Pashto Farsi


د اونۍ خبر؛ ولې اسلامي تندلاریتوب خطرناک ګڼل کېږي؟
11/06/2019 | احمد صدیق احمدي

په وروستیو لسیزو کې هېڅکله د «اسلامي تندلاریتوب» پر مساله دومره بحث نه کېده، خو کله چې امریکا پر افغانستان او نورو اسلامي هېوادونو پوځي حمله وکړه، دغه مساله ګرمه شوه. پر دغې حملې سربېره امریکا هم هغې بریا ته ونه رسېده، چې هیله یې درلوده؛ نو ځکه یې د اسلامي تندلاریتوب خبرې ګرمې کړې. دوی فکر کوي چې اسلامي تندلاریتوب د هغه افکارو د ځپلو پلمه ده، چې امریکا په ټول پوځي، سیاسي او فکري ځواک هغه له منځه یو نه وړل، لکه کمونېزم یې چې ختم کړ.
کله چې امریکا په ۱۹۷۵م د ویتنام په جګړه کې «ویت کینګ های» ـچې د شوري اتحاد ملاتړ ورسره وـ مات نشو کړلی، نو خپله له ماتې سره مخ شوه. د انتقام په یوه بل پلان کې یې د «شنه کمربند» ستراتیژي طرحه کړه، څو د افغان او عرب جهادي ډلو په وسیله کمونېزم وځپي، چې دا یې هم وکړل. جالبه خو دا ده، چې د کمونېزم له ځپلو وروسته یې ټولې جهادي ډلې په هر نوم چې وې، د تندلارو ډلو په نامه یادې کړې.
کله چې کمونېزم له منځه لاړ، له یوه اړخه امریکا بلفعل دښمن نه درلود او له بله اړخه اسلام هغه اېډیولوژي وه، چې د غرب پر وړاندې یې پوره ماتې نه وه خوړلې. په همدې موخه د «جورج بوش» مشاورینو د اسلام د له منځه وړلو لپاره د دغې قاعدې تر نامه لاندې چې «موږ د اسلام پر وړاندې فکرې جګړه بایللې» نو د اسلام د له منځه وړلو لپاره یې پوځي ځواک ته لاس واچاوه. د امریکا پخواني دفاع وزیر «ډونالډ رامسفلد» د یادې قاعدې مفهوم داسې بیان کړ: «د اسلام له ايډیولوژۍ سره په فکري جګړه کې د دیپلوماتیکو خبرو اترو وسایل پای ته رسېدلي دي.» د همدې لپاره بوش د سیاسي اسلام پر وړاندې د فکري جګړې پر ځای پر پوځي جګړه لاس پورې کړ.  اوس نږدې د دوو لسیزو په تېرېدو سره دا روښانه شوه، چې امریکا په دغه برخه کې هم ماتې خوړلې ده.
غرب او په راس کې یې امریکا پر دې ښه پوهېږي، چې د جنګي ډلو له منځه وړل ستونزمن دي، خو ناممکن نه دي او د اسلامي ایډیولوژۍ پر وړاندې درېدل ناشوني ښکاري. ځکه امریکا پر دې پوهېدلې چې لا یې هم د اسلام ایډیولوژۍ ته پوره ماتې نه ده ورکړې. دغه کار غربیان ډېر ځوروي او دې ته حیران دي چې ولې لا نه دي بریالي شوي. دوی نه پوهېږي چې د اسلام رمز څه دی، چې مسلمانان پر وروسته پاتې کېدو او ناتوانۍ سربېره بیا هم د غرب د دومره پوهې او ځواک پر وړاندې ولاړ دي؟!
غربي مفکرین دې ته اړ شوې چې د اسلامي افکارو پر وړاندې مفکورې رامنځته کړي یا هم د اسلامي افکارو ارزښتونه منحرف کړي. چې په دغه کار د خپل دښمن افکار په هر نامه چې وي، په ټولنه کې منفور، وحشي او د ټولو بدبختیو د رامنځته کېدو لامل وښيي. دا کومه جالبه خبره نه ده، چې اسلامي فکر او ارزښتونه کله ترهګر، کله ترورېستپال او کله هم تندلاري رسنیز کېږي.
هغوی چې دا نه مني اسلام له بېلابېلو بېګانه افکارو سره همغږي نه لري، حد اقل له علمي، واقعي او تاریخي پلوه باید دا ومني چې تندروي د اسلام مال نه دی. ډیموکراسي، مدني ټولنې او هغه اقتصادي نظام چې ټولنه یې د فساد او ویجاړۍ پر لوري بېولې، بېګانه او بحران راوړونکي افکار دي.
تر ټولو زیاته دردونکې دا ده، چې وژنې او هر هغه حادثه چې لسګونه ان سلګونه بې‌ګناه خلکو ته پکې مرګ ژوبله اوړي، پر اسلامي تندلاریتوب پورې یې تړي او ټینګار پرې کېږي. لکه د ننګرهار د هسکې مینې د جومات هغه مشکوکه حادثه چې لسګونه خلک پکې ووژل شول. دغه ډول حملې چې ډېری وخت د هغه استخباراتي ډلو او کړیو له خوا کېږي، چې رېښې یې په غربي سفارتونو پورې تړلې، نه په اسلامي تندلاریتوب پورې. ځکه د غربي سفارتونو استخباراتي ډلې او کړۍ خپلو موخو ته د رسېدو لپاره له هېڅ شي مخ نه اړوي، که د لسګونو او سلګونو بې‌ګناه انسانانو په مړینه هم تمامه شي. باید ووایو چې دا ډول استخباراتي کړنې یوازې په افغانستان کې نه کېږي، بلکې هر ځای ته چې امریکا تللې دا ډول کړنې یې کړي دي.
که څه هم په جوماتونو او ملکي کسانو دا ډول بریدونه ځینې وخت د داعش په څېر ډلو پورې تړل کېږي، خو که چېرې دغه کړۍ او ډلې دا ډول بریدونه کوي، نو ښکاري چې هغه ډلې هم امریکایي استخباراتو جوړې کړې دي. دغه ډلې د اسلام د بدنامولو او زموږ په ټولنه کې د فساد د رامنځته کولو په موخه جوړیږي. په دې اړه لسګونه اسناد شته چې د بهرنیو ځواکونو الوتکو شکمن کسان له یوه ځایه بل ځای ته لېږدولي دي. ځینو رسنیو ان د افغانستان ولسي جرګې څو ځله له دغو اسنادو پرده پورته کړې ده. ایا د دولت په نامه کوم ځواک او قدرت شته، چې د خپلو خلکو د امورو د سرپرستۍ لپاره له دې ډول حادثو پرده پورته کړي؟!
له شک پرته چې یو لاسپوڅی دولت هېڅکله دا ډول جرات نه لري. نو هېڅکله د دا ډول کړکېچ لپاره، داسې د حل لار نه شي وړاندې کولی، چې خلک یې هیله لري. دا ستونزه د هغه قوي دولت په شتون کې حل کېدای شي، چې د خلکو افکار، ارزښتونه، امنیت او ارامتیا سرپرستي وکړي. هغه دولت چې مسلمانان یې په تاریخ کې په پېړیو پېړیو شاهدان وو. پردیو خلکو به له وېرې مسلمانانو او د مسلمانانو کړنو ته په بده سترګه نه شو کتلی. موږ مسلمانانو د واحد امت په توګه خلافت درلود، چې کینه ګرو غربیانو په ۱۹۲۴م کال کې د یوې لویې توطیې په پایله کې له منځه یووړ.
خو اسلام د یوه لوی فکر او اېډیالوژۍ په توګه داسې څه نه دي، چې که یې دولت او سیاسي نظام له صحنې لرې شي، بېرته به نړیوال ډګر ته را ونه وځي. بلکې په اسلام او پلویانو کې یې دا ظرفیت شته چې که دا ځل یې دولت را منځته کړل، نو د اسلامي خاورو له هېوادونو څخه د غرب ناپاک لاسونه او زړونه لرې کړي. هغه وخت به زموږ ټولنه د دغو بدمرغیو شاهده نه وي، چې رېښې یې له بهرنیو استخباراتي پروګرامونو څخه سرچینه اخلي.

﴿أَلَيْسَ الصُّبْحُ بِقَرِيبٍ﴾
[هود: 81]
ژباړه: ایا سهار نیږدې نه دی؟
ژباړن: حبیب الله


   


   ارسال نظر