړي او په ضد یې ودریږي چې د دوه وروڼو ملتونو د بیلتون او ترب ګنی سبب کیږي.  
د پاک-افغان مزدورو چارواکو دښمني ظاهري او د امریکایي ښکیلاک د دایمي کولو او ظالمانه موخو د ترلاسه کولو لپاره ده، دوی له خپلو ولسونو نه، امریکایي دولت ته ژیر ژمن او مخلص دي. خو تر ټولو ناوړه او خطرناکه، د پاکستان او افغانستان د ولسونو ترمنځ دښمني او تربګني ده چې باید په هر قیمت چې وي، مخه یې و نیول شي. په سیمه کې امریکايي سیاسي-استخباراتي ځواکونه هڅه کوي چې د پاک-افغان چارواکو د ناوړه سیاستونو او پالیسو له لارې، د دواړو ملتونو ترمنځ د نشنلیستي افغکارو او احساساتو په تحریک کولو سره، دښمني رامنځ ته او پیاوړې کړي چې تر دې دمه په خپل مارموریت کې سخت ناکام دي او انشاالله چې بیا به هم ناکام وي.


   


   ارسال نظر